کور / تازه خبرونه / اجرائیه رئیس د اولسي جرګې د اقتصادي کمېسون له غړو سره وکتل

اجرائیه رئیس د اولسي جرګې د اقتصادي کمېسون له غړو سره وکتل

د افغانستان اجرائیه رئیس نن د ولسي جرګئ د اقتصادي چارو د کمېسون له رئیس او غړو سره وکتل.
په دغه کتنه کي د یاد سوي کمېسون غړو اجرائیه رئیس ته د هغو ستونزو په اړه وویل، چي ددوی د مؤکلینو، تجارانو او شرکتونو د مسؤلینو لخوا په ګوته سوي ول.
د دغه کمېسون غړو د تيلو د هغو قراردادیانو د مشکلاتو په اړه، چي له ترکمنستان هیواد څخه افغانستان ته تېل واردوي بحث وکړی او په دې برخه کي د ستونزو د حل غوښتنه یې وکړه.
همداراز له یو تعداد نورو همسایه هیوادونو څخه په غیر قانوني توګه د بې کیفیته تیلو د راوړلو په اړه هم د خلکو اندېښنې او معلومات له اجرائیه رئیس سره شریک سول او د ولس استازو غوښتنه وکړه، چي اړوندي ادارې دي ددغو بې کیفیته تيلو د واردېدلو مخه ونیسي.
افغانستان ته په واردېدونکو سون توکو کي د معیار تضمین، د افغانستان د معدنونو استخراج ته زیاته توجه، د حکومت او سرمایه ګزارانو ترمنځ د باور د فضا ایجادول او په ګمرکونو کي د بیروکراسۍ ختمول هغه مسئلې وې، چي نن پرې د ولسي جرګې اقتصادي کمېسون له اجرائیه رئیس سره بحث وکړی.
اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په ننۍ جلسه کي وویل، چي نوی حکومت به هغو اقتصادي مسایلو ته، چي ډېر اهمیت لري اولویت ورکوي او ترڅنګ به یې د وزیرانو شورا اقتصادي کمېټه نوري اړوندي چاري په نژدې راتلونکي کي مخته یوسي.
هغه زیاته کړه، چي د نورم او سټنډرډ اداره به نور ګامونه واخلې څو افغانستان ته د واردېدونکو سون توکو د کیفیت له بابته خلک ډاډه کړي.
نوموړي وړاندي وویل، چی په ګمرکاتو کي د ستونزو د حل لپاره به هم اړوند چارواکي خپل فعالیتونه چټک کړي او اقتصادي دستګاه به یو مخ اصلاح او له مشکلاتو خلاصه سي.
اجرائیه رئیس یادونه وکړه، چي په غیر قانوني توګه او له محصوله پرته د واردېدونکو سون توکو د مخنیوي لپاره به هم اجراآت وسي او د غیر اصولي معافیتونو مخه به ونیول سي.