کور / تازه خبرونه / په يوه ترافيکي پېښه کي ٦ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکى

په يوه ترافيکي پېښه کي ٦ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکى

د میدان وردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې د یوې ترافیکې پېښې له امله د یوې مېرمنې په ګډون شپږو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
دغه پېښه د چک ولسوالۍ برېښنا بند ته څېرمه د غني خیلو په سیمه کې د چک برېښنا بند د لویې ویالې د پول څخه د کرولا ډوله موټر د تېریدو په حال کې رامنځته شوې .
د معلوماتو له مخې،کله،چې یاد موتر د پول څخه د تېریدو په حال کې وو،لویې ویالې ته پریوتی،چې له امله په موټر کې ناست ټول کسان وژل سوي
دغه کسان، چې د مېرمنې په ګډون ۵ تنه یې د چک او یو یې د سیداباد ولسوالۍ اوسیدونکی دی،غوښتل یې چې له کابل څخه تر راتګ وروسته د چک ولسوالۍ غني خیلو سیمې ته ولاړ شي،چې د یادې پېښې قربانیان شول .
د پېښې ټول شهیدان د سیمې د اوسیدونکو،امنیتي منسوبینو او سره میاشتې د رضاکارانو په همکارۍ له اوبو څخه راویستل شوي .
تر دې د مه معلومه نده،چې یاده بېښه د موټر د ښویدنې او که د موټر چلوونکې د نه پاملرنې له امله رامنځته شوې .
د میدان وردګو سرپرست والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي پر یاده پېښه ژوره خواشیني څرګنده کړې.
هغه قرباني سوو کسانو ته د جنت الفردوس او کورنیو ته یې د جمیل صبر غوښتنه کړې او همدا راز یې په دغه ستر غم کې د پېښې د قربانیانو له کورنۍ سره ځان شریک بللی .