کور / د ډيورنډ کرښه / د ډیورنډ کرښې له لاسلیکه دوې میاشتې وروسته د وزیرستان د ویش دتوطیی په اړه یو تاریخي سند

د ډیورنډ کرښې له لاسلیکه دوې میاشتې وروسته د وزیرستان د ویش دتوطیی په اړه یو تاریخي سند

« دادهرافغان په مخ کې له خاورې اوخپلواکۍ سره دمینې او مسوولیت داعیه او دپراخو آزادی غوښتونکوولسونو او آزادپالو واکمنانو لکه غازي امان الله خان ،فخرافغان پاچاخان ، وزیرصاحب محمد ګل خان  ارواښاد سردار محمد داود خان، خان شهید  او ارواښا ډاکترنجیب الله اونورو دهیواد پالنې ، سرښندنې نه هیرودونکي میراث دي .  موږ په دي هم باوري یو او هم هیله من چې که نړۍ له افغانانو سره مرسته کوي ، دوی  دي دخپل انساني کرامت اودملتونو غوښتنو ته د درناوي په نامه  له افغانانو سره دا مرسته وکړي لکه چې له جرمني سره یې دبرلین  ددیوال په نړولو کې لاسونه یوکړل  ، همداسې دي له افغانانوسره د تاریخ په دغه دموکراتیک دورکې دامرسته وکړي څو د دیورند نامنلي او بې دیواله کرښه هم  د ابدلپاره  دافغانانو له مخې لرې کړي .  
 زموږ مبارزه به  زموږ دخاورې ددغې برخې دخپلواکۍ تر پولې پورې پرهمدغه ژمنه روانه وي چې  : موږ د دیورند منحوسه کرښه په تیرو ۱۲۱ کلونو کې نه منلې اونه به ېې په راتلونکې کې ومنو!  »
له دغې مقالې څخه …
د دیورند کرښې له لاسلیکه دوې میاشتې وروسته 
دوزیرستان د ویش  دتوطیی په اړه یوتاریخی سند 
پروفیسور عبدالخالق رشید
یوه مخکنۍ یادونه :
دیورند(٭) یودوه سیلابه کرغیړن نوم اوکرغیړنه کرښه ده ، چې دیوه عادي انګریز کیپتان (وروسته دباندنیوچارو چارواکی ) اودافغانستان د یوه خپلسري خوپه عین وخت کې دیوشمیرپه وینا مجبور واکمن (عبدالرحمان خان )  له څیرو سره ځان پتلیزوي . دغه ډنګر خو مکار کیپتان له  ۱۸۷۹ میلادي کال څخه ، یانې له هغه مهاله وروسته  چې امیرمحمد یعقوب خان دکابل له تخته یوازې په دغه ګناه چې پربالا حصار باندې یې دپاڅون کوونکو وینې تویې نه کړې اوپردې یې تورن کړچې له مقاومت کوونکو سره یې لاره وه دهند په لوروخوځاوه  ، دیوه فعال انګریزې مامور اودهغې حادثې له مخې چې پلار یي  په سرحد کې  دنده ترسره کړې وه اوهمدلته مړشوی و دافغانستان چا رو ته وګمارل شو، او خپل ماموریت  یې له همدغه ځایه پیل کړ.
——————————————–
(٭)  دغه مکار انګریز په ۱۸۵۰ کال کې زیږیدلی او په ۱۹۲۴ کال کې یانې یوکال له امیرمحمد یعقوب خان څخه وروسته مړشوی دی .دماشومتوب یوه برخه یې په بهوپال اودهندپه نورو برخه کې تیره شوې ، په دې چې پلاریې هم په بریتانوي هندکې دانګریزی کمپنې له مامورینو څخه و. په فارسي ژبه یې روانې خبرې کولې ،  له  ۱۸۷۳ کا ل څخه وروسته یې له بریتانوي هندي واکمنۍ سره په کار پیل وکړ،دده له لویو کارنامه څخه یوه هم دغه (دیورندلین)  پروژه وه چې نژدې لس کاله یې دهغې په اړوند کاروکړ څوچې په پای کې یې دغه دزهروغړپ پرامیرعبدالرحمان خان باندې دهمدغې خوږې ژبې (فارسي ) په خوږو کې پرسرواړاوه اوله دغې تاریخی پروژې وروسته یې  اوږده دنده په دغه سیمه کې پای ته ورسیده ، انګریزانو ونازاوه ایران ته یې دخپل استازي په توګه ولیږه چې هلته له ۱۸۹۴ څخه تر ۱۹۰۰ کال پورې پاتې شو، بیا پراسپانیاکې سفیرشو اوله ۱۹۰۳ کال څخه تر ۱۹۰۶ کال پورې په امریکا کې دانګریزاستازي و. کله چې له امریکا راستون شو، بیا یې دیولړآثارو په لیکلو لاس پورې کړ،چې په هغو کې  ( دخپل پلارژوند لیک،یومنی په لویدیزفارس کې اودنادرشاه په نامه تاریخی ناول ) دپاملرنې وړ شول .
