کور / هراړخیز / د کندهار د معارف ستونزي، علتونه او حل لاري

د کندهار د معارف ستونزي، علتونه او حل لاري

د تعليم، زدکړي او سواد د ارزښت او ګټو په باب اصلاً د بحث او خبرو اړتيا نه محسوسېږي، ځکه هر څوک پوهېږي، چي که ټولنه لوستې او تعليم يافته وي، نو به ژوند د پرمختللي نړۍ په څېر وي، خو که د بېسوادۍ او ناپوهۍ سيورۍ خپور وي، حالت به ئې زموږ په څېر د ډبرو زمانې ته ورته وي.
دا مهال مو د ټولني تقريباً هر اړخ له خورا دردونکي رنځ څخه کړېږي، پر اداري فساد سربېره د اهل او وړ خلکو له نېستۍ سره هم مخ ده، خو په دې ټولو کي هغه اساس او بنسټ چي د ټولني هستي او نېستي ورسره تړلې ده، د نېکمرغۍ او بدمرغۍ مورينه ئې ګڼلای سو او ښېرازي ئې په تقويه کي نغښتې ده، هغه ښوونه او روزنه ده، د تعليمي بنسټونو پراختيا او پياوړتيا ده. مګر په تاسف سره چي زموږ په ولايت کي دا اړخ له خورا بېخکي او ژورو ستونزو سره مخ دئ، هغه مرداری او انډوخره چي په دې چارچوب کي جوړه ده د يو افغان انسان په توګه د سړي زړه پر تور دود کيږي.

