کور / تازه خبرونه / لغمان: چاودني ۳۵ کسانو ته مرګ ژوبله واړول

لغمان: چاودني ۳۵ کسانو ته مرګ ژوبله واړول

دلغمان ولایت چارواکي وايي چې د په دي ولایت کښي په ځانمرګي بريد کې د امنيه قوماندانۍ د جنايي مدير په ګډون پنځه کسان وژل سوي او تر ٣٠ تنو نور ټپيان دي.
دا پېښه نن شاوخوا درې بجې د مرکز مهترلام ښار اړوند د پهلوان بابا په سيمه کې د جنازې په مراسمو کې سوې ده.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک وويل چې په دې پېښه کې د امنيه قوماندانۍ د جنايي مدير سموانوال خليل الرحمن نيازي په ګډون څلور کسان وژل سوي دي.
بلخوا د لغمان د عامې روغتيا روغتون مرستيال ډاکتر دايم وويل چې له دې پېښې ورته پنځه مړي او ٣٠ ټپيان ور وړل سوي دي.
عيني شاهدان وايي چې دغه بريد د سيمه ييزو پوليسو د يوه قوماندان د جنازې په مراسمو کې سوى دى.