دیورند چې هرڅه و،اوهرما موریت یې ترسره کړي هغه دبریتانوي هند (بریټش راج ) په استازیتوب دی ، په بریټش راج یاواکمنۍ کې اوسنې هند، سیلون ، برما ، بنګله دیش اوسینګاپورراتلل هغه واکمنی چۍ تر ۱۹۴۷ کا ل پورې یې دهند په نیمه وچه باندې واکمنی وکړه او له دغې نیټې وروسته په دغه نامه کوم سیاسی او دولتي جوړښت دلته پاتې نه شو. هغه امپراطوری رنګه شوه ،یادې شوې ټولې سیمې  دخپلو حقوقو خاوندانې  شوې ، هیچا هم نوردانګریزانواصولو ، قوانینواو تړونونه ته اهمیت ورنه کړ،خو یوازې پښتانه دي چې تراوسه پورې هم دښکیلاکي امپراطورۍ په طلسمونوکې دهرډول انسانی اړیکو په پام کې نه نیولو سره ښکیل اوله هرډول حقوقونو څخه بې برخې کړل شوي او پاتې شوي دي. په داسې حال کې چې دغه ملت اودغه قام هم باید دانګریزانو له تګ سره سم دخپل خود ارادیت خاوند شوی وای. دغه مساله تراوسه دآسیا پرزړه باندې دیوه ناسور په توګه همداسې پاتې ده چې باید نوره نو له دغه حالت راووزي او نړیوال باید له  افغانانو سره د دغې غمیزې په پای ته رسیدوکې مرسته وکړي.  
 سره له دې چې موتمردیورند په انګریز راج کې دیوه مامورپه توګه خپله دنده پیل کړه خوورسره یې زیات فکراوپام دغه ټکي ته هم وچې دی څنګه دخپل پلارنوم  ، هغه څوک چې په پنجاب او پښتونخوا کې د یوه واکمن انګریزي مامور په توګه کارکړی و، په افغان ـ انګریز لومړۍ جګړه کې یی هم برخه درلوده او یوکتاب یی هم دافغان انګریز دلومړۍ جګړې  په اړه لیکلي چې ددغو شپو ورځو ټول جزیات یې  په هغه کې په پوره وضاحت سره په ډاګه کړي دي . دزوی دیورند هیله هم داوه چې په یوډول نه یوډول دانګریزي هند دواکمنۍ په نقشه کې دخپل پلار نوم تلپاتې کړي . پلاریی سرهنري مارین دیورند چې په انګریزي پوځ کې یې لویه دنده ترسره کړه  او په پای کې د  ۱۸۷۱کال په پیل کې  په داسې حال کې چې دپنجاب لفتنیڼت ګورنرهم و  په (ټانک ) کې له هاتي څخه راولوید ، مړشو او بیاهملته خښ شو.  زوی یې  یوازې په دې خاطر چې دپلارنوم یې دلته ژوندی پاتې شي د لوی افغانستان له چارو سره ځانګړې لیوالتیا پیداکړه او فارسی ژبه یې زده کړه او روانې خبرې یې پرې کولې ان دومره چې عبدالرحمان خان یې دهغې له امله ورجذب کړاوددیورند دکرښې دلاسلیک یولامل یې هم داو چې دیورند ( دده ملګری ) په فارسي ژبه هم ډیرښه پوهیږي . زه فکرکوم چې ماتمر دیورند  په پيل کې  ( تر۱۸۸۰ کال پورې ) داپه پام کې نه درلوده چې دده له دغې ځاني لیوالتیا به دومره لویه تاریخي اوانساني غمیزه جوړیږي ، خوداچۍ استعماري پروژې يوه پربله پسې په دغه سیمه کې دزمان په تیریدو سره دپاملرنې وړکیدې ، همداسې دده ذوقي اولیوالتیایی پروژه هم په یوه لویه انګریزي اړتیا باندې هغه هم د دوی د یوازني سیال  ( روسيې ) په وړاندې پرافغانانو او د دوی پرخاوره باندې پرزور ور وتپل شوه . ماتمردیورند دخپل پلار ښه عزت وکړ، په دي مانا چې د ده پلار ته د درناوي په موخه دافغانستان یوه لویه برخه دلوی افغانستان له پیکره  دیوې نامنلې کرښې په نامه چې په پای کې بیادده په کورني نامه ( دیورند ) چې تراجریې زجر ، ترښه نامه یي بد نوم  زیات نامتو شو یاده شوه .ان چې  نن سبایې  دسیمې داندو ژوند په قاموس کې  د دیورند دمنحوسې کرښې نوم هم دخپل بشري ضد  ماهیت له مخې دځان کړي دی.
