کور / ترخې خبري / د هلمند مدني ټولنې مبارزه او د ولايتي ادارې غبرګون

د هلمند مدني ټولنې مبارزه او د ولايتي ادارې غبرګون

تېره ديارلس کلنه هغه دوره وه چې د ډېرو ښېګړو ترڅنګ پکې يوه لويه ستونزه دا موجود وه چې پخواني ولسمشر حامدکرزي هر څه د شخصي اړيکو له مخکې کول.
د بېلګې په ډول: په کابينه کې يې ډېری هغه کسان و چې دده نږدې ملګري و او يا يې هم د نوموړي سره د واک په رسېدو کې مرسته کړې وه.
دغه راز په بېلابېلو ولايتونو کې واليان، امنيه قومندان او حتی ولسوالان د شخصي اړيکو له مخې پر دندو ګمارل کېدل.
د پخواني ولسمشر کرزي په حکومت کې دغه کار په ډېرو ولايتونو کې ستونزې رامنځته کړې، په ځينو ولايتونو کې داسې واليان هم وګمارل سول چې ولسمشر به د کار او اصلاحاتو لويه تمه ترې درلوده، خو والي به په ولايت کې داسې مافيايي کړۍ جوړه کړې وه چې هم به يې د سيمې خلک تر خپل فشار او زور لاندې راوستلي و او هم به يې رسنيو ته خپل داسې اصول ټاکلي و چې کوم خبريال به ترې سرغړونه وکړه، یا به ژول کېدو او يا به بندي کېدو چې موږ او تاسې د ډېرو بېلګو شاهدان يو.
هلمند ولايت يو له هغه ولايتونو دی چې دلته هم داسې خلکو ولايت وکړ چې په هلمندي ولس، د هلمند په شتمنيو او نورو عام المنفعه چارو يې داسې لوبې وکړې چې هيڅوک به يې له ظلمونو بې خبره نه وي.
د تېرو ديارلسو کلونو په موده کې په هلمند کې د ځينو پرمختيايي کارونو لکه د پوهنې، روغتيا او نورو برخو کې څه نا څه کارونه هم وشول خو ترڅنګ يې د هلمند ځمکې غصب سوې، د هلمند په زړه لښکرګاه کې د ښوونځيو، روغتونونو او نورو دولتي ملکيتونو باندې د ځينو ځايي دولتي ادارو او زورواکو له خوا لوی لوی مارکېټونه جوړ سول، بېچاره ولس وژړېده، له خپلو کورونو وشړل سول، حتی په مرموز ډول ځينې غريب خلک د زورواکو لخوا ووژل سول او بالاخره که په اوسنۍ وخت کې څوک هلمند ته راشي نو چور او چوپاو شروع دی.
دا ټول کارونه او ظلمونه يوازې هغه چارواکو نه دي کړي چې پخواني ولسمشر به هلمند ته رالېږل بلکې، د هلمند ځينو زورواکو او درباري خلکو به ورته دا زمينه برابروله او خپل هلمند او خپل کور به يې د څو پيسو په بدل خرڅاوه.
د وخت په تېرېدو سره د هلمند ځينې بااحساسه ځوانانو د سيمې ځينو زورواکو او ځايي دولتي ادارې دغه ظالمانه او غاصبانه کړنې ونه زغملې، دوی راپورته سول او د ((هلمند مدني ټولنې)) په نوم يې يو لوی چتر جوړ کړ.
دغه يو داسې چتر و چې يوازې دا نه چې د وخت د ځايي دولتي چارواکو ځينې مفسدانه کړنې يې رسوا کړې بلکې د هلمند ولس يې هم له ځايي ادارې سره اشنا کړ، د دولت سره يې د خلکو اړيکې پيدا کړې او هغه نفرت چې خلکو به له دولت څخه کاوه، د خلکو هغه کارونه چې مياشتې مياشتې به د يو مامور د يو لاسليک لخوا ځنډول کېدل دغه ټولنې اصلاح کړل.
د نوي حکومت په رامنځته کېدو سره د نور هېواد ترڅنګ د هلمند د خلکو هم هېلې وټوکېدې او په دې باوري سول چې نور به له فاسدو مشرانو او واليانو خلاص سي، خو د ملي حکومت په جوړېدو سره د ولسمشر او اجرايه رئيس ترمنځ اختلافات دې حد ته ورسېدل چې مياشتې مياشتې کابينه وځنډېده، ځينې وزيران چې ولسي جرګې ته معرفي سول بېرته رد سول او تر دې پورې چې ولايتونو کې ادلون بدلون تر اوسه په خپل ځای پاتې دی، هماغه د پخواني ولسمشر استازي په ولايتونو کې استازيتوب کوي. چې د پورتينو اختلافاتو او د بدلون ځنډ ډېرو فاسدو واليانو او د ولايت مرستيالانو ته دا زمينه برابره کړه چې د دولتي ادارو په هره برخه کې ظلم او فساد وکړي.
د هلمند مدني ټولنه په دغه بحراني حالاتو کې چپ پاتې نه سوه، د ځايي دولتي ادارې او زورواکو پر ضد يې اواز پورته کړ، اعلاميې خپرې کړې، کنفرانسونه يې ورکړل، د هر ډول بې عدالتيو پر وړاندې يې خپل سپېڅلی اواز پورته کړ او ټول هېواد يې د ځينو فاسدو چارواکو له ظلمونو خبر کړ.
په دې وروستيو کې هلمند مدني ټولنې يوه پلټنه پيل کړې ده چې په هلمند کې به د هغه دولتي چارواکو په اړه ترتيب سوی نوم لړ ولسمشر ته سپاري چې؛ په دې ولايت کې په فساد کې ښکېل دي.
هلمند مدني ټولنه او ددې ټولنې غړي ژمن دي چې؛ د ژوند تر وروستيو د ملي شتمنيو ساتنه کوي، د خيانت، بې عدالتۍ پر وړاندې به مبارزه کوي.
د هلمند مدني ټولنې سپېڅلې مبارزې په اړه ځايي دولتي ادارې غبرګون ښکاره کړ، دا ټولنه تر سختو فشارونو لاندې ده، تر دې پورې چې په دې وروستيو کې هلمند ولايتي ادارې د هلمند ملي تلويزيون ته خبر ورکړ چې نور دې د هلمند مدني ټولنې خبرونه نه خپروي.
اوس پوښتنه دا ده چې ملي تلويزيون چې د ولس تلويزيون دی، د ولس او دولت تر منځ اړيکه ټينګه کړي که د ظالمو او فاسدو چارواکو پر فساد او کړنو پرده واچوي؟
ملي تلويزيون ددې لپاره دی چې ملي شتمنۍ پر زورواکو او چارواکو وپلوري که ددې لپاره دی چې خپل کتلوري او تاريخي ميراثونه وساتي؟