کور / سياسي / د څلواغې ۲۶مه د هيواد د نجات ورځ) ملا اغاجان معتصم)

د څلواغې ۲۶مه د هيواد د نجات ورځ) ملا اغاجان معتصم)

له هیواد څخه د شوروی تیري کوونکو د وتلو د ۲۶ کلیزې په مناسبت
بسم الله الرحمن الرحیم
وَالَّذِينَ جَاهَدُوا فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا وَإِنَّ اللهَ لَمَعَ المُحْسِنِينَ(العنكبوت:69)
د افغانستان مجاهد او قهرمان ولسه !
السلام علیکم ورحمةالله و بركاته

د سلواغې د میاشتې د ۲۶ نیټې په رارسیدو سره تاسوته د هیواد د نجات او خپلواکې د ورځې مبارکي وایم.
خپلواکي ، استقلال او آزادي هغه ستر نعمت دی چې الله تعالی يي د خپلو بندګانو د د فداکاریو او قربانیو په برکت پرهغو لوروي.
زموږ دهیواد قهرمان ولس د دغه سترنعمت ترلاسه کولو لپاره دتاریخ په اوږدوکې ډیرې قربانۍ ورکړي او تل يي خپل هیواد د قربانیو په مټ د پردیو له اشغاله خوندي او ازاد ساتلی دی.
اتلو مجاهدینو او قهرمان ولسه !
غواړم د خپلواکي د دغې تاریخي ورځې په مناسبت د هیواد د وروستیو جریاناتو په اړه له تاسو سره څو ټکی شریک کړم:
قهرمان او سپيڅلی مسلمان ولسه !
۲۶ کاله وړاندې د سلواغې د میاشتې په ۲۶ د پخواني شوروي اتحاد سور پوځ دافغانانو د مقاومت له برکته له افغانستان څخه وتلو ته اړیستل شو.
دغه پرشاتګ یواځې له افغانستان څخه د سره پوځ پرشاتګ نه ، بلکې د منځنۍ اسیا له ټولو اشغال شویو هیوادونو څخه د شوروي ځواکونو د پرشاتللو او په مجموع کې د غربي اوشرقي بلاک ترمنځ له سیاسي ، پوځي او اقتصادي سیالې څخه د کرملین د چارواکو د وروسته پاتې کیدو او پرشاتللو په معنا وه .
دا پرشاتګ واقعا چې د شورویانو لپاره په ډیر لوی قیمت تمام شو.
هغه مهال چې شورویانو له امریکایانو سره د نړۍ په قیادت کې مماثل او هم شکله رول درلود ، د دغه پرشاتګ له امله يي هماغه رول له لاس ورکړ او د نړۍ قیادت په یو قطبي ډول د امریکایانو لاس ته ولویده.
دا هرڅه د افغانانو د یونیم ملیون ککریو د قربانیو په قیمت د امریکایانو په ګټه تمام شول ، خپله افغانان د شورویانو د یرغل او بیا له هغوی سره دمقاومت په جریان کې ډیر وځپل شول ، وطن يي کنډواله او د ترقي له مسیره په لسګونو کلونه وروسته پاتي شول.
په دې کې شک نشته چې د افغانانو جهاد له شوروی نیواک او تجاوز څخه د دې هیواد د آزادولو لامل شو ، خو پر دې خبره هم باید اعتراف وکړل شي چې افغانانو له همدې ازادي څخه هیڅ ګټه نکړه پورته .
دا سمه خبره ده چې د افغانانو د مقاومت له برکته د منځنۍ آسیا ټول اشغال شوي هیوادونه خپلواک شول ، د برلین دیوال د نړیدوله کبله ویشل شوی المان بیرته سره یو او ټولې نړۍ ته د سره کمون څخه نجات ورکړل شو ، خو خپله افغانانو له خپلوډيروزياتو قربانیو څخه هیڅ سياسي اومادي ګټه نکړه ترلاسه بلکې داجګړه يې په ډیرضرراو زيان تمامه شوه .
