کور / هراړخیز / ولسمشر اشرف غني ته د ریس خدایداد د مور پرانستی لیک!

ولسمشر اشرف غني ته د ریس خدایداد د مور پرانستی لیک!

بخښنه غواړم چې لیک مې اوږد دی خو دا ځکه چې موضوع درته روښانه شي، نو لطفا حوصله وکړئ

محترم جمهور ریس صاحب: زه زرمینه نومېږم او د(قاتل؟) (ریس) خدایداد مور یم.
د مهربانۍ له مخې مې دا لیک ولولئ.
تر کومه چې زه خبره یم تاسو د افغانستان خبرونه شپه او ورځ اورئ او حمتي به مو زما د زوی د اعدام اعلان هم اورېدلی وي.
ګرانه ولسمشره: هغه ورځ مې چې تاسو ته رایه درکوله نو د هرڅه واک او اختیار مې هم درته سپارلی دی.
زما د زړه د ټوټې ، خدایداد د مرګ امر هم ستا په لاس کې دی او زه هېڅ پکې نه وایم، اوس زه تاسو ته دا لیک د دې لپاره نه لیکم چې بې له هر ډول شرایطو پرته زما زوی وبښئ.

زما غوښتنه داده چې زما عرض واورئ او وروسته مې د زوی د اعدام حکم لاسلیک کړئ.
ډېرې خبرې مې نه دي زده ځکه مکتب مې هم نه دی لوستی. د دې لیک په لیکلو کې مې ورور مرسته را سره کوي خو هر څه زما له خولې لیکي، ځکه زه غواړم چې تاسو ټول مالومات له لومړي لاسه(زما له خولې) تر لاسه کړئ.
اول خو به قسم درته وخورم چې خبرې مې رښتیا دي او نه غواړم په درواغو مو وخت ضایع کړم ځکه په دې هم خبره یم چې تاسو ډېر سرګردان یاست او لوستلو ته وخت نه لرئ هغه هم زما غوندې د یوې بې سواده ښځې لیک لوستلو ته! خو مهرباني وکړئ او حوصله راسره وکړئ ، ځکه زما د زوی د ژوند او مرګ مسله ده! تاسو خپله هم زوی لرئ او پوهېږئ چې د زړه ټوټه دې ده.
که زما زوی څوک وژلي وي بیا یې هم مه بښئ خو اصلي خبره داسې ده….

زما زوی خدایداد چې بل نوم یې سیدالله دی شاوخوا څلوېښت کلن دی. هغه مې په ډېرو خواریو ستر کړی دی. که سپينه درته ووایم په وږې ګېډه مې هم ویده کړی خو په ډېره خوارۍ. مکتب یې هم په نیمایي کې پرېښود. په خوست کې نیستي وه، ټني خو للمه ده، جواری( سوکړک) هم نه را رسېده. وروسته کابل ته راغلو. جنګونه شروع شول، مجاهدین واک ته ورسېدل، په وطن خواري راغله او بیا خدای طالبان را نازل کړل! نه کارو نه مزدوري وه، د مکتبونو خوند نه و او بیا له هغو سره زما د زوی شوق نه و. په خیر خانه کې به له نورو لنډغرو سره ګرځېده. ډېر ملګري یې پنجشیریان وو. له پنجشیریانو سره کوم مشکل نه لرم خو دا ځکه اوس یادوم چې وروسته دې په کیسه سر خلاص شي…
د کوڅې هلکانو به له بیکارۍ کله چارمغز(مټک) ګټل او کله به یې مردکۍ ګټلې. وروسته به یې یو نیم بایسکل هم غلا کړ. طالبانو به وډبول او زه به پرې خوښه هم وم چې زما پر ځای یې دوی(طالبان) را ته اصلاح کوي!!
خو د طالبانو ډبولو هم ګټه ونه کړه او هلکانو به نه زما، نه د خپل پلار او نه د طالبانو خبره منله.
غلاوې پسې زیاتېدلې او غټېدلې….خو دا غلاوې د شېرپور د ماڼیو او یا د نوي ښار او وزیراکبرخان د بنګلو د خاوندانو (غلو) په څېر نه وې.
زوی مې د هېچا خبره نه منله. بس دی و او پنجشیریان چې هغه د ده ملګري نن ستا په کابینه کې دي، نومونه یې ځکه نه اخلم چې غیبت نه شي او په دې خط کې خو ثبوت هم نه شم درته ښوولی خو که غواړې زه ثبوتونه لرم. نتیجه یې دا شوه چې زما زوی د مافیا مشر وبلل شو او (ملګري یې) اوس هم د حکومتي مافیا کړۍ دي او نه یوازې ماته سرګرداني جوړوي بلکه ستا د اصلاحاتو مخه هم نیسي..!!.( بیاهم ځینې کسان یادوم).

