کور / هراړخیز / ځوانيمرګ عبدالقدیم پتیال د کندهار لویه شتمني وه

ځوانيمرګ عبدالقدیم پتیال د کندهار لویه شتمني وه

عبدالقدیم پتیال د کندهار هغه ځلانده هستي او قیمتي لعل و چي ډېر بې وخته
مو د لاسه ووتی . د هغه انرژي، ابتکار، وطن سره میني، آرمانونو او
خیالونو ته لا ډېر زیات ضرورت و. هغه په ډېرو سختو شرایطو کي زیات شمیر
کارونه تر سره کړل، که چیري ژوند ورسره وفا کړې وای، نوربه ئې هم زیات
فرهنګي، علمي او ودانیز کارونه راته کړي وای. موږ په فرهنګي ډګر او
کندهار کي د ګوتو په شمار کسان لرو او موږ ټولو دده پوهي ته ګوته په غاږ
نیولې وه دده شخصي کرکټر، غوره اخلاق، وطنپالنه، اسلام او خاوري سره توده
مینه او میړانه به مو هیڅکله هیره نه سي شهید پتیال د افغانستان دفرهنګ
ډیوه او یوه معنوي پانګه وه او که به مي مبالغه نه وي کړې ارواښآد د
کندهار یو بل بینوا و. کندهار به نور په چا حساب کوي هغه پتیال چي زموږ
مشرانو لیکوالو دیاغي شاعر په نومونو یاد کړی و ؟؟ افغانستا ته به بل څوک
داسي لوړ خیالونه ولري لکه پتیال چي لرل. دا زموږ دنفاق پایله ده ، چي په
هرنظام کي مو دسر سړي او دقلم څښتان قرباني کېږي او چي موږ حساب پور کوو
بیا ئې غلیم بې وخته راڅخه وتښتوي. د پتیال شهادت دډېروفرهنګیانو، د
افغانستان او کندهارځوانانو وطنپالو، ، ، د مدني ټولني فعالانو، د عدالت
اوانصاف پلویانو، دافغانستان د فرهنګ او کلتور خدمتګارانو، د ترور او
وحشت مخالفینو، د پښتون قام پتیالانو، او لنډه دا چي د اسلام او د
افغانستان دپتنګانو زړونه ور داغ کړل. هر یوه دده پرځوانیمرګۍ او زموږ د
یوې ورینداري پر بې سرنوشتۍ او د یوې درنې کورنۍ پر ژور غم اوښکي توی کړې
او .ددې ترڅنګ وحشي او بې ننګه د پردیو نوکر دښمن غندمه . او اوس
دارواښآد افکار او دهغه ارمانونه دده په شعرونو کی موندلای شو او بس.
دهغه افکار او خیالونه مي لا هغه وخت خوښ وه چي دئ ژوندی و او کله به
داسي وخت راغلی چي دوه په دوه به سره ناست وو، په حقیقت سره دملګري مرګ
او نه شتون انسان سخت ځوروي . اوس چي شهید راسره نسته دهغه ارمانونه او
ادبي اثارئې راسره دي او یو یو ګورم . دده په اثارو کي یو قوي . متحد او
ودان افغانستان راته ښکاري. له ولسونو سره مینه، د وطن د ابادۍ ارمانونه
او د ښکلي تاریخي کندهار پرتم پکښي راته له ورایه ښکاري. د پتیال اثار په
لاندي ډول دي :
۱…. انکار شعري ټولګه
۲….. نتلی لیکوال
۳….. پردیس بینوا
۴ زرپاڼه – ناول (ترجمه)

پتیال زما شخصي کلک ملګری و، د زړه راز مو سره درلودئ او. زه دهغه له
ارمانونو او خیالونو ښه خبر وم. دهغه نه شتون او شهادت سخت مایوسه کړم ،
او دده د لوړو ارمانونوانځورونه مي اوس مخی ته راځي. د پتیال په مخکي
لازیات د نوښت او تخلیق ډګر و، هغه کولای سوای هیواد او ولسونو ته لا
زیات معنوي اوفزیکي کار وکړئ ، خو د افغانستان ددښمنانو نه لوریدل چي
افغانستان داسي هستي و لري. دا زموږ بد قسمتي ده. دعا کوو چی پاک رب د‌ي
دشهیدانو په قافله کي دغه رژیدلی ګل ته فردوس جنت نصیب کړی او الله(ج) دي
دده دوستانو او ملګرو ته جمیل صبر او عظیم اجر په نصیب کړی. د پتیال ځای
نشي ډکیدای. ډېر وخت ته لا ضرورت دئ چي افغانستان بیا یو پتیال پیدا کړي
.

اسدالله زړه سواند