کور / تازه خبرونه / کندهار: د ملي پيوستون بوديجه دي پر اساسي پروژه مصرف سي

کندهار: د ملي پيوستون بوديجه دي پر اساسي پروژه مصرف سي

ميانشين ولسوالۍ د پرمختيايي شوراګانو مسوولينو د کندهار له مرستيال والي څخه وغوښتل چي د ملي پيوستون بوديجه دي پر اساسي پروژه مصرف سي.
نن پنځ شنبه ماپښين د ميانشين ولسوالۍ د پرمختيايي شوراګانو مسوولينو، د همدې ولسوالۍ ولسوال حاجي روزي خان او د ملي پيوستون ساحوي مسوول کريم پوپل د ولايت مقام د غونډو په تالار کي له مرستيال والي عبدالعلي شمسي سره وکتل.
د پرمختيايي شوراګانو مسوولينو وويل چي ملي پيوستون د ميانشين ولسوالۍ لپاره ځانګړې بوديجه لري تر څو په همدې ولسوالۍ کي يو لړ پرمختيايي پروژې پلي کړي. هغوی وايي په دې ولسوالۍ کي يو شمېر داسي سيمي سته چي د ناامنۍ له امله پکي پرمختيايي پروژې نه سي عملي کېدای، له دې امله بايد د ټولو شوراګانو بوديجه پر يوې اساسي پروژې ولګول سي.
دوی زياته کړه چي د دغي ولسوالۍ د ۴۳ شوراګانو بوديجه دي د ولسوالۍ پر عمومي سړک چي اوسمهال تګ راتګ ورباندي ډېر ستونزمن دی، مصرف کړل سي.
ولسوال حاجي روزي خان وويل چي که د ولسوالۍ عمومي لار جوړه سي، نو د ټولو خلکو ستونزي به ورسره حل سي. هغه زياته کړه د عمومي لاري له جوړېدو سره د ولسوالۍ امنيت تامينېدای سي او په اينده کي به د نورو پرمختيايي پروژو د پلي کېدو لپاره هم زمينه برابره سي.
د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي سمدستي له کليو پراختيا وزارت سره تماس ونيوی او وزارت د دې پروژې د عملي کېدو ژمنه ورکړه. ښاغلي شمسي له دوی سره د همکارۍ ژمنه وکړه او ويې ويل چي د ټولو شوراګانو مسوولين دي په ګډه د دې پروژې غوښتنه وکړي، تر څو د ټولو خلکو په خوښه ياده پروژه عملي سي.
نوموړي وويل د دې پروژې له عملي کېدو سره به د ولسوالۍ خلک ډېر هوسا او د تګ راتګ لار به يې پر مخ پرانیستل سي. ښاغلي شمسي ژمنه وکړه چي د دې پروژې په پلي کېدو کي به تر وسه له دوی سره همکاري وکړي.