کور / تازه خبرونه / کندهار : د کانکور ازموينه واخستله سوه

کندهار : د کانکور ازموينه واخستله سوه

نن په کندهار پوهنتون کي له ۲ زره زياتو نارینه او ښځينه کسانو څخه د کانکور ازموينه واخيستل سوه.
په دې ازموينه کي د کندهار، هلمند، اروزګان او يو شمېر نورو ولاياتو اوسېدونکو برخه اخيستې وه. له يادې شمېرې څخه څلور سوه تنې نجوني وې. ازموينې ته له لوړو زده کړو وزارت څخه هيئت راغلی وو، تر څو د امتحان له صحنې څخه څارنه وکړي.
د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا له يادې صحنې څخه د ليدني پر مهال خوښي څرګنده کړه چي په کندهار کي په دومره اندازه نارينه او ښځينه زده کوونکي د کانکور په ازموينه کي برخه اخلي. نوموړي د کانکور د ازمويني پروسه شفافه وبلله او ويې ويل خوشحاله دی چي په کندهار پوهنتون کي په دې وروستيو کي يو شمېر پوهنځي او ډيپارټمينټونه ايجاد سوي دي، چي هر محصل به د خپلي خوښي مطابق پوهنځی او ډيپارټمينټ انتخابوي.
د کندهار پوهنتون رئيس ډاکټر حضرت ميرتوتاخېل وويل چي دې کانکور ته يې پوره امادګي نيولې وه او په اړه يې مخکي له مخکي ګډونوالو ته پوهاوی ورکړی وو، تر څو وپوهيږي چي څرنګه په دې پروسه کي ګډون وکړي.
نوموړي زياته کړه چي تر وسه به هڅه وکړي تر څو د دې ولايت د پوهني کيفيت لوړ کړي.