کور / هراړخیز / افغانستان ته تمدن يو ځل بيا، او څنگه؟

افغانستان ته تمدن يو ځل بيا، او څنگه؟

د رئيس جمهور خاص ميلمه سټيفن فرډريك سټار چى د جان هاپكن پوهنتون پوهاند دئ داكټر اشرف غني كابل ته را غوښتلى وو.

ډاكټر سټار كابل پوهنتون كى نن د خپل كتاب [Lost Enlightenment] باره كى ليكچر وركړ او ويي ويل افغانستان يو وخت ددنيا د تمدن مركز وو. ځكه دا ځمكه د علماءو په علم ومتزينه وه. د علم او پوهى مركز وو. افغانستان ته د دنيا گوډ گوډ نه خلك راتلل چى ددى ځائ نه علم يوسي. ددى ځاى خلكو د علم او هنر سره علاقة وه او نور خلك به ددى ځائ د خلكو د علم، كلتور او فرهنگ نه د زده كړي لپاره راتلل. د دنيا نورو كلتورونو ته دلته احترام كيده. د خلكو أفكار متمدن وو.غټ فكرونه يي درلودل او تنگ نظري نه ول.

د وويل ، الرازي، ابن سينا، الغزالي، البيروني او نور مشهور علماء دى ځاى كى د تمدن د بقا مسئولين ول.

ډاكټر سټار وويل، ابو ريحان البيروني چى د سلاطينو دظلمو هند كى او بيا بيرته غزني راستون شوى وو، اوسيده. البيروني اولنئ كس وو چى ددنيا دبلى خوا چى دامريكا وچه وه، باره كى يي خپله فرضيه يا هيپوتيسيس د هرچا نه مخته پيشنهاد كړى ول. البيروني بيا پدى فكر كى وو چى ددنيا هاغه طرف (امريكا) كى خو وچه شته، چى ژوند به هم پكى وي يا نه؟

نو البيروني په غزني كى د امريكى د لويي وچي فرضيه د اول ځل لپاره اختراع، چى هاغه وخت اوروپايان په تياره كي اوسيدل، ليكلى وه. دا افغانانو ته يو غټ افتخار دئ.

څه وشو او ولى افغانستان يا دا منطقه پدى حال شوه؟ او تمدن ولى ركود وكړ.؟

ډاكټرسټار چى د مينځنئ اسيا په علومو كى ماهر دى وويل. افغانستان او منطقه باندى خارجي يرغلونه، د علماء وژل، او د علم، منطق او هنر پرضد جنگ كونكو سخت خراب كړ. چى جنكيز او منگوليانو ته يي اشاره كوله. سټار پدى ركود كى الغزالي هم ملامت وباله او وي ويل چى دى د سلجوقيانو د سلاطينو سره نږدى اړيكي درلودى او دده په وخت نور علماء په خوف او رعب كى كى گرزيدل چى ددى كار مخه بايد نيول شوى وه.

پوهاند زياته كړه چى افغانستان نه علماء وتختيدل، او نورو همسايه هيوادو كى ميشت او بالاخره مړه شول. علم ركود وكړ او بلاخره تمدن دمينځه ولاړ. خو دى ركود ٥٠٠ كاله دربر ونيوه.

د أميرامان الله خان وخت كى چى اروپا د نورى نړئ سره د ريل خط په زريعه د اقتصاد دبهبود پخاطر ځان وصل كړ افغانستان يو بل چانس درلود، خو افغانستان د سياسي وجوهاتو په خاطر په هاغه وخت كى چى نړئ د تمدن او ترقي په لور روانه وه افغانستان يوځل بيا د داخلي او خارجي سياستونه ښكار او د نړئ د اقتصادي قطار نه پاته شو.

ده خپل كتاب ته په اشاره وويل. چى افغانان څنگه يو ځل بيا خپل ورك تمدن لاسته راوړلائ شي.؟

افغانان دى ځان د ريل دليارى همسايه گانو سره بيرته وصل كړي. او دوئ سره دى فرهنگي او اقتصادي روابطو ته لار هواره كړي. د اقتصاد د ښه كولو ليارى دى عامو خلكو ته پرانستل شي، او افغانان دى علم زده كړو ته يو ځل بيا زور وركړي. نو دا دتمدن د بيرته ژوندي كولو لپاره افغانانو ته اولين شرط دئ.