کور / سپورټي / کریم صادق د نړۍ د پیاوړ او مشهورو لوبغاړو په لست کي راغلي

کریم صادق د نړۍ د پیاوړ او مشهورو لوبغاړو په لست کي راغلي

د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې د لوبغاړي کریم صادق نوم د نړۍ د هغو شاوخوا ۹۰ لوبغاړو په لست کې راغلی دی چې، په یوې ورځنیو نړیوالو لوبو کې یې تېزې او چټکې سلیزې کړې دي.
د کرېکټ مشهورې وېباڼې کرېک انفو دغه لست د جنوبي افریقا د وتلي منډه جوړوونکي ای بي ډیویلرز له نړیوال ریګارډ جوړولو وروسته، خپور کړی.
ډیویلرز د یکشنبې په ورځ د ویسټ انډیز په وړاندې یوې لوبې کې په ۳۱ توپونو ۱۰۰ منډې وکړې او د چټکې سلیزې نړیوال ریګارډ یې جوړ کړ.
افغان لوبغاړی کریم صادق په لست کې په ۵۹ نمبر راغلی دی، ده د ۲۰۱۲ کال د مارچ په ۳۰ نېټې په شارجه کې د هالینډ خلاف یوې لوبې کې په ۷۲ توپونو ۱۰۰ منډې وکړې، چې ۴ شپږیزې او ۱۲ څلوریزې په کښې شاملې وې.
کریم صادق لومړنی افغان سو چې د تېزې منډې له کبله د نړۍ د پیاوړ او مشهورو لوبغاړو په لست کې یې نوم راځي، ده خپله دغه سلیزه د افغانستان د کرېکټ پخواني روزوونکي تاج ملوک علم ته ډالۍ کړې وه.