کور / تازه خبرونه / زابل: ترافيکي پيښي ٥٤ تنو ته مرګ ژوبله واړول.

زابل: ترافيکي پيښي ٥٤ تنو ته مرګ ژوبله واړول.

په زابل کي ترافيکي پيښي ٥٤ تنو ته مرګ ژوبله اړولې
پېښه د کابل کندهار پر لويه لار د زابل ولايت د کاکړانو په سيمه کي د ٣٠٣ بس موټر او ټېلر موټر د ټکر په پايله کي رامنځ ته سوې چي پرمهال يې تر څلويښت زيات وژل سوي او شاوخوا لس نور زخميان سوي دي.
دغه ترافيکي پېښه نن څه کم دولس بجې د کابل – کندهار د لويي لاري په اوږدو کي د زابل ولايت د کاکړانو د چينې په سيمه کي د يوه ۳۰۳ بس موټر او ټېلر موټر د ټکر په پايله کي رامنځ ته سوې، چي.پرمهال يې شاوخوا لس تنه زخميان سوي او تر څلويښت زيات کسان پکښي وژل سوي دي.
د زابل ولايت د امنيت امر غلام جيلاني فراهي وايې وژل سوي او ټپيان ټول د ٣٠٣ ټونس پېما شرکت د موټر مسافرين دي چي له کابل څخه کندهار ته روان وو.
په ٣٠٣ بس موټر کي ټول ٥٨ تنه مسافرين وه، چي ځيني مسافر دلاري په اوږدو کي له موټر کښته سوي دي.
دزابل د ولايتي روغتون ريس ډاکټر زلمى رښتين بيا وايې چي له يادي پيښي څخه دوي ٢١ مړه او ٣٢ نور ټپيان ور وړل سوي چي د ټپيانو حالت سم ندى.
دوې ورځي وړاندي هم د زابل په ارهډ مانده سيمه کي ورته ترافيکي پېښه رامنځته سوې وه او پر مهال يې اته مسافرين ټپيان سوي وه.