کور / کیسه / «زموږ د ښځو انځورونه را پاک کړه»

«زموږ د ښځو انځورونه را پاک کړه»

هارون (مستعار نوم): سلام عليکم، اڅکزی صاحب ياست؟
اڅکزی: وعليکم سلام، هو احمدولي يم. وبخښئ د تليفون ليکه بيخي خرابه ده. ږغ مو سم نه اورم. څوک خبري کوئ؟
هارون: زما نوم هارون دی. تاسو ما نه پېژنئ خو زه تاسو پېژنم. زه د کندهار څخه خبري کوم. زما ږغ درځي؟
اڅکزی: وعليکم سلام هارون صاحب، اوس موږ ږغ لږ بهتره سو. تاسو جوړ او روغ ياست؟ صحت مو ښه دی؟
هارون: شکر دی اڅکزی صاحب، کور مو ودان. ستاسو د تليفون نمبر راته زما د خاله زوی راکړی. هغه راته وويل چی تاسو په کمپيوټر او انټرنټ کي ډېر بلد ياست او بعضي وخت په راډيوګانو کي هم د کارپوه په توګه مېلمه سوي ياست. موږ ته يو ډېر جدي جنجال راپيښ سوی دی او ستاسو کومک ته اړتيا لرو.
اڅکزی: خدای دي وکړي چي زه کومک درسره وکولای سم. خو چي رشتيا ووايم نو د کمپيوتر او انټرنټ په تړاو هغه عام معلومات لرم او په دې برخه کي مي لوړي زدکړي يا ورته کوم شی نه دی کړی. بل موږ او تاسو ډېر سره ليري يو نو که ستاسو کمپيوټر کوم تکليف لري د ټليفون له لاري يې تشخيص يا سمول يا مشوره ورکول ښايي ډېر مشکله وي. پر تاسو به د ټليفون ډېر زیات مصرف هم راسي.
هارون: يا اڅکزی صاحب، کمپيوټر مو نه دی خراب. بلکه يوه بله موضوع راپيښه ده چي بيخي يې ژوند راڅخه هير کړی دی.
اڅکزی: خدای دي خير کوي. څه خبره ده وروره او زه څه کومک کولای سم؟
هارون: ولله په ويلو يې هم شرمېږم خو څه وکړم بيخي لاره راڅخه ورکه ده.
اڅکزی: الله لوی دی او زموږ جنجالونه کوچني دي. الله به يې خير کړي. ووايه څه خبره ده؟
هارون: زموږ د کور عکسونه په انټرنټ کي راغلي دي او اوس حيران يو چي څه وکړو. د کوم وخت راهيسي چي خبر سوي يو، پر کور مو د پرېشانۍ لمن غوړېدلې ده.
اڅکزی: عکسونه چا خپاره کړي دي؟ چيري يې خپاره کړي دي؟
هارون: موږ نه يو خبر چي چا خپاره کړي دي. په يو ټيوب کي يوه غزله (سندره) ده چي پکښي د ښځو عکسونه ښودل کيږي. په دغو عکسو کي زموږ د زنانه ؤ عکسونه هم راغلي دي. چي لس راپکښي وژل سوي وای داسي غم به مو په کور کي نه وای لکه اوس چي په غم لړلي يو. بله خبره دا ده چي دغه عکسونه په يو ځای کي نه بلکه په څو ځايونو کي راغلي دي.
اڅکزی: لا حول ولا قوة إلا بالله. دا خو رشتيا هم يوه جدي خبره ده. الله دي يې درته آسانه کړي. ولله زه تر اوسه د داسي شي سره نه يم مخامخ سوی او نه مي يې د حل په هکله څه اورېدلي دي. خو فکر کوم چي که څوک د يوټيوب مسؤلينو ته پيغام ولېږي کيدلای سي چي دغه ويډيو پاکه کړي. هغه چا چي دغه ويډيو خپره کړې ده د هغه کس د يوټيوب نوم په يوټيوب کي ثبت دی. تاسو کولای سئ چي وګورئ چي دغه کس د کوم وخت راهيسي ثبت دی، کومي ويډيوګانې يې خپرې کړي دي او داسي نور. کېدلای سي د دې لاري هم دغه خپرونکی کس تاسو وپېژنئ.
