کور / سياسي / د قلم تر شا ملی ـ مسلکی او ادبی امانتونه

د قلم تر شا ملی ـ مسلکی او ادبی امانتونه

د خپل وطن ځوان نسل او ذمه وارو لیکوالو ته!

حمزه بابا مشر ميلمه وه. د پيښور په نشتر هال کښې ستره ادبي غونډه روانه وه. ارواښاد استاد محمد صدیق پسرلي د مرحوم امير حمزه خان شينواری نه وپوښتل:

بابا خلک وایي ستاسو په غزل کښې طبيعی ورته والی (تشبیه) بی جوړی، خوږه او ډيره ده. خدای بخښلي حمزه بابا ورته داسې ځواب ورکړ: تاسو هم همداسی ياستۍ. مثلا د لواړګي او تيرا خلک ځکه کورونه د کاڼو څخه جوړوي چې هلته خاوره کمه ده. دا خبره تر يو بریده وشاربل شوه.

ډاکتر، انجينر، خټګر، ښوونکې، شاعر او ليکوال چې څه جوړوي همهغه مواد پکښې کاروي چې ورسره موجود وي.

که چيرې دا شيان پاخه، زیات او چاڼ او زیات لګښت پرې و شي نو ودانۍ ښايسته او ور سره تړلې اړتیاوي يې پوره وي او مواد چې ناکاره او لږ وي د تصور انځور په عمل کښې نیمګړی راځی.

د حمزه بابا دا خبرې ادبي وې مګر د ژوند په هره برخه کښې خورا پخی او کاريدونکې دي.

دا که ښه وي او يا بده خو زمونږ نن د پرون غوندې نه دی. ژوند په څټ او مخ دواړو ځي او طبیعی لاره يې پرمختګ او غير طبيعي پر شا تګ دی. مرګی د دغه تضاد وروستی پوله ده. د پرمختګ او شا تګ دواړو سره نوې نوې مفکورې را پيدا کيږی.

د زړو مفکورو سره مخالفت تر يوه بریده د تجربو او د نوو سره موافقه يا يې پر وړاندی دريدل د چاپیریال په پيژندنه او معلوماتو د اندازې سره تړاو لري. که څوک خپل پرون له ياده وباسي، دې پوښتنې ته سم ځواب نه شي ويلای چې دا نن ښه دی يا بد.

په همدی توګه که مونږ د نن په ریښه (سټه) کښې د شتو واقيعتونو څخه سترګی پټې کړو او يا يې په پټو سترګو د تجربې په بڼه ومنو نو دوه ستونځې را منځته کیږي.

لومړی مو د تاريخ د بهیر او د سيند د څپو مخالفه لاره نيولې ده.

دوهم په هغه پيښه کښې مو خپل نقش نفی کړی چې په خپله پر مونږ اغيزه لري يعنی خپل تقدير مو بل ته سپارلی دی.

خبرې او ليکنی د انسانی شخصيت داسی تابلو ده چې خلک پکښې د ويناوال هماغه څه ګوری چې لوستونکې او ليکونکې يې نه ویني. مونږ هر يو چې څه ليکو د ځان په حواله يې لیکو او ځانونه طبیعتا افغانستان پوری تړلي ګڼو. افغانستان د سیاسي، پوځي، اقتصادي او ټولنيزې وضعې له پلوه دومره د زورې انديښنې وړ حالت کښې اچول شوی چې تصور يط ډیر ګران دی او هغوی يې چې د وطن په توګه سم ګوری نور له ډیره درده ورته د کتلو توان نه لري.

خبره د ا‌ئتلافونو د جوړ والي نا جوړوالي، د مخالفانو د بري او ماتې، د سنی، شعيه، پښتون، تاجک، هزاره ازبک د کچی نه ډیره وراوښتې او لوړه ده. د ( نیمګړي اقتدار په خاطر بشپړه معامله) د دی پرضد يا د وطن د نجات لپاره مبارزه ملي اصلی لاره او د دی لارې پر خلاف د يوې او بلی مورچې څخه په قلم او ټوپک په پټو سترګو جنګيدل بدله طریقه ده.