ځکه د شوروي ځواکونو له ماتې او دخپل هیواد له بشپړآزادۍ وروسته يي په خپل منځي جګړو کې ویجاړ هیواد نورهم کنډواله او بالآخره يي بیرته د نورو تیري کوونکو ځواکونو تر اشغال لاندې کړ.
سږ کال افغانان په داسې حال کې د شوروي ځواکونو د وتلو ۲۶ کلیزه لمانځي چې له هغې سره یوځای له افغانستان څخه د امریکايي او نورو ایتلافي ځواکونو د تلو لړۍ هم پیل شوې ده.
اوس بیا د امریکايي او ایتلافي ځواکونو له عقب نشیني سره افغانستان د تاریخ په یوې حساسې مرحلې کې قرارلري .
که چیري افغانان او د هغوی سیاستوال هغو خامیو او نیمګړتیاوو ته متوجه نشي کومې چې د شورویانو تر وتو وروسته په هیواد کې د خپل منځي جګړې لامل شوې نو هرومرو به بیا همدا افغانان په هماغه مصیبت اخته وي او بیا به د یوه افغان لاسونه د بل افغان ورورپه وینو سره او د خپلمنځي جګړو لړۍ به پیلیږي.
که په نړۍ کې د خپل منځي جګړو تاریخ ته وکتل شي نو هیڅ ځای يي هم ښکیلو اړخونو یو پربل بریالیتوب نه دی ترلاسه کړی ، بلکی له يادو جګړو څخه مستفید هغه خارجي جهت وي چې هغه جګړې د خپلو منافعو د ترلاسه کولو لپاره تحریک او تمویلوي.
دبیلګې په توګه د افریقا لويه وچه چې له کلونوراهیسې په خپل منځي جګړو اخته ده نن په نړۍ کې د بشري ناورین په مرکز بدله او هر مصیبت او ناورین د دې وچې د خلګو پر سروي .
فقر ، بیکاري ، پر بشري حقونو تیری ، د مخدره توکو تولید او د وګړیو په منځ کې د د ايډز ناروغي انتشار ټول د همدې لويې وچې د خپلمنځي جګړو محصول دي .
که افغانان اوس بیاهم له تیرو ترخو تجربو څخه عبرت وا نخلی اوپر تيروناروا کړونو اواشتباهاتو وخپل رب (ج) ته په حقه توبه ونه کاږي اودامهال له هیواد څخه یې د بهرنیو ځواکونو تر وتو وروسته بیرته د وسلو خولې یو د بل پر لوري را اړوي دا به له شکه پرته زموږ دهيواد او ولس لپاره داسې لویه غمیزه وي چې بیا به يي په هیڅ شي تلافي او جبيره نشي کیدلای .
افغان سیاست والو ته په کار دی چې له تیرو ترخو تجربو څخه په درس اخیستو سره دخپلو غوښتنو او موخو لپاره له جګړې پرته داسې لارې چارې او پلانونه غوره کړي چې هم د ولس د هوسايي لامل وي او هم د دوی د بریالیتوب سبب وي .
ځکه کوم بریالیتوب او منصب چې د خپلو هیواد والو د وینو تویولو په قیمت تر لاسه کیږي هغه په حقیقت کې بریالیتوب نه بلکي يوغټ نقصان او ستر مصیبت دی.
د پر مخ تللې نړۍ سیاست وال د خپلو ولسونو هوسايي او ترقي د خپلو سیاسي فعالیتونو او مبارزو لپاره اساسي هدف ټاکي ، کاشکي افغان سیاست وال هم د هغوی پر پله باندې په پل ایښودلو سره په عملي ډګرکې د افغان ولس سوکالې، آرامي او خونديتوب د خپل سیاسي فعالیت او مبارزي نصب العین او مدنظروګرځوي .
افغانان ټول مسلمانان دي او داسلام په مقدس دین کې تر ټولو زیات ټینګار د خلق الله پر خدمت (دولس پرخدمت) شوی دی.
د ښې سیاست والي امتیازهم دادی چې په ښه توګه د وطن او ولس خدمت وکړای شي، که په هیواد کې جګړې او شخړې وي نو نه يې واکمنان له واکمني څخه خوند اخیستلای شي او نه یې ولس آرام او سوکاله ژوند کولای شي .
