کور / تازه خبرونه / د هلمندهټى وال د ښاروالۍ له لوړو کرايو شکايت کوي

د هلمندهټى وال د ښاروالۍ له لوړو کرايو شکايت کوي

ددې ښار يو شمېر هټيوال هلمند مدني ټولنې ته شکايت وکړ چې د ښاروالۍ له خوا د دوی د هټۍ مياشتنۍ کرايې نږدې دوه برابره لوړه شوې ده، خو دوی د دومره لوړې کرايې د ورکولو توان نه لري.
بل خوا د هلمند مدني ټولنې رئيس پر ولايتي اداره غږ وکړ چې د ښاروالۍ لخوا دې د يادو هټيوالو کرايې د ښاروالۍ له اصولي نرخنمامې سره برابرې شي.
دغه هټيوال چې شمېر يې له سلو اوښتی و نن د هلمند مدني ټولنې ته په شکايت ورغلي ول، دوی پر ښاروالۍ تور پورې کړ چې د يو قراردادي په لاس له دوی څخه دوه برابره لوړه کرايي اخلي، دغه هټيوال چې خپل کارو بار د لښکرګاه ښار په حمام مارکېټ کې کوي وايي: مخکې د ښاروالۍ لخوا د دوی د يوې هټۍ کرايې درې زره افغانۍ وه خو اوس د ښاروالۍ لخوا نوی قراردادي ترې ۶۰۰۰ افغانۍ غواړي.
دغه هټيوالو له هلمند مدني ټولنې وغوښتل چې له ولايتي ادارې او ښاروالۍ وغواړي څو د دوی سره د انصاف له مخې چلند وکړي او دغه لوړه کرايې دې ورته راټيټه کړي.
بل خوا د هلمند مدني ټولنې مشر سردار محمد همدرد د يادو خلکو د شکايت په غبرګون کې له دوی سره ټينګه ژمنه وکړه چې ياده ستونزه به يې تر جدي څار لاندې نيسي او ژر تر ژره به يې حلوي.
همدرد پر ولايتي ادارې هم غږ وکړ چې د شاوخوا سل هټيوالو ياده ستونزه دې حل کړي، نوموړي زياته کړه: دغه ټول غريب خلک دی، که يوه ورځ د دوی هټۍ تړلي وي نو لوی اقصادي زيان سره به مخ شي.
په دې ورستيو کې د نوي ملي وحدت د حکومت په جوړېدو، د ولسمشر او اجرايه رئيس تر منځ اختلافات او د کابينې ځنډ ددې سبب شوی دی چې د نور هېواد په څېر په هلمند کې هم ګڼې ستونزې شوي دي، په هلمند کې ډېری ستونزې چې هلمند مدني ټولنې ته رسېدلي دي په ښار کې يا د هټيوالو او ښاروالۍ تر منځ وي او يا هم املاکي وي، ډېری خلک پر ښاروالۍ تور پورې کوي چې په ښار کې هټيوالو باندې خپل سري اصول پلي کيږي، په يوه او بل نوم پيسې ترې اخيستل کيږي.