زمونږ يو شمير شریف هيوادوال چې د پوره کره کتنی او د وخت د نشتوالی له امله د کنډو کپر جملو نه ليکونه، شعرونه او خيالی انځورونه جوړوي دا د هغوی حق ‌دی، ځکه هر انسان د خپل توان په اندازه پړ وي، خو د حالاتو د حساسيت له مخې ښه کار دا دی چې تريوه وخته د احساساتو او تعصب پرځای حساسیتونوته مخه کړی او له عادتی پوهی نه زيږيدلی ناغيړه شيان په اسلام، افغانستان، سياست، طالبانو، ګوندونو، سازمانونو او قومونو پورې و نه تړل شي، ځکه چې مسئله بیا فلسفی او ايديالوژیکه بڼه اختیاروي. د دغه شان خبرو راسپړل د یوې خوا څخه ژوره پوهه غواړي او له بله پلوه د فرهنګي مبارزې جهت انحراف ته کش کوی او تر ټولو مهمه دا ده چې زمونږ اوسني هیواد دومره ټپونه، دردونه او غمونه لیدلي او لري يې چې که له همدو څخه نجات ور کړی شو دا به ستر کمال وي.

د سیاست کاروان دې ته ډب نه دی ولاړ چې مشکل څه دی؟ چا را پيدا کړی او څنګه را پيدا شو؟

پوښتنه دا ده چې د ټولنی (۹۸) سلنه استوګن که مسلمانان او یا هندوان دي؛ ژوبل، دردیدلي او ژړيدلی دي. د دغه حالت څخه د را وتلو او خلاصون لپاره ملي عملي او علمي لاره کومه ده؟ تر څو چې خپله ټولنه په هم هاغه خپله اصلي بڼه و نه پيژنو لکه څنګه چې ده او په هغې کښې خپل ځان تشخيص نه شي، دوستان معلوم نه شي او د سياست د هر پړاو ملګري او مخالفان په نخښه نه شي؛ احساساتي او بې بنسټه سلوک همداسې دی لکه د خلکو په منځ کښې د بم يا ځان وژونکې الوزونه.

د وخت او زمانی له مناسباتو سره اړوند سالم تحليل او پوهه د مبارزې د تيورۍ جوهر دی. سیاست د جايداد، تجارت، ‌ژبی، قوم او کلتور په څیر د چا شخصي مال نه دی چې په خپله خیالي لاره يې برابر او خپله خوښه تر کار واخلي. سیاست په خپل هيواد کښې د اساسي تضادونو څخه د فرعي تضادونو بیلول، د هغو د عواملو په ګوته کول او تثبتول او د هریوه سره په خپل وخت داسې مناسب او وړ سلوک اختيارول دي چې ټکر او حل يې د ملي ګټو پر محور وڅرخي.

د دی زمانی یو هوښیار انسان نه شي کولای چې د خپل خيال په نړی کښې د ځان نه ګرد چاپیره اوسپنيزه کلا را تاو کړی. د مرمرينو قصرونو د طلايي برجونو څخه د اسمان ستوري په نخښه او ګذار پرې وکړي او ځان د هغی جګړی فاتح وګڼی چې په ثواب او عذاب کښې يې بی برخې و. د اوس وخت سياست په مسلطو اجتماعی واقیعتونو او شریکو ګټو ولاړ دی او هر هغه څوک چې دا پيژندلی، تشریح کولی او رهبري کولای شي نو هغه ځکه حکومت، اکثریت او شخصیت دی چې حوادث په ځان پسې را کاږي.

تا ويلی ما ويلی، یو بل ته ښکنځل، غيبتونه او صفتونه، بد او رد ویل، مرګونه او ژړاګانې، هنګامې، دا يو هم حوادث نه دي، بلکه دا د اصلی او غټو حوادثو پيداوار يا انعکاس دی. پدی زمانه کښې د هوښيار، سیاسی، وطنپال او ذمه وار انسان لومړنی ملي او انساني دنده داده چې د پوهې په وسيله اغيزمن عمل تر سره کړي؛ داسی عمل چې د تاريخ مسیر بدل کړی شي او په پایله کښې بی اختياره ټولنه او انسان د اختیار خاوندان شي.