هارون: هغه چا چي دغه ويډيو خپره کړې ده بدل نوم يې کارولی دی او ټوله ويډيوګاني يې همداسي دي. ږغ يې د غزلچيانو غزلي (د سندرغاړو سندري) دي او نور يې نو په لسهاؤ د انجونو عکسونه ورسره يوځای کړي دي. بله خرابه بيا د دغه ويډيو سره د کتونکو مرداري تبصرې هم دي چي د هر ډول مسلمانۍ انسانيت او اخلاقو څخه ليري دي.
اڅکزی: چي رشتيا درته ووايم اوس في الحاله مي په ذهن کي شی نه راځي چي څوک بايد څه وکړي. داسي به وکړو چي تاسو ماته د خپل ټليفون شمېره راکړئ. زه به په ګوګل کي په معلوماتو پسي وګرځم چي څوک د يوټيوب څخه څنګه ويډيوګاني پاکولای سي يا يې شکايت څنګه او د چا څخه وکړي. شاوخوا به هم د ملګرو څخه پوښتنه وکړم. بيا به تاسو ته ټليفون در وکړم او خپل معلومات به درسره شريک کړم.
هارون: اڅکزی صاحب که زموږ دغه جنجال را حل کړئ، نو به موږ پښت تر پښته ستاسو څخه مشکوره يو. دغه د انټرنټ څخه زموږد ښځو عکسونه راپاک کړه، بالا به دي غلام يم.
اڅکزی: داسي مه وايه هارونه وروره. مسلمان د مسلمان ورور وي. د يو مسلمان ناموس د ټولو مسلمانانو ناموس وي. زه بالکل ستاسو په خدمت کي يم. زه به خپل پوره کوښښ وکړم چي معلومات تر لاسه کړم، خو له بده مرغه چي دا داسي موضوع ده چي د انټرنټ سره تړلې ده. تر کومه ځایه چي زما نيمګړي معلومات دي، نو د انټرنټ څخه د يو شي پاکول تقريبا ناممکنه دي. نه غواړم چي زړه دي در واچوم خو بايد هغه څه درڅخه پټ نه کړم چي زه په خبر يم. ما لوستلي دي چي کله چي يو شی يو واري انټرنټ ته ننوځي، بيا د هغه بېرته را ايستل ناممکنه دي. نو اوس به توکل پر رب وکړو چي بيا هم دغه کار راته آسانه کړي.
هارون: هو الله دي دغه عذاب راڅخه ليري کړي. ستاسو یې کور ودان.
اڅکزی: اجازه لرم چي وپوښتم چي دغه څنګه عکسونه دي؟ يا څنګه اخيستل سوي دي؟
هارون: دا زما د ورو د واده عکسونه دي. زموږ په کېمره نه دي اخيستل سوي. بلکه د ښځينه مېلمنو څخه ښايي يو چا اخيستي وي او بيا يې انټرنټ ته ورکړي وي. هغه کسان چي زموږ نژدې خپلوان دي، ټول قسمونه اخلي چي اخيستي عکسونه يې هيڅ چا ته نه دي ورکړي. زياتره يې کمپيوټر او انټرنټ له سره لري نه.
اڅکزی: هو زموږ خو دغه بدبختي ده. کمپيوټر او انټرنټ نه لري خو ډيجيټل کېمرې او سمارټ فون یا موبايلونه د هر بالغ او نابالغ په لاس کي وي… د خپلو او پردو د نر او ښځو د کور او د محفلو عکسونه اخلي. نو تاسو څنګه خلکو ته اجازه ورکوله چي ستاسو د کور عکسونه واخلي؟
