کور / تازه خبرونه / د طبعي پېښو د رامنځته کېدو پر مهال پوره چمتوالی نیول شوی

د طبعي پېښو د رامنځته کېدو پر مهال پوره چمتوالی نیول شوی

د میدان وردګو ولایت د طبعي پېښو پر وړاندې د چمتوالې کمیټې غړي وایي په دغه ولایت کې د طبعي پېښو د رامنځته کیدو پر مهال په بېلابېلو برخو کې پوره چمتوالی لرو.
د میدان وردګو ولایت د مرستیال والي ښاغلي ذاکرحسین سلطاني په مشرۍ په جوړه شوې بېړنۍ غونډه کې د ټولګټو چارو ادارې رئیس محمد یونس نجفي زاده وویل سږ کال به په دغه ولایت کې ۴۱۵ کیلو متره سړکونه له وارو څخه پاک کړي .
نوموړی زیاته کړه، د دغه سړکونو د پاکونې په موخه یې درې شرکتونه او اته سیمه ییزو شوراګانو ترڅنګ یې د ټولګټو چارو ادارې دوه ډلې هم په دندو ګمارلي ترڅو د واورو اورښتونو پر مهال د کابل ـ غزني،کابل ـ
بامیان،ولسوالیو ته غځیدلې او نورې کلیوالي لارې له وارو څخه د پاکولو په ترڅ کې د ترافیکو پرمخ پرانستي وساتي.
نوموړی زیاته کړه،دوی د یادو لارو د پاکونې په موخه شاوخوا ۱۵ میلیونه افغانۍ ځانګړي کړي،چې د شرکتونو مسؤلینو او شوراګانو ته به یې د کار کولو وروسته ورکړي .
به همدې حال کې د کلیو پراختیا او بیارغاونې رئیس انجینر جان محمد حکمتجو وویل دوی هم د نږدې ۴ سوه زره افغانیو په لګښت ۴۵ کیلو متره سړک له وارو څخه پاکوي،چې په دې اړه یې د بېلابېلو ولسوالیو د کلیوالي شوراګانو سره قراردادونه هم کړي .
غونډې ته د عامې روغتیا ریاست مرستیال وویل،چې په مرکز او ولسوالیو کې د طبعي پېښې د رامنځته کیدو په موخه په خپله برخه کې پوره چمتوالی نیولی .
ده زیاته کړه، دوی اتلس امبولانسونه،نهه روغتیایی مرکزونو کې روغتیایې ډلې او لومړني درمل د طبعي او نورو پېښو لپاره چمتو کړي او د اړتیا پر مهال به په څو دقیقو کې په خپله برخه کې کړنې ترسره کړي .
د سرې میاشتې رئیس محمدسلیم وردګ وویل دوی هم د طبعې پېښو د رامنځته کیدو پر مهال د زیانمنو کورنیو لپاره سلګونه خیمې،کمپلې،د اشپزۍ او نور ګڼ توکې له ځان سره ساتلي دي او د اړتیا پر مهال به یې زیانمن شویو کورنیو ته ورسوي .
په جوړه شوې بېړنۍ غونډه کې د یو شمېر نورو دولتي او مرستندویه ادارو مسؤلینو هم په خپلو برخو کې له پوره چمتوالې خبر ورکړ.
د میدان وردګو مرستیال والي ښاغلي ذاکرحسین سلطاني له ټولو مسؤلینو مننه وکړه،چې د طبعې پېښو د رامنځته کیدو لپاره یې له وړاندې پوره چمتوالی نیولی.
ده همدا راز لارښوونه وکړه،چې د واورو د اورښت پر مهال دې سړکونو د پاکونې مؤظفین خپل کار په ټاکلې او بیړني ډول ترسره کړي،ترڅو ولسونه او مسافر له ستونزو سره مخامخ نشي .
د یادونې وړده،په ژمني موسم کې په میدان وردګو ولایت کې د زیاتو واورو او بارانونو د اورښتونو له امله ګڼ شمېر طبعي پېښې رامنځته کیږي .