کور / تازه خبرونه / کابل: ۱۲ زره فارغینو دکانکور ازموینه ورکړل

کابل: ۱۲ زره فارغینو دکانکور ازموینه ورکړل

په کابل کې له له دولس زرو ځوانانو څخه نن د کانکور ازموینه واخیستل سوه.
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست عثمان بابري خبریالانو ته وویل چې په دې ځوانانو کې اته زره هلکان او څلور زره یي نجونې دي.
ښاغلي بابري څرګنده کړه چې په راتلونکي کې به په کابل کې له زرګونو نورو ځوانانو څخه هم د کانکور ازموینه واخیستل سي.
ده وویل، چې سږکال به شاوخوا پنځه پنځوس زره ځوانان د لوړو زده کړو موسسو ته او اوه دیرش زره نوربه د نیمه زده کړو موسسوته جذب شي.
په مرکز کابل کښي په داسي حال کښي ۱۲ زره تنه دکانکور ازموینه ورکوي چی دکندهار په ولایت کښي دکانکور په ازموینه کښي یوازي ۲۱۳۱ کسانو کډون کړي وو.