خیر څه سر دې خوږوم، زما زوی اوس غل وخوت او د کرزي صاحب او اوس ستا د حکومت ځینې غټ مامورین نه دي غله ، هغوی اوس خپل ملګری (خدایداد) چې ستاسو د طلوع تلویزیون اوس ریس خدایداد هم ورته وایي بندیانوي او د ملي امنیت ځینې کړۍ خپل سرې محاکمې پرې دایروي چې نه د تورن مدافع وکیل او نه د څارنوال ثبوتي شواهد!!!

کیسه به ډېره نه اوږدوم خو نه پوهېږم چې ستاسو په باچاهۍ کې ولې پوښتنه نشته؟؟ زه پوهېږم چې تاسو نوي قدرت ته رسېدلي یاست، خبرې مو ډېرې ښې را باندې لګي. پوهېږم که څوک وخت درکړي او د(ریس خدایداد ملګري) مو کار ته پرېږدي، وطن به هم له خیره را جوړ کړئ.
اه، رښتیا، ولې مې وویل چې پوښتنه( باسخاس) نشته؟ هغه ځکه چې زما زوی د ده ملګرو( پنجشیریانو) بندي کړی او بې له دې چې جرم یې ثابت کړي، په څو شیبو کې يې د( افغانستان په تاریخ کې تر ټولو ستر جنایت کار)، (سړی تښتونکی) او سړی خور اعلان کړ. کله چې ما تلویزیون ته کتل او دا اعلان مې کوت ، په سترګو مې تیاره شوه او باور مې نه راته، ضعف مې وکړ. اوس یو نیم هوښیار سړی راته وایي، دا څنګه کیدلی شي چې له محاکمې پرته دې څوک په چا پسې دومره ښکرور درواغ ووایي؟؟ دا خو د افغانستان د اساسي قانون او جزا قانون خلاف کار دی. د (ریس خدایداد) ملګري خپل ګناهونه پر ده ورتپي او د قربانۍ وزګوړی یې تر جوړ کړ.

ډېرې منډې مې ووهلې، ډېر ورونه مې وټکول چې خدای ته ګورۍ زما زوی یې ناحقه بندي کړی دی، خو پردي خو څه کوې چې خپل مې هم زما سره له مرستې ډارېږي او چې د ریس خدایداد نوم ور واخلم، خبرې هم نه را سره کوي.
خلک ګرم هم نه دي ځکه ملي امنیت ځینې کړئ له هغه تکتیکه کار اخلي چې د پغمان ډلې او یا حبیب استالفي په اړه یې تر سره کړل. خو توپیر دادی چې هغوی غله وو او په پغمان کې یې پر ښځو تیری کړی و، زما زوی خو داسې څه نه دي کړي او دا تورونه یې بې ثبوته او بې شواهدو پورې تړلي دي. نه یې د چا مال لوټ کړی نه یې څوک وژلي دي. که داسې څو ک وي رادې شي ثبوت دې رامخې ته کړي او زوی مې دې په پرانتسې او عادلانه محکمه کې اعدام شي. هېڅ نه پکې وایم.

څو میاشتې مې زوی په داسې بندیخانه کې تېرې کړې چې مچ هم نه ورپرېږدي چې ماته یې حال راوړي.
اوس یوه هفته کېږي چې د اعدام!!؟؟ حکم یې صادر کړ او اعلان یې هم د طلوع هغه تلویزیون خپور کړ چې یو وخت یې د( ریس خدایدا) د ځینو ملګرو له خوا د ارګ د نیولو ګواښونه کول!!… هغه تلویزیون چې ویاند یې په مرکه کې له یو چا پوښتلي و تاسو متعصب یې چې پښتو وایي!!!
همدې تلویزیون زما د زوی یو جعلي رپوټ هم خپور کړی و چې همغه رپوټ يې خلک را وپارول ،زما زوی یې قاتل او له ځانونو یې پرښتې جوړې کړې.
تاسو په هغه ګزارش کې کوم قاضي، کوم شاهد او یا زما د زوی خبرې وکتلې(واورېدې)؟ زما زوی ته یې د مدافع وکیل د نیولو اجازه نه ده ورکړې، محکمه يې د امنیت په یوه څانګه کې دایره کړې او څارنوال، قاضي او شاهدان دوی په خپله وو، له هغه یې په زور اقرار اخیستی او ګوتې یې په سپین کاغذ په زور پرې لګولې دي. هغه ته یې داقرار دنه کولو په صورت کې پر وریندارې او ښځې د تجاوز ګواښ کړی دی !!! دا په کوم قانون کې شته؟؟

اوس زما وېره دا ده چې سبا به د امنیت ځینې کار کوونکي( د خدایداد ملګري)، زما مطلب همغه پنجشیري هلکان دي چې له خدایداد سره ملګري وو، زما زوی ووژني او همدا طلوع به اعلان وکړي چې ریس خدایداد په زندان کې ځان وژلی دی!!!
د دوی له اعلانونو وروسته خو اوس ټول افغانان د خدایداد وینې ته تږي دي او که ما هم د چا په اړه داسې اعلانونه اورېدلي وای او دومره ښکرور درواغ یې پورې تړلي وای، د اعدام سزا غوښتله…خو باوري یم چې زما زوی ته به څوک هم په پټو سترګو د مر ګ سزا ونه غواړي. هغه بیګناه دی، دا زما خبره نه ده دا دهغه د مدافع وکیل خبره ده چې اوس یې د نیولو د اجازه ورکړې ده. له ماسره یې کاپي هم شته که غواړۍ دلته یې در لیږلی شم.