لهذا د افغان قضیې ښکیل اړخونه باید د شوري ځواکونو له وتلو څخه په درس اخیستو سره نن داسې تګلاره غوره کړي چې د هغې په وسیله هم خپل ځان او هم خپل هیواد او ولس له هغو ستونزو څخه وساتي چې اوس مهال د امریکايي او نورو ایتلافي ځواکونو له وتو وروسته ورسره مخ کیږي .
که خدای مکړه د بهرنیو ځواکونو تر وتو وروسته بیا هیواد د داخلي جګړو پر لور مخه کوي د دې مسؤلیت به ټول د افغان قضیې د دخیلو او مسؤلو لوریو پرغاړه او د محشر په میدان کې به يي رب العالمین د خپل ولس د هرڅاڅکي وینې توییدو پوښتنه هم له دوي څخه کوي او هم به يې په دنیا کې عندالموقع (پرمناسب مهال) ولس حتماً محاکمه کوي .
له همدي امله د افغانستان د قضیې له ټولو دخیلو اړخونو څخه زموږ هیله او آرزو داده چې د خپل خدای ، خپلې عقیدې او خپل مظلوم ولس په وړاندې د مسؤلیت په احساس سره د افغاني غمیزې د حل په اړه د بین الافغاني تفاهم له لارې پر داسې یو میکانزم توافق نظر وکړئ چې ټولو اړخونوته د منلو وړ او هیواد ته نور له دې بحران څخه د وتلو لاره هواره کړي .
په افغانستان کې د جګړي لوی عامل د بهرنیو قواوو شتون دی چې هغوی اوس عملا له افغانستان څخه په وتلو پیل کړی، که سر له اوسه دهغوی له وتوسره سم بیا د افغانانو ترمنځ د کورنۍ جګړې لړۍ پیلیږي نو حالاتو ته په کتو سره ډیرامکان لري چې امریکایان له دې پلمې څخه په استفادې سره بیرته په افغانستان کې د خپلو ځواکونو په پاتي کیدو له سره غور وکړي ، چې دا به بیا ډیرې ناوړه پایلې ولري او مسؤلیت به يي ټول دهمدي افغان سیاستوالواومسؤلولوريو پر غاړه وي.
بل داچې ښه او معقوله به داوي چې داځل افغانستان په نړيواله سطحه دسولې او ثبات په تأمينولو کې دتوجه اوهمکارۍ وړ وګرځې ،ملګري ملتونه، نړیوال قوتونه، همسایه او سمييزهيوادونه ټول خپله همدردي او همکاري دافغانانو سره مل کړي ، ځکه چې دنړۍ حالاتو ته په کتو سره داځل په افغانستان کې دتير ځل جنګ په نسبت داور لمبې ډيري غټې ښکاري نو که خدای مکړه دا اور پر اوسنې مهال مړ نشي نو ټول عالم په تیره بیا ګاونډیان اوسمييز هيوادونه به يې هم حتماً لوی ضررونه او نقصانونه وويني .
لهذا داچې دغه معضله او قضیه نړيواله او عالمي ده نو ټول لورې بايد دافغانستان اوسنی بحران خپل مشکیل وګڼي په حل کولو کې يې بشپړه همکاري وکړي او دافغانانوملاتړ اومرسته په داسي ډول وکړي چې افغانان دخپل هیواد بحران ته د بين الافغانې ډیالوګ او خپل منځي تفاهم له لاري د پاي ټکی کښېږدي او هيواديې دتل له پاره د کورني جګړې له خطره وژغورل شي چې په داسي ډول سره به هم خپله افغانان اوهم نړيوال دافغانستان څخه دتاوانونو پر ځای ګټې او ښيګڼې وویني .
والسلام
ورورمو ملا اغاجان معتصم
دطالبانوداسلامي تحريک دسياسي شورای پخوانى مشر
تاريخ : – ۲۶- سلواغه-۱۳۹۳
موافق : -۲۰۱۵-۰۲-۱۶