کور / هراړخیز / توپکان وغورځوئ د کارکولو سامان راواخلئ

توپکان وغورځوئ د کارکولو سامان راواخلئ

برایي شپه مو دوه مېلمانه درلودل،دوی زما د محترم پلار انځولي وو او په ځوانۍ کښي درو واړو ډېري خوږې ورځي او شپې تیری کړي وې.له ډېره وخته وروسته چي دوی سره یو ځای سول، نو ټولو د خوشالۍ احساس کاوو،ه ډوډۍ خوړلو وروسته زما محترم پلار د یوه مېلمانه څخه پوښتنه وکړه چي ‍”پلانکیه! څه حال څه احوال دي دی؟” هغه جواب ورکړی چي د حال او احوال پوښتنه مه را څخه کوه. ډېر پرېشانه یم یوازي زه نه، د ټول کور انسانانو د ډيري مودې راهیسي د خوښۍ ګوله نه ده ماته کړې.
په کور مو پېریان روږد سوي دي،یوه نږور مو هم دا اوس را ود کړې ده بس دا ده او پېریان دي، نه یې پر ډوډۍ پرېږدي او نه یې د کور و نور کار ته،څو واره مې آغا صاحب ته ور وستلې ده. هغه څاښتونه اوپلیتې ورکړي دي خوارکي په څو څو واره دمونه او وظیفې ورته کړي دي ما هم درې دروږونه ورکړي دي خو له بده مرغه هیڅ فایده یې نه ده ورسره کړې که رښتیا سره ووایو د ټول کور انسانان مي ډېر پرېشانه او چورتي دي. ده لا خپله خبره نه وه پای ته رسولې، چي هغه بل مېلمه پر ږغ کړه دا خو اسانه کار دی. ټکان «ډزي» ورته وکړۍ!
زه چي په یوه کونج کي غلۍ ناست، د دوی و منجلس ته مي غوږ نیولۍ وو. غوږونه مو شک ونیول او فکر یووړم، چي دا بیا څنګه ټکان… خو خیر! پېریانو ځپلي مېلمه پوښتنه ځیني وکړه چي څنګه ټکان ورته وکړو؟ته خو یې چل راوښیه… سړي په خپله کیسه پیل وکړئ: زموږ په کلي کي یو سړی وو حاجي مږوی اکا نومېدۍ یو کال له مخه په حق ورسېدی الله دي ښه ورسره وکړي د مږوي اکا ږیره په یو څه کم ټوله سپینه وه چي دده کور والا وفات سوه. دی را ولاړسو، یوه پېغله نجلۍ یې وغوښتله کم وخت چي یې دغه نجلۍ را واده کړه. پر هغې خوارکۍهم پېریان ښکاره سول هر وخت به په کلې کښي ژړاوي او نارې وې چي پوښتنه به دي وکړه هغه به د مږوي اکا نوې کور والا وه چي پېریانو به نیولې وه. یو څه موده وروسته کم وخت چي به دا خوارکۍ پېریانو خراپه کړه مږوي اکا به توپک راواخستئ او د خپلي کور والا و سر ته به یې ټکان وکړل خدای خبر! چي دغه مشوره به و ده ته چا ورکړې وه. بس! یو څو ورځي چي ده ټکان وکړل بیا خیرخیریت سو. یوازي د مږوي اکا ښځه نه، ټول کلی د پېریانو د شره خلاص سو. ته هم چي کم وخت دي ښځه پېریان ونیسي، و سر ته یې ټکان وکړه.
ما چي دغه خبري واورېدې. نو ډېر خوابدی سوم او فکر مي وکړی چي تر څو به دا بد بخته ټکان د پښتنو د کور ښایست وي. که مو په کور کي واده وي هم موږ ټکان کوو،که مو په کور کي کوشنی پیدا سي هم ټکان کوو. که د اختر میاشت و وینو هم موږ ټکان کوو هغه د پېښوریانو خبره، «اوس یې خوند وکړی» که مو په کور کي پېریان پيداسو د دې پرځای، چي تداوي یې وکړو، ټکان به ورته کوو.
زموږ ډېر کم کورونه به داسي وي چي په هغه کي به توپک یا توپنچه نه وي. زموږ ډېر کم ځوانان به داسي وي، چي هغو به په توپک یا توپنچه ټکان نه وي کړي بلکه دا د ځان لپاره بې غیرتي بولو، چي مو ټکان نه وي کړي او یا په کور کي دغه بدبخته شیان نه لرو. بس! رښتیا هم دا د اندېښنې وړ خبره ده زموږ ملګري به تر څو د دا بدبخته ټکانو سره وي.
راسئ! چي د توپک پرځای د کور ښایست قلم او کتاب وګرزوو، و خپل کشني ورور یا زوی ته په لاس که د توپک د نیولو پر ځای د قلم د نیولو چم ور زده کړو. د قلم او کتاب سره ملګري د پوهي او رڼا سره ملګري ده. د توپک سره ملګري د تیارو او تباهۍ سره ملګري ده د خپل کور، خپلي خاوري ساتنه په توپک نه، په قلم وکړو.
کم وخت چي چاپانیان د جګړې څخه را ووتو نو په دوی کي یوه خبره عامه سوه. چي «توپکان وغورزوئ، د کار کولو سامان راواخلئ».
که چیري موږ غواړو،چي هيواد مو د نورو د سیالیو ډګر نه سي، خاوره مو د پردیو د لوبو لپاره میدان جوړ نه سي راتلونکۍ نسل مو، زموږ په ځیر د بدبختیو او ناخوالو ښکار نه سي یو روښانه راتلونکۍ ولري. بس! د حل لاره هم دا یوه ده، «د توپک پر ځای د قلم او کتاب ملګري» کول .