کور / تازه خبرونه / ٥١ وسله والو ته د مرګ ژوبلي د اوښتو ادعا وسوه

٥١ وسله والو ته د مرګ ژوبلي د اوښتو ادعا وسوه

د كورنيو چارو وزارت وايي، د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د امنيتي ځواکونو په ګډو تصفيوي عملياتو كې ۲۲ وسله وال طالبان وژل شوي، ۲۸ ټپيان شوي ، يو کس ژوندى نيول شوى
د دې وزارت مطبوعاتي دفتر څخه نن په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي دي، چې دغه تصفيوي عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د غزني، خوست، سرپل، بدخشان، ننګرهار، کندهار او فارياب ولايتونو په مربوطاتو كې د ملي پوليسو، ملي اردو او ملي امنيت ځواکونو لخوا ترسره شوي دي.
په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.