کور / تازه خبرونه / ناپېژاندو وسله والو يو کس وواژه

ناپېژاندو وسله والو يو کس وواژه

د کندهار ښار په لسمه ناحيه کي تېر ماښام وسله والو يو کس وواژه.
ياده پېښه شاوخوا نهه بجې رامنځ ته سوې.
همدا ډول په ياد ماښام څه شپږ بجې د کندهار ښار په څلرمه حوزه کي هم پر پوليسو چاودنه سوې وه چي د چارواکو په وينا هغوى ته ئې مرګ ژوبله نه ده اړولې خو طالبان ئې بيا مرګ ژوبله پنځه کسان ښيي.
د يادي پېښي په اړه تر اوسه چا څه نه دي ويلي.