کور / تازه خبرونه / پښتونخوا کې ۲۰۰۰ افغانان د پوليسو له لوري نيول شوي

پښتونخوا کې ۲۰۰۰ افغانان د پوليسو له لوري نيول شوي

پېښور: دبي بي سي خبرله مخې په خيبر پښتونخوا کې امنيتي ځواکونو په تېرو دوو اوونيو کې د تصفيوي عملياتو پر مهال له ۵۰۰۰ ډېر مشکوک کسان توقيف کړي دي.حکومتي سرچينې وايي د پوځ، پوليسو او نورو امنیتي ادارو د ګډو عملياتو پر مهال يو شمېر وسلوالو ته ځاني زيان هم اووښتی دی.په خيبر پښتونخوا کې د عملياتو پر مهال لږترلږه هغه ۲۰۰۰ افغان کډوال هم د پوليسو له لوري نيول شوي چې د پوليسو په خبره په پاکستان کې يې د اوسېدو قانوني اسناد نه لرل.خو په پښتوخوا کې دېره افغان کډوالو له رسنيو سره په خبرو کې ويلي، پاکستاني پولیس آن هغه افغان کډوال هم ځوروي، چې قانوني اسناد ولري.څو ورځې وړاندې په پاکستان کې د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتو ادارې (يو، ان، ايچ، سي، آر) هم تاييد کړه چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د ځورولو راپورونه يې ترلاسه کړي دی.خو د پاکستان امنيتي چارواکي دا راپورونه ردوي.په پښتونخوا او نورو سيمو کې وروسته له هغه د مشکوکو کسانو نيولو زور واخيست، چې د پېښور پر يوه پوځي ښوونځي وسلوالو بريد وکړ.په دغه بريد کې نژدې ۱۵۰ کسان ووژل شول، چې لویه برخه یې د ښوونځي زده کوونکي وو.دغې پېښې پاکستان اړ کړ، چې د وسلوالو پر وړاندې کوټلي ګامونه پورته کړي او په دې لړ کې يې زرګونه مشکوک کسان تراوسه نيولي دي.له دغه بريد وروسته د پاکستان د پوځ لوی درستیز په ګډون د دغه هېواد د امنيتي ارګانونو د سر سر چارواکي افغانستان ته راغلل او له افغان چارواکو سره يې د وسلوالو پر ضد د ګډې همکارۍ غوښتنه وکړه.افغان چارواکو لا له وړاندې له اسلام اباد نه د وسلوالو پر ضد د ګډې مبارزې غوښتنه کوله، خو کابل وايي پاکستاني لوري ورته جدي پام نه کاوه.