هارون: اڅکزی صاحب تاسو ته خو معلومه ده چي دا څومره مشکله کار دی. څوک په هغه خپله ښادي اخته وي چيري کنټرول کولای سي چي څوک عکس اخلي که نه، او لکه تاسو چي وويل نن سبا خو د هر چا سره داسي موبايلونه سته چي عکسونه هم اخلي. کله چي په واده کي خلک موبايل راوباسي نو څوک نه پوهيږي چي د چا سره خبري کوي او که عکسونه اخلي.
اڅکزی: دغه ستاسو موضوع دي اوس الله داسي حل کړي چي ستاسو د طبيعت سره برابره حل سي. خو د آئنده لپاره بايد دا په پام کي ونيول سي چي په ودونو او محفلونو کي بايد پر موبايل او کېمرو بنديز وي. موږ تاسو بايد خپل ژوند پر شريعت عيار کړو. که داسي وکړو نو به د هر ډول جنجال څخه به خلاص يو.
هارون: صحيح واياست. موږ توبه ګاره يو. غول مو خوړليدي. چي موږ ژوندي يو بيا به د محفل او ښادۍ نوم وا نه خلو. هغه په دې وجه چي نن سبا خو د کېمرو مخه نيول بيخي ناممکنه کار ګرځېدلی دی.
اڅکزی: وبخښئ مقصد مي تاسو نه واست. عمومي خبره مي کوله. خدای دي تاسو ته نوري خوښئ درکړي. خو زما په فکر بايد دغه د کېمرو خبري ته يو حل پيدا سي. بايد د واده يا ورته محفل پر وخت د ښځو په منځ کي دوې درې زوروري ښځي مؤظفه کړل سي. داسي ښځي چي د ښادۍ د هيڅ اړخ سره خپلوي نه لري بلکه ورته معاش ورکول سوی وي چي هر چيري چي کېمره يا موبايل د بلي ښځي په لاس کي ويني، بايد ورڅخه وايه خلي او په سمدلاسه توګه يې په چکوښ مات کړي. فکر کوم چي دوې درې کېمرې او يو څو موبايلونه مات سي، بيا به يې څوک له بيري د جيبه نه راباسي.
هارون: موږ ته خو اوس راپېښه ده. خو د آئنده لپاره مو توبه ده. الله دي اوس دغه تکليف راحل کړي.
اڅکزی: آمين.ثم آمين. هارونه وروره وبخښه چي درسره کومک مي ونه کړلای سوای. خو زه به انشالله پوره کوښښ وکړم چي ځان خبر او پوه کړم. بيا به دخيره سبا تاته پر همدغه وخت ټليفون دروکړم.
هارون: ډېره مننه اڅکزی صاحب. الله دي ژوندی لره. په کندهار کي څه امر او خدمت؟
اڅکزی: بس دعا راته کوه. د خدای په امان
هارون: ولي نه، الله موږ ژوندی لره. د خدای په امان
__________________________
ضروري يادونه : د پورته او ورته ستونزو څخه د ځان بچ ساتلو لپاره لطفا زما لاندنۍ زړه ليکنه هم خامخا ولولئ او د نورو سره يې هم معلومات شريک کړئ:

خپل ناموس د انټرنټ څخه وساتئ

http://ahmadwali.achakzai.com/index.php/80-weblog-category/internet/323-%D8%AE%D9%BE%D9%84-%D9%86%D8%A7%D9%85%D9%88%D8%B3-%D8%AF-%D8%A7%D9%86%D9%BC%D8%B1%D9%86%D9%BC-%DA%85%D8%AE%D9%87-%D9%88%D8%B3%D8%A7%D8%AA%D8%A6

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د ليکوال د وېبلاګ http://www.ahmadwali.achakzai.com څخه په مننه