کور / هراړخیز / د لوى امپراتور اعليحضرت احمدشاه بابا د کور لنډه پیژندنه

د لوى امپراتور اعليحضرت احمدشاه بابا د کور لنډه پیژندنه

د لوي امپراتور احمدشاه بابا کور د کندهار ښار د لمړي سمت اړوند د سدوزو په کوڅه کي موقیعت لري ، چی اوس هم په همهغه پخواني بڼه پر ځاي پاته دي ، نوموړي کور په (۱۱۷۲ ) کال کی د لوي احمدشاه بابا په هدایت د فني او تخصوصي کارګرانو ( معمارانو) لخوا په بخارا یی بڼه یا سبک باندي جوړ سوي دي .
یاده ودانۍ د اطلاعات فرهنګ وزارت د تاریخی ابداتو ریاست په رسمي توګه په ۴ – ۰۱ – ۲۷ شمیره ثبت کړي ده .
نوموړي کور ۷۶ ، ۱۴۳۸ متر مربع مساحت لري ، چي په پخه چهارکنجه خښته ، ګچو ، نولوخ ، ایری او سره خاوره ، چي (سارو) ورته ویل کیده جوړ سوي دې ، درې منزله دي اته (۸) اطاقه لري ، چي لاندي یی یوه زیرخانه ده ، او د زیرخاني څخه لوړ یو دالان دي ، چي په دالان کي د شاه د ناستي ځاي هم معلوم وو ، چي د شاه نشین په نامه سره اوس هم یادیږي ،
د دالان چپه او راسته یعنی شرق او غرب طرف ته یو ډول دهلیزونه او اطاقونه لري ، او همدارنګه په دوهم منزل کي چپه او راسته دواړو خواو ته ګوشکنان لري ، چي د هر ګوشکن موظف به د شاه و امر ته غوږ نیولي وو ، چي شاه څه امر کوي ،
په یاد کور کي په ښکلی هنر سره زیرخانی هم جوړ سوي دي ، چی زیرخانو ته یی دوه داسي بادوانونه ورکړي دي ، چی تر دوهم منزل پوری هوا رسوي ، په زیرخانه کي د ننه یو حوض هم سته ، چي د شاه ویالي څخه به اوبه ورته راتللي او حوض ته به تویدلې ، چي د دغو اوبو په واسطه سره به هوا په دوبي کي سړه کیدل ،
د یادي وداني میناتوري د هکۍ په سپنو او چونړل سو ګچو او یو ډول سریښناکه ماده سره جوړي سوي دي ، چی اوس یو ډول ځلا هم لري ،
د یادي ودانۍ پر بام باندي د سراي وطرف ته یوه اوږده کټاره وه ، چي په یو خاص ډول سره جوړه سوي وه ، او په دي کټاره کي یو قسم کُنجیانې په ډیر ښه هنر سره ایښول سوي وې ، چی شنه او زرغونه رنګونه یی درلودل .