کور / تازه خبرونه / کندهار: دشاولي کوټ ولسوالۍ امنيه قوماندان له ځانمرګي بريد روغ ووت

کندهار: دشاولي کوټ ولسوالۍ امنيه قوماندان له ځانمرګي بريد روغ ووت

د شاولي کوټ ولسوالۍ امنيه قوماندان له ځانمرګي بريده روغ ووت .
پېښه نن پنځ شنبه غرمه مهال دوولس نيمي بجې د دې ولسوالۍ د شاجوۍ د مانده په سيمه کي رامنځ ته سوه .
د شاولي کوټ ولسوالۍ امنيه قوماندان پاچا وايې ، چي ځانمرګی بريدګر په زرنج موټرسيکل کي ناست وو ، کله چي دوی سيمي ته ورسېدل بريدګر زرنج موټرسيکل ته چاودنه ورکړل ، د امنيه قوماندان په وينا چي په پېښه کي يوازي ځانمرګی بريدګر له منځه ولاړ او بل چا ته زيان نه دی رسېدلی .
د پيښي مسووليت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخستی او نه يې هم وسله والو طالبانو په اړه څه ويلي دي .