کور / تازه خبرونه / د اور کاډي دپټلي جوړولو لپاره څیړنی پیلیږي

د اور کاډي دپټلي جوړولو لپاره څیړنی پیلیږي

ټاکل سوې ده چې په روان کال کې د افغانستان، تاجکستان او ترکمنستان ترمنځ د اورګاډي ليکې جوړولو په اړه څیړنې پيل سي.
دغه څرګندونې د تاجکستان د ترانسپورټ وزير خيرالله اسوزاده پرون له خبريالانو سره د خبرو پر مهال کړې دي.
هغه زياته کړې، چې هیواد يې له ترکمنستان سره په دې اړه خبرې کړې دي او ډېر ژر به د روان کال تر پاى مخکې دوى يوې پرېکړې ته ورسیږي .
د نوموړي په وينا، له ترکمنستان سره تر موافقې وروسته به له افغانستان سره په ګډه د يادې ليکې د جوړولو چارې پيل سي.
دى وايي چې د افغانستان، تاجکستان او ترکمنستان ترمنځ پر يادې ليکې تر موافقې وروسته به د اسيايي پرمختيايي بانک د ٩ ميليونو امريکايي ډالرو په مرستې ددې ليکې د شونتيا په اړه دڅیړني کارونه پيل سي.
د يادونې ده چې د ٢٠١٣ زېږديز کال د مارچ په ٢٠مه، ددغو درېيو هیوادونو ولسمشرانو د يادې ليکې په اړه پر يوه تفاهم ليک لاسليکونه کړي وو.
ټاکل شوې ده، چې د روان زېږديز کال د اپريل په ١٨مه د درې واړو هیوادونو پلاوي د يادې ليکې پر پلانونو خبرې وکړي.
دیادونی ده چي ترکمنستان ته د ولسمشر اشرف غني تر سفر وړاندې ددغه پټلی دجوړولو ژمنه تر آقينې تر بندره سوي وه ، خو دولسمشر دسفر سره سم ددغه پټلي جوړول تر اند خوی او بيا تر بلخ او کندزه پوره یاد سول ، ښايی چي دغه پټلۍ په اوږد مهال کې تاجکستان او چين ته هم ورسیږي