ګرانه ولسشمره! له دې اوږه لیکه مې مطلب دا دی چې تر هغو چې ناوخته نه دی، لطفا زما د زوی او د هغه د دغسې محکمو؟؟ پوښتنه وکړه!
که زما زوی پرانستې او عادلانه محکمې ګرم کړ، ما یې وینه دربښلې ده او کنه نو عدالت مې تاته سپارلی دی، لکه چې د خپل زړګي(ریس خدایداد) وینه مې د همدې لیک په پيل کې دروبښله.
هیله درڅخه کوم چې زوی مې بیځایه مرګ ته مه پرېږده. سبا به زه ورپسې ژاړم او ته به هم د بیګناه سړي د اعدام په امر پښيمان وې، خو بیا به اوبه له ورخه تېرې وي…

زه بیا هم درته وایم چې زوی مې هغه څه نه دي کړي چې ستا د امنیت اداره پسې وایي. نه دومره لوی غل دی او نه قاتل. تاسو مهرباني وکړئ او په خپله زما کورته راشئ. زما دوه نور زامن او زوم یې په څه ګناه بندیان کړي دي؟؟ د هغوی ګناه دا ده چې د خدایداد وروڼه او اوښی دي؟ زما ټوله کورنۍ له ډاره بهر نشي وتلی، ماشومان مې ښوونځیو ته نشي تللی او زه هم ازاده نشم ګرځېدلی. دا هغه ازاد افغانستان دی چې د جوړولو واک یې ما د خپلې رایې له لارې تاسو ته درکړی او که د نازیانو د وخت جرمني؟ ولې مې څوک غږ نه اوري؟ ولې مې څوک پوښتنه نه کوي؟ اوس مې تاته د سوال ځولۍ غوړولې ده…. نور ې هېلې یې له خاورو سره راته خاورې کړې دی.

تاته د نوي، ملي یووالي د حکومت مبارکي وایم او ستا له صدراعضم (عبدالله عبدالله ) نه بښنه غواړم چې پنجشیریان مې یاد کړي خو دا حقیقت دی او له څو تنو پرته چې اوس هم په ملي امنیت او نورو څوکیو کې شته، نور ټول پنجشیریان زما سر سترګې دي او د همدې وطن زړور او وفادار بچیان دي.

خو اوس ماته داسې بريښي چې که خدایداد پنجشیری وای، داسې حال به نه پرې راته او د بندي خانې پر ځای به یې حکومتي څوکۍ ورکړې وه. د ده ګناه دا ده چې د خوست تڼی دی او تاسو ته یې رایه درکړې وه، د هغه سړي خپلوان چې د رایه ورکونې په سهار یې د خپلې لور له مرګه هم چاته ونه ویل چې خلک له رایه ورکولو بې برخې نه شي( وروسته یې خلک جنازي ته خبر کړل) !!!

څو شپې مخکې د لویې پکتیا (خوست، پکتیا او پکتیکا) مشران د حکومت اجراییه ریس ته ورغلل اود مرستې او عدالت پلي کولو غوښتنه یې وکړه . هغه (عبدالله عبدالله د مرستې ژمنه وکړه، خو تاسو ته درتګ اسان نه دی نو ځکه دا لیک درته لیکم او د مطبوعاتو نه مې هیله ده چې تاسو ته مې غږ در ورسوي. نور نو تاسو پوهېږۍ او قضاوت مو!!

اوس یې د استیناف محکمې نه څوشپې مخکې زما زوی خدایداد ته د مدافع وکیل د لرلو اجازه ورکړې ده. مدافع وکیل د څارنوال ټوله قضیه د شواهدو د نشتوالي له امله رد کړې ده او هغه یې په خدایداد پورې تړلي درواغ بللي دي. خو د استیناف محکمه ښایی له مدافع وکیل پرته خپله پرېکړه وکړي.
که زما زوی ته یې د مدافع وکیل د حضور او د مدافعې د نشتوالي اجازه ورنه کړه نو دا محکمه هم نه قانونه ده او نه یې منم.
نو هیله مې داده چې تاسو خپله په دې موضوع غور او پرېکړه وکړئ. هیله ده چې زما په زوی پورې تړلي ښکرور درواغ مو بې حوصلې نه کړي او د دې لیک له لوستلو مو پښېمان نه کړي.

که مې ستاسو سر په درد کړی وي ومې بښئ او د یوې تور سرې مور په حیث د بري دعا درته کوم او اوږد عمر درته غواړم.

زرمینه