کور / هراړخیز / د نړۍ درې لويي ستونزي

د نړۍ درې لويي ستونزي

نړۍ د جنګ څخه علاوه د څونورو عمده ستونزو سره مخامخ ده چي په لاندي ډول باندي اشاره ور ته کولای سو.
لومړى: د چاپیریال ککړتیا او مخلتف ګازات د دې باعث ګرځي چي د ځمکي اتوموسفیر او د اوزون طبقه یا layer د منځه یوسي یا حد اقل دغه طبقه نازکه کړي که چيري د اوزون پرده نازکه سي د لمر شعاوي بېله دې څخه چي په اوزون طبقه کي فلټر سي مستقیماً ځمکي ته رالوېږي چي د پوستکي د سرطان د سترګو د ړندېدلو او د ځمکي د کرې هوا ته د تغیر ورکولو سبب ګرځي، په ۱۹۷۰ لسيزه کي په انترکتیکا کي د اوزون پوښ سوری سوی هم دئ.
دوهم: د نفوس زیاتېدل، بې سيوادي، او تر څنګ ئې لوږه د معاصری نړۍ لپاره ستر ګواښ دئ.
دریم: د ځمکي د حرارت تغیر او لوړوالي تر ټولو غټه ننګونه ده. په تېرو سلو کلونو کي د ځمکي د حرارت درجې (0.75) سانتیګراد تغیر خوړلي دئ خصوصاً په درې اخيرو لسيزو کي که دا حالت همداسي دوام ومومي د (2030 او 2050) کلونو تر منځ به هر کال (250,000) دوه نیم لکه نفر خپل ژوند د ناپاکو اوبو، ډول ډول مکروبونو او د نامساعدي هوا له کبله د لاسه ورکړي. همدا اوس هره ورځ په شمالي قطب کي یخى سوي غرونه ویلېږي، د بحرونو د اوبو سطحه پړسېږي، او د اورښت نورمال ډول شاید په خطرناکه ډول تبدیل سي. ګرمه نامساعده هوا پر تنفسي جهاز او زړه باندي منفي تاثير کوي، اکسيجن تخریبوي په زهري هوا باندي تبدیلېږي چي (Ozon) ورته وايي او انسانان د خطر سره مواجه کوي په دوه زره دریم کال کي په اروپا کي اوویا زره نفرو خپل ژوند د خرابي هوا دلاسه ورکړي. توده هوا کنګلونه ویلي کوي مستقیماً د بحرونو اوبه پړسوي د نړۍ نیم نفوس د بحرونو څخه په ۶۰ کېلومیتري کي پراته دي، کله چي د بحرونو اوبه وپړسېږي دوى مجبوره دي چي د اوبو د غاړو څخه وتښتي. اکثریت هغه خلک په خطر کي دي څوک چي د اوبو پر غاړو ژوند کوي، هغه څوک چي په غټو ښارونو کي دي او هغه هیوادونه چي په عادي حالت کي په غربت کي ژوند کوي. لهذا د نړۍ مشران، سياست مداران، او اینده نسلونه د جنګ یا تروريستي اعمالو پر ځای د ځمکي و دغه تهدید ته توجو وکړي او په سولیزه ډول خپل منافع لاس ته راوړي. تروريستي اعمال او د بې ګناه انسان وژل په ټولو اسمانی دینونو کي یو غیر انسانی کړنه ده خصوصا د اسلام له نظره یو مردود عمل دئ، خدای پاک په سپېڅلی کلام قران کریم کي د الما‌‌ئدې سورت په دوه دېرشم نمبر ایات کي داسي فرمايي: که چا یو ژوندی انسان بې ګناه مړ کړ لکه ټول بشریت چي یې وژلی وي. اوکه مود چا ژوند ته نجا ت ورکړ لکه ټول بشریت ته چي مو نجا ت ورکړی وي.

(مَنْ قَتَلَ نَفْسًا بِغَيْرِ نَفْسٍ أَوْ فَسَادٍ فِي الأَرْضِ فَكَأَنَّمَا قَتَلَ النَّاسَ جَمِيْعًا وَمَنْ أَحْيَاهَا فَكَأَنَّمَا أَحْيَا النَّاسَ جَمِيْعًا). ۳۱