کور / تازه خبرونه / په سند کې چاودنه شوې

په سند کې چاودنه شوې

کراچۍ: دبي بي سي دخبرله مخې د پاکستان سوېلي سند ایالت شکارپور ولسوالۍ د شیعه ګانو په یوه جومات چاودنې له امله ۳‍۱ کسان وژل شوي دي له ٥٠ ډير ټپيان دي چاودنه د شکارپور امام بارګاه سیمې د شیعه ګانو په یوه جومات کې د جمعې تر لمانځه وروسته شوې ده.د رپوټونو له مخې،.کورنیو رسنیو ویلي،‌ شاید دا ځانمرګی برید وي، خو امنیتي چارواکو د برید په اړه ډېر جزییات نه دي ورکړي. چاودنه د ښار د ګڼې ګوڼې د یوې ډکې سیمې په جومات کې شوې ده د امام بارګاه مولا علي په نامه دغه جومات په دوو پوړو کې جوړ شوی، چې د جمعې د لمانځه پرمهال ګڼ خلک موجود وو.‌