د دې له پاره چي د ياد حياتي بنسټ په باب پرتې ستونزي ښه ترا مشخصي کړو، پر علتونو ئې بحث وکړو، حل لاري ورته ولټوو او د پياوړتيا په تړاو ئې خپل نظر درسره شريک کړو، نو اړتيا ليدل کيږي، چي په دې ترتيب ئې ووډو:
ستونزي او علتونه ئې:
1. اداري فساد: ( په دې فاجعه کي نه یوازي د دې رياست لوی اکثريت اداري مامورين دخل دي، بلکي د اولسواليو، ولايتي ادارې او مرکز په کچه هم چارواکي او زورواکي ټاکلي ونډي لري او د دې خاوري د بچيانو په حق کلمې غوړوي، د دوی دي کلمې په توی سي.)
2. د ظرفيتونو کمی: (د معارف د چوکاټ د ټيټ کيفيت او کمزوري حالت يو عمده علت همدا د ظرفيتونو او وړ مامورينو کمی دئ، پر خورا مهمو چوکيو ئې داسي کارمندان موظف دي، چي بادرنګ ته شين طوطي وايي، خو پر هر چا د يو چا لاس پروت دئ).
3. د منظم کاري پلان نستوالی: ( دوامداره لاسوهني، په رهبري او مشرتابه کي پرله پسې بدلونونه، د په کار پوه مامورينو نېستي، اداري فساد، د مافيايي کړيو ستوالی او نور… هغه لاملونه ګڼل کېدلای سي، چي دغه رياست ئې د خپل خورا درانه مسؤليت د ترسره کولو له پاره له يو منظم پلان څخه محروم کړی دئ.
4. ټيټ کيفيت: ( پورتنۍ ستونزي او ناخوالي د دې لامل سوي دي، چي د کندهار د پوهني بهير د کيفيت له مخي د زړه سوي وړ سي. کله د تدريسي او تخنيکي موادو کمی وي او کله بيا د پوهو، لايقو او بااحساسو ښوونکو قلت وي چي زموږ د زدکوونکو پر وړتيا او استعداد ئې منفي اغېز کړی دئ. خو د دې سره په څنګ کي د پوهني په چوکاټ کي د نوښتګرو سلسلو، ښوونيزو سياليو، ستېج پروګرامونو، تشويقي مراسمو، عملي کارونو، له لابراتوار څخه د ليدنو او د استعدادونو د غوړولو او تشخيصولو د هڅو د نستوالي له امله ستونزه دا پېښه ده، چي د پوهني بهير مو د کيفيت له مخي پر تتيو پروت دئ).
5. ټيټ کميت: ( کندهار چي د هيواد په کچه له بانفوسه ولايتونو څخه دئ، تقريباً دوه ميليونه انسانان پکښي ژوند کوي، خو هر کال ئې د کانکور په ازمونيه کي د بچيانو شمېر د خورا لويي اندېښنې وړ وي، علت ئې همدا پورتنۍ ستونزي ګڼل کېدلای سي، په داسي حال کي چي په اولسواليو کي د لوی شمېر تړلو ښوونځيو پر سر ئې د ښوونکو معاشات، امتيازات او د اړتياوو نغده له بانکي اکاونټه وځي، خو هغوی چي پورته ذکر سول، تر خپل منځ ئې سټ وهي).
حل لاري:
د دې له پاره چي دا حياتي او بنيادي چوکاټ له دې ناورين او فاجعې څخه وژغورل سي، نو اړتيا ليدل کيږي، چي په وړاندي ئې لاندي ګامونه پورته سي:
1. د دقيقي پلټني وروسته د ټولو هغو غټو او کوچنيو مامورينو ليري کول، چي په اداري فساد، رشوت اخيستني، د مضيرو کړيو له پاره په کارکولو او اخلاقي فساد ککړ وي، او پر ځای ئې يو فوق العاده وړ، بې پرې، سپېڅلی او په کار پوه ټيم په دنده وګمارل سي.
2. د مافيايي کړيو او دبانديو فشارونو ريښې کښل په کار دي.
3. د کندهار د ۱۷ اولسواليو د اولسوالانو، امينه قوماندانانو، قومي مخورو، بانفوذه اشخاصو، د ولايتي شورا د غړو، د ولايت مقام د سرغنه وو او نورو زورورو تر منځ پرله پسې ناستي جوړو خورا ګټور تمامېدلای سي. په دې ترتيب چي د دې مقدس چوکاټ د پاکۍ او ورسره همکارۍ په مورد کي رښتيني و اوسي، نور ئې په چارو کي له لاسوهني څخه لاس واخلي، خو د بيا خنډونو په صورت کي ئې نو د ملي يووالي د حکومت سرغنه عاملينو ته عبرتناکه جواب ورکي.
4. د فعاليتونو د ښه ترا تنظيم او پراختيا په مورد کي يو پراخ هر اړخيز او څو جانبه پلان ترتيبول ډېر مهم تمامېدلای سي، داسي چي د ښووني او روزني د کيفيت او کميت دواړو اړخونو ته په خورا دقت او ظرافت سره پکښي توجو سوې وي، د بيارغوني، اړتياوو پوره کولو او پراختيا په برخه کي هر اړخيز وي. په لومړي قدم کي د ښار ښوونيز بهير د کيفيت او کميت له مخي پکښي پياوړی سي او په دوهم قدم کي ليري او نيژدې اولسوالۍ تر فوق العاده پام لاندي راسي، په څونه تعداد ښوونځي او ښوونکي چي موجود وي، په هغه اندازه دي ئې امکانات ورته ځانګړي سي.
5. د څارني او نظارت اړخ دي ئې فوق العاده پر شفافيت او رښتينولی ولاړ وي، له همدې بابته دي په دې برخه کي د سپېڅلو او بااحساسو کارمندانو ټل په دنده وګمارل سي، تر څو نه يوازي د ټول معارف د ښوونځيو نظارت د کيفيت او کميت له مخي ښه ترا تر سره کړي، بلکي د فساد د ريښو په له منځه وړلو کي هم بارز رول ولوبوي.
6. د کارونو د ښه والي، موثريت، پراختيا او پياوړتيا له پاره په کار ده، چي د ياد رياست د مشرتابه سره د همکارۍ او مشورې يو خپلواکه کمېټه تنظيم سي او واک ولري، چي د اړتيا پر مهال د داخلي او دباندنيو مداخلو، فشارونو او فرمايشونو په وړاندي د سپر کار وکړي، او هيچا ته دا اجازه ور نه کړي، چي د کندهار د معارف په کړنو، صلاحيتونو او فعاليتونو کي څوک دخالت وکړي.
خو د معارف پر ښه والي او پياوړتيا مو هغه وخت ارمان خېژي، چي د پورته ستونزو، ناخوالو او ناورين د له منځه وړلو په برخه کي د غټانو او زورولو چارواکو او مخورينو په زړونو کي پخه اراده، سپېڅلی احساس او ټينګ عزم په وجود راسي، د پورتنيو حل لارو تر څنګ نوري داسي شېوې په کار واچول سي، چي د سر په صدقه ئې د کندهار دا ستونزمن او خوږمن معارف ژغورل کېدلای سي. د کيفيت او کميت له مخي پياوړی کېدالای سي، فساد پکښي ورکېدلای سي، توليد ئې ډېرېدلای سي او شاګردان ئې له نړۍ سره د سيالۍ په برخه کي په غېږه ورتللای سي.
ژر تر ژره د همداسي يو مهال په هيله.
په درنښت