کور / هراړخیز / خوست دبې ساري پرمختګ په ډګر کې

خوست دبې ساري پرمختګ په ډګر کې

خوست له پلازمېنې په لرې واټن کې پروت هغه ولایت دی چې په دې وروستیو پنځو کلونو کې يې هر اړخیز پرمختګ دهېواد پلازمینه ګوته په غاښ پاتې کړې ده، دخوست امنیتي حالت دهېواد له ټولو ولایتونو لا څه چې له مرکز کابل څخه په زیاته فیصدۍ بهتر او د ډاډ وړ دی، د امنیت په برخه کې دې مثبتي لاسته راوړنې خوست له نورو هغو خوبیو او پرمختګونو برخمن کړی چې د نا امنیو په غیږ کې يې ترسره کول له امکانه لري برېښيدل، دشمالي وزیرستان سره په ګډه فرضي کرښه پروت خوست کې ۴۲۵ بابه ښوونځی فعال او تر درې سوه زره زیات ځوانان او ماشومان پکې زده کړې کوي، چې له جملې يې سل زره نجوني دي، ښوونځیو ته په دې شمېره د زده کوونکو او په خاص ډول دنجونو تګ او دوی ته د زده کړې زمینه برابر ول داد خوست په تاریخ کې بې سارې او دحیرانتیا وړ خبره ده.

خوستي ځوانان دلوړو زده کړو په برخه کې هم ښه قسمت لري، همدا اوس ددوی دې سترې او حیاتې غوښتنې ته په خپل ولایت کې یو دولتي دشیخ زاید پوهنتون د۱۲ پوهنځیو په لرلو او پنځه خصوصي پوهنتونونه(پامیر،احمدشاه ابدالي،دعوت، طلوع افتاب او حکیم تڼیوال انستیتیوت )ځواب وايي، په یادو شپږو پوهنتونو نو کې همدا اوس دخوست ترڅنګ دبېلابېلو ولایتونو تر لس زرو زیات ځوانان زده کړې کوي.

دا یوازې دپوهنې او لوړو زده کړو ډګر نه دې چې پرمختګ يې دحیرانتیا وړ دی، دبیارغونې په برخه کې په دې وروستیوکې شوي پرمختګونه او پلې شوې ټولګټې لوی او وړې پروژې بله هغه لویه لاسته را وړنه ده چې دخوست ولسي ستونزې يې تر ډیره بریده حل کړي دي، دټول خوست په سطحه تقریباً دهرلوی خوړ پرسر د۱۶۰ مترو په اوږد والي لوی،لوی پلونه جوړ او دمرکز او ولسوالیو سلګونه کیلومتره واټونه په پاخه او اساسي ډول جوړشوي دي.

دهغو معلوماتو په اساس چې موږ ترلاسه کړې دپنځه کلن ستراتېژيک پلان له مخې په روان ۱۳۹۳ کال کې دخلکو غوښتنو اولومړیتوبنو ته په کتو له انتخاب وروسته دامنیت ،حکومتدارۍ، ښووني او روزنې ،زیربنا، زراعت،روغتیا،ټولنیز خوندیتوب او اقتصادپه سکتورونوکې تر ۱۸۶ زیاتې پروژې تطبیق او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي او د ۴۹۹ پروژو چارې په ښه شکل اولوړ معیار سره روانې دې .

د خوست میشت ولسونه او روڼ اندي دخوست وروستیو بې ساري پرمختګونو ته په کتو په دې باور دي چې دا هرڅه دیو ښه مدیریت په پایله کې ترسره او رامنځته شوي دي،دلته یوه ښه او په کار پوه محلي اداره شتون لري، اوسني پرمختګونه پنځه کاله وړاندې یو خوب ؤ، خوکله چې دمحلي حکومت مشر ښاغلی عبدالجبار نعیمي خوست ته دوالي په صفت راغلو دا خوب يې په خپلو بیدریغه هلوځلو،تلاشونو ،ددیني علماؤ،قومي مخورو مشرانو سره په مشورو او ګډ کار په حقیقت بدل کړ، اوس خوست هغه خوست نه دی چې دنورو ولایتونو څخه به ورته جزايي عسکر اومامورین را وړل کیدل،خوست نوې بڼه خپله کړې، له کابل ترخوسته کنډ کپر سرک دهمدې تلاشونو اوهلوځلو په په پایله کې په پاخه ډول جوړ شوي دی،دخوست ښاري پراختیا او دګڼو دنګو ودانیو شتون بله هغه ښکلا ده چې وروستیو ډاډمنو امنیتي حالاتو دې ولایت ته وربخښلې ده، که په لنډه ووایم ګوړه چې له هرې ډډې وڅکې خوږه وي.
دګران هېواد دسمسورتیا او ابادۍ په هېله