کور / تازه خبرونه / باندنيان خپل تاسيسات افغان دولت ته سپاري

باندنيان خپل تاسيسات افغان دولت ته سپاري

د کندهار سرپرست والي د ايساف ځواکونو د هغو تاسيساتو څخه ليدنه وکړه، چي په نژدې وخت کي به افغان دولت ته وسپارل سي.
نوموړي تاسيسات، چي د کندهار په نړيوال هوايي ډګر کي د ايساف ځواکونو په نظامي اډه کي موجوديت لري، پکي د سړو خونو ترڅنګ د موټرانو د ورکشاپ ترميم ځايونه اوبېلابېلي ودانۍ هم سته. د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا په جنوب کي د ايساف ځواکونو د عمومي قومندان، د استازو او د ښاري برخي د مشاور ډګروال کمبل سره په خبرو کي وويل نوموړي ځايونه به لومړی اړوند ادارو ته سپاري او د نوموړي سيمي اوسېدونکو ته به پکي دکارونو زمېنې برابره وي.
د دوشنبې په ورځ ښاغلي ويسا په داسي حال کي چي د بهرنيو چارو رئيس عبدالنافع ثنا يې هم ملتيا کوله، د کندهار په نړيوال هوايي ډګر کي د ايساف ځواکونو دهغو تاسيساتو ، چي په لس کيلومتره ساحه کښي جوړ دي ، دنژدې ليدنه وکړه . دغه تاسيسات به په راتلونکي نژدې وخت کي افغان دولت ته وسپارل سي . والي ښآغلي ويسا لومړی د سهيلي زون د ايساف دعمومي قومندان د استازوسره په يوه ليدنه کښي ددوی دغه اقدام وستايه ، چي له مخي به يې د بهرنيو ځواکونو دوتلو سره سم هغه تاسيسات ، چي دوی پکښي مېشت وه افغان دولت ته سپاري . کندهار والي وويل دوی به دنوموړو ځايونو په ساتنه کښي ټول امکانات په لاره واچوي او د زراعت او
اقتصاد کمېټې دغړو سره هم بحث ورباندي کوي ، ترڅو دنوموړو تاسيساتو څخه افغان دولت په ښه توګه ګټه واخلي . کندهار والي د ايساف ځواکونو دمسولينو څخه وغوښتل ، چي دنوموړو تاسيساتو دښه ترا ساتلو لپاره هوايي ډګر ته نژدې د ډنډ او دامان ولسوالۍ خلګ هم و روزي ، ترڅو دهمدغه سيمي اوسېدونکو ته دلته دکار زمينه هم برابره سوي وې . پاته دي نه وي ، چي دوې اونۍ وړاندي د ايساف ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو وروستی پړاو هم بشپړ سو ، چي دامهال افغان ځواکونه په يوازي توګه دخپلي خاوري څخه ساتنه کوي او ددوښمن په وړاندي بېله کوم خنډه پوځي عملياتونه ترسره کوي.