کور / تازه خبرونه / د وسلو د يوې زېرمي د نيولو خبر ورکړل سو

د وسلو د يوې زېرمي د نيولو خبر ورکړل سو

د میدان وردګو ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو مهماتو یوه لویه ډیپو کشف او مهمات یې تر لاسه کړل .
دغه عملیات تېره شپه د ملي اردو ځواکونو له لورې د سیداباد ولسوالۍ په زرین خیلو او نوري سیمه کې ترسره شول،چې په ترڅ کې بېلابېل مهمات د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلل .
په دغه مهماتو کې ۲۰ بکسې د دهشکې مرمۍ،۱۵ فېره د غرني هاون مرمۍ،۱۶ فیره د ۸۲ ملي متري توب مرمۍ،۵۰ فیره د زیګویک مرمۍ،۱۰ حلقې ماینونه،۷ فيره د ارپي جي مرمۍ،چاودیدونکې توکې او ګڼ شمېر نور مهمات شامل وو.
د معلوماتو له مخې،یاده ډیپو د وسله والو د یوه قوماندان درویش،چې مشهور په ملنګ دی او د مخالفینو د اکمالاتو دنده یې پر غاړه درلوده،اړوند وه .
په ترسره شویو عملیاتو کې امنیتي ځواکونو او ولسي وګړو ته کوم زیان ندی اوښتی.
د یادونې وړ ده امنیتي ځواکونو د میدان وردګو ولایت په بېلابېلو سیمو کې له تېرو څو ورځو را پدېخوا د الفتح په نوم چاڼیز عملیات پیل کړي