کور / سپورټي / افغانستان کرکټ ملي لوبډلي په پوره میړانه دسریلنکا سره لوبه وکړه

افغانستان کرکټ ملي لوبډلي په پوره میړانه دسریلنکا سره لوبه وکړه

لوبه د نیوزلېنډ په ډنیډن لوبغالي کې وسوه، سرېلنکا پچه وګټله او افغانستان ته يې د منډو جوړولو بلنه ورکړه. افغانستان په ۵۰ اورونو کې ۲۳۲ منډې وکړې او سرېلنکا ته يي په ۵۰ اورو نو کي ۲۳۳ هدف ورکړ چي سریلنکا په ډیر لږ توپیر او دزړه په وینو دا هدف پوره کړ.
د افغانستان له لوري حميد حسن درې، دولت ځدراڼ او شاه پور ځدراڼ يو يو لوبغاړي وسوځول.
سرېلنکا لوبه خو افغانانو زړونه وګټل. دا د نړیوال جام په سیالیو کې د افغانستان دویمه لوبه وه، خو د سرېلنکا غوندې یوې پیاوړي لوبډلې سره د افغانستان دا ډوله لوبه، د ستایلو ده. افغان توپ اچوونکو نړیوالو ته وښودله چې دوی په کرېکټ کې له هر چا سره سیالي کولئ شي او که چانس ورکړل سي، ښايي په نژدې راتلوونکې کې د نړۍ پیاوړو هېوادونو ته هم ماتې ورکړي او حتا نړیوال کړکټ جام وکټي .
د افغانستان له خوا د ورکړل سوي هدف په تعقيب کې د سريلانکا لوبډلې لوبه سمه پيل نه کړه او دواړه لومړني لوبغاړي يې په صفر وسوځېدل. ورپسې دوه نور لوبغاړي يې هم ژر ژر وسوځېدل او داسې ښکارېدل چې افغانستان به دا لوبه په اسانۍ سره وګټي.
خو کله چې د سريلانکا منډې ٥٠ ته ورسېدې او څلور پياوړي لوبغاړي يې وسوځېدل، نو اوسنى کپتان متهيوز او پخوانى کپتان جي وردهني ميدان ته راغلل، نو له مسووليته ډکه لوبه يې وکړه او خپله لوبډله يې په ډیره سختي سره بريا ته ورسوله چي ورسته یي یواځي په ۱۱ بالونو وکټل.
افغان لوبډلمشر محمدنبي عيسى خېل تر لوبې وروسته په خپلو څرګندونو کې وويل چې ((په ټوليزه توګه موږ له خپلې نننۍ لوبې راضي يو.))