کور / تازه خبرونه / افغانستان د نړۍ وال کپ په تاریخ کي لومړۍ لوبه وګټله

افغانستان د نړۍ وال کپ په تاریخ کي لومړۍ لوبه وګټله

د افغانستان د کرکیټ لوبډلي نن د نړۍ وال کپ په لوبو کي خپله دریمه لوبه د سکاټلنډ په مقابل کي د ځان په نوم کړه.
دا لومړی ځل دئ چي افغانستان د یو ورځنیو لوبو نړۍ والو مسابقو ته وتلی دئ او نن یې سکاټلنډ هیواد ته په یوه ویکیټ په داسي حال کي ماته ورکړه چي درې بالونه لوبه لا هم پاته وه.

افغان کپتان پچه وګټله او د بالینګ پرېکړه یې وکړه، چي سکاټلنډ په ۵۰ اوورونو کي ۲۱۰ منډي جوړي کړې او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل.

د افغانستان له خوا شاهپور ځدراڼ څلور، دولت ځدراڼ درې، حمید حسن، محمدنبي او ګلبدین نائب یو – یو سکاټلنډی لوبغاړي وسوځل.

د افغانستان د منډو شروع ښه وه چي جاوید احمدي ۵۱ منډي وکړې، خو بېله سمیع الله شینواري نور ټول منډه جووړونکي سم ونه ځلېدل.
افغانستان پر ۹۰ منډو اووه لوبغاړي له لاسه ورکړي وه، چي د لوبي ګټل که ناممکن نه وو خو ډېره سخت کار وو. سمیع الله شینواري دې سخت مسئولیت ته اوږه ورکړه،په سنجیده لوبه او د ۹۶ منډو په جوړولو یې د افغانستان د بایللي لوبي مخ د ګټي خوا ته واړاوه.
سمېع الله شینواری پر داسي وخت وسوځېدی، چي د افغانانو د ګټي سترګي یوازي دوو بالرانو حمید حسن او شاهپور ځدراڼ ته اوښتې وې او دوی دواړو له سمېع الله شینواري څخه ورپاته مسئولیت په ښه توګه تر سره کړ او افغانستان ته یې په لومړي ځل د ۲۰۱۵ نړۍ وال کپ لومړۍ بریا ورپه برخه کړه.

افغانستان تر دې دمخه له بنګلدېش او سریلانکا څخه ماتي خوړلي وې.