کور / سپورټي / دکرکټ نړیوال جام سیالۍ پیل سوي

دکرکټ نړیوال جام سیالۍ پیل سوي

د يو ورځني کرکټ نړيوال جام سيالۍ د ١٤ هېوادونو د ملي لوبډلو په ګډون نن په اسـټراليا او نيوزيلينډ کې پيل سوې.
د کرکټ د نړيوالې شورا د مطبوعاتي دفتر له خوا نن ویل سوي چې په دغو سياليو کې د ١٤ هېوادونو لوبـډلې برخه اخلي، چې په دوو ګروپونو وېشل sوې دي.
سرچينې زياته کړې، په الف ګروپ کې افغانستان، اسټراليا، انګلستان، سريلانکا، نيوزيلينډ، بنګله دېش او سکاټلينډ او په ب ګروپ کې پاکستان، هندوستان، ويسټ انډيز، سوېلي افريقا، زمبابوى، ايرلينډ او د متحده عربي اماراتو لوبډلې شاملې دي.
دغه سيالۍ نن په اسټراليا او نيوزيلينډ کې پيل سوې، په نيوزيلينډ کې کوربه هېواد له سريلانکا سره او اسټراليا له انګلستان سره لوبه کوي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د نړيوال جام پر مهال به ټول ٤٩ سيالۍ د اسټراليا او نيوزيلينډ په ١٤ بېلابېلو ميدانونو کې ترسره کېږي.
د دغو سياليو پاىلوبه د مارچ په ٢٩مه، (د وري ٩مه ١٣٩٤) د اسټراليا د ميلبورن ښار په نړيوال لوبغالي کې ترسره شي.
که څه هم نړيوال جام د فبرورۍ په ١٤مه پيلېږي، خو افغانستان خپله لومړۍ لوبه د فبرورۍ په ١٨مه د اسټراليا په کينبرا ښار کې له بنګله دېش سره ترسره کوي.