کور / تازه خبرونه / معرفي سوي وزیران خالي چوکیو ته پلانونه تشریح کوي

معرفي سوي وزیران خالي چوکیو ته پلانونه تشریح کوي

د ولسي جرګې ځينې غړي وايي، د جرګې هغه غړي چې له کانديد وزيرانو پوښتنې کوي او ځواب ته نه کښیني، د ملت په حق کې لويه جفا کوي.
د ولسي جرګې د کاري پروسیجر له مخې، د غونډې په پيل کې کانديد وزيران د نيم، نيم ساعت لپاره خپل کاري پلانونه د جرګې غړو ته تشريح کوي، وروسته د جرګې د کمیسيونونو او پارلماني ګروپونو په استازيتوب هر کس د پنځو دقيقو لپاره پوښتنې مطرح کوي.
دولسي جرګي ځني غړي وایی چی ځني وکیلان پوښتني وکړی خو جواب ته یي نه پاته کیږي ددوي په وینا دغه کسان چې پوښتنې کوي، د ټولې جرګې استازيتوب کوي، دوى دې په دقت سره ځوابونه واوري ، ترڅو له مخې يې د رايې ورکولو پرمهال پرېکړه وکړي.
دیادوني ده چي دتیری ورځي په غونډه کښي په پيل کې په جرګه کې ١٣٥تنه حاضر وه، خو تر غرمې وروسته د اداري پلاوي په ګډون ٢١تنه حاضر پاته وه او وزيرانو ډېرى خالي څوکيو ته ځوابونه وويل.