کور / تازه خبرونه / د عبدالمجيد بابي د شهادت پنځم تلين ولمانځل سو

د عبدالمجيد بابي د شهادت پنځم تلين ولمانځل سو

په اطلاعاتو او کلتور رياست کي د دغه رياست د پخواني رئيس عبدالمجيد بابي د شهادت پنځم تلين ولمانځل سو.

په لمانځنغونډه کي چي نن ماپښين جوړه سوې وه، د اطلاعاتو او کلتور رئيس دواخان مينه پال، د پوهنتون رئيس حضرت مير توتاخېل، د شهيد بابي د کورنۍ غړو، يو شمېر رئيسانو، ليکوالانو او فرهنګيانو ګډون کړی وو.

د غونډي په پيل کي د قرآن کريم ختم وسو او په ياد رياست کي رسماً يو د غونډو تالار د شهيد عبدالمجيد بابي او بل د شهيد عبدالقديم پتيال په نومونو ونومول سول. د اطلاعاتو او کلتور رئيس دواخان مينه پال د شهيد بابي د ژوند او هڅو په اړه مفصلي خبري وکړې او ويې ويل چي شهيد عبدالمجيد بابی د ټولو افغانانو لپاره يوه هستي وه چي هيڅکله به د افغانانو له زړونو څخه ونه وځي. د مينه پال په خبره چي شهيد بابی يو علم پروره، نېکخويه او د افغانانو په درد خوږمن انسان وو.

مينه پال زياته کړه: پر موږ لازمه ده چي د شهيد بابي غوندي هستيو ياد بيا-بيا تازه کړو، ځکه دغسي شخصيتونه چي د هيواد لپاره يې د سر قربانۍ ورکړي دي، پر موږ حق لري. زه هيله لرم چي بېلابېلي اکاډمکي ادارې او د دې زون ولايات د دغسي کسانو يادغونډي جوړي کړي او له قربانيو څخه يې يادونه وکړي.

د عبدالمجيد بابي ورور عبدالرحمان بابي د غونډي له ټولو ګډونوالو څخه مننه وکړه چي د مجيد بابي ياد يې تازه کړ او ويې ويل مجيد بابی يو نېک او مهربان انسان وو. د هغه په خبره مجيد بابي له هيچا سره دښمني نه درلوده او نه يې له کوم چا سره د مځکي، باغ يا کوم بل شي په اړه اختلافات درلودل. هغه يو بې ازاره انسان وو چي د هيواد دښمنانو په شهادت ورساوه.