کور / تازه خبرونه / افغانستان د نړۍ والو پانګووني او مرستو ته اړتیا لري

افغانستان د نړۍ والو پانګووني او مرستو ته اړتیا لري

د نړۍ یو شمیر ورځپاڼو او خپرونو په خپلو وروستیو ګڼو کې د افغانستان په اړه د لندن د کنفرانس په باب مطالب خپاره کړي دي.

لویدیځ مطبوعات وايي، که څه هم چې په افغانستان کې د نړیوالو پوځي ماموریت مخ په ختمیدو دی خو نړیواله ټولنه ژمنه ده چې افغانستان به یوازې نه پریږدي.

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د افغان ولسمشر اشرف غني د وینا یوې برخې ته په اشارې سره لیکلي؛ اشرف غني چې د خپلو څرګندونو په پیل کې کومې شمیرې یادې کړې؛ هغه له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو حساب نه بلکې د ناټو د هغو سرتیروشمیر و چې په ۱۳ کلونو کې په افغانستان کې وژل شوي دي.

واشنګټن پوسټ وايي، د افغانستان ولسمشر په خپل هیواد کې د نړیوالو له قربانیو ستاینه او درناوی وکړ.

د مطلب لیکونکي زیاتوي، ولسمشر غني وویل، د دغو سرتیرو قرباني به بې ځایه نه ځي او د ده حکومت به د تیر حکومت په مقایسه چې په اداري فساد کې ډوب و؛ توپیر ولري.

واشنګټن پوسټ د لندن په کانفرانس کې د ګډون کوونکو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې یادونه هم کړې ده او لیکي چې د دې هېوادونو استازي په دې باور دي چې افغانستان نه شي کولی په یوازې سر ځان وژغوري او همدې ته پام سره دا هیواد د نړیوالو پانګوونې او مرستو ته اړتیا لري.

نیوز ویک مجلې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر له قوله لیکلي: متحده ایالات نه یوازې په افغانستان کې د شوو پرمختګونو ساتلو ته ژمن دي بلکه غواړي چې دا لاسته رواړنې دوام وکړي په ځانګړي توګه د ښځو د حقونو په برخه کې.

ګارډین:

ګارډین ورځپاڼې بیا د افغانستان ستونزو ته اشاره کړې ده او لیکي چې که نړیواله ټولنه بیا افغانستان ته شاه کړي؛ نو په دې هیواد کې شوي پرمختګونه او لاسته راوړنې به له مینځه لاړې شي.

ګارډین لیکلي، نړیوالې ټولنې په افغانستان کې لسګونه میلیارده ډالر ولګول چې د روغتیايي خدماتو، پوهنې او د ښځو د حقونو په برخه کې يې مثبت تاثیر لرلی دی.

خو د ورځپاڼې په وینا دا پرمخګتونه زیاتره په سترو ښارونو کې لیدل کیږي او د لرې پرتو سیمو د خلکو په ژوند کې يې کوم لوی بدلون نه دی راوستی.