کور / تازه خبرونه / د يونيم کيلومتر سړک د پخېدو کار شروع سو

د يونيم کيلومتر سړک د پخېدو کار شروع سو

د لښکرګاه ښاروالى د سې شنبې په ورځ په صافيانو سيمه کي د يو نيم کيلومتره سړک دپخېدو چاري پيل کړې.
د ولايت مقام مرستيال پرهمدې مهال وويل: چي سږکال ښاروالۍ دخپلي انکشافي بوديجې په مټ څوارلس کيلومتره سړکانو پخېدل په پلان کي نيولي وه، چي نور يي جوړ سوی او دا یو نیم کیلومترسړک به هم ډير ژر جوړ ګټي اخيستني ته وسپارل سي.
دولايت مقام مرستيال دښاروالي نه مننه وکړل چي دديارلس سوه دري نوي کال خپله کلني بوديجه يي په سمه توګه دبيارغنيزو پروژو په پلي کيدو کي مصرف کړه.
د والي مرستيال وويل:چي اداري مجلس په غونډه کي به دراتلونکي کال دبيارغنيزو پروژلپاره ډيره بوديجه ځانګړي سي.
دلښکرګاه ښاروال محمد فاضل صافي وويل: چي ښاروالي به په راتلونکي کال کي تردي هم لازيات سړکان پيادرونه چري او نوري اساسي پروژې دخپلي بوديجي په مټ پلي کړي.
بل خوا لښکرکاه ښاروال وايي: چي د سړکانو ترپخېدو وروسته يې دحفظ او مراقبت لپاره ځانګړي بوديجه په پلان کي نيولې او په دي بوديجه سره به ټول هغه سړکونه ورغوي ، چي ترجوړيدو وروسته له ورانی سره مخ کیږي.
دی وايي :چي ښاروالۍ ډيره هڅه به تردې ورسته په ښار کي دسړکانو پر حفظ او مراقبت وي.
بلخوا دولايتي شورا رئيس کريم اتل د ښاروالۍ د ديارلس سوه درې نويم کال کارونه دستايني وړ وبلل او زياته يې کړه چي دلښکرګاه ښاروالي دولايتي شورا سره په مشورو او همږغۍ په ښار کي بيارغنيزي پروژي پلي کړي دي.
دده په وينا چي ښاروالۍ ورسره ژمنه کړې، چي دبې ټو ون په سيمه کي به پاته يونيم کيلومتره سړک هم ورغوي.
ده دمرکزي اداري وغوښتل چي نورهم په هلمند کي دبهرنيو ډونرانو په مالي مرسته بنيادي او اساسي پروژي پلي کړي.