سرهنري مارین دیورند دسرماتمردیورند پلار
 پرکابل باندې د انګریز جنرال رابرت له واکمن کیدو ، اوبیا دعبدالرحمان خان ( د۱۸۸۰ کال دجولای ۲۲دکابل پرامارت کیناست ) له راوستواوپاچا کولو وروسته ، دیورند ته په هندکې لومړی د پخواني امیر ( محمد یعقوب خان ) دچارود ځانګړی مامور دنده ور وسپارل شوه چې دهغه( امیر)  او افغانستان  په اړه باید ټولې چارې ترخپلې څارنې لاندې ونیسی . ددغې دندې دسرته رسولو په ترڅ کې دغه ځیرک کیپتان ځان دافغانستان او سرحد په چاروکې دومره ورساوه  چې دبریتانوي هند لوړرتبه مامورینوهم ده ته  په دغه برخه کې دصلاحیت لرونکي ما مور په سترګو وکتل اوپردغه مهال یې هره خبره دافغانستان او امیردچارو په اړه هم لوړو انګریزي مقاماتو اوریده او هم دهغولپاره  دمنلو وړ وه .
دیورند په دغو سختوشپوورځوکې چې لاهم افغانستان په هراړخیزه توګه تر انګریز ي منګولو لاندې ودافغانستان او په دغه سیمه کې دخورا تودو حالاتو شاهد و، انګریزان ترهغو پورې چې دامیرعبدالرحمان پښې په کابل کې ټڼیګیدې ، دافغانستان مستقیم واکمنان وو، جنرال رابرت ترخپلې وروستنې ورځې په افغانستان کې له پوځې تیریو نیولې بیا تر توطیواوسازشونو پورې ددغو ټولو کړو وړولارښونه په خپل لاس اوخپل سر وکړه ، دافغانستان په هره برخه کې یې دملي بې اتفاقۍ لپاره سختې هلې ځلې وکړې ، دملي مبارزینوپه لیکوکې یې داسې درزونه واچول چې په ډیرو لږو امتیازاتو سره یې دهغو یوزیات شمیرپه انګریزانو پسې روان کړل ، هغوی چې  له دوی سره نه شول هغوی ته یې  داسې بدمرغۍ راوټوکولې چې د هغوپه ترڅ کې  نوموړو سرکښوهم  کرارکراردهغو کړو چې له وسه یې پوره وو توان له لاسه ورکړ. په غزنی ، میدان لوګر او زرمت اوشمالی کې یې له قومونو رانیولې ترځانګړو ملي مشرانوپورې دنویو توطیو لامونه خواره کړل تردې حده چې نورنو ډیرولږو کسانواوملي څیرودمقاومت (لکه نن سبا چې دروسانواوامریکایانوسره دمقاومت پایله ګورو ) په اړه فکرکاوه .د رابرت له خورا ورانو تګلارو څخه یوه داهم وه چې دوی دخپلوموخو دخوندي کولولپاره په ملي بې اتفاقیوبرسیره دهیواد له تش په نامه روحاني قشر څخه هم دخپلو توطیودعملي کولو په ترڅ کې ښه کارواخیست. انګریزانو دنژدې پنځوکالو(۱۸۷۹ – ۱۸۸۴ ) په ترڅ کې نه یوازې پرافغانستان باندې دغیرمستقیم تش په نامه برلاسي مستقیمه لړۍ وساتله بلکې په دغه موده کې یې پرامیرعبدالرحمان خان باندې هم دا باور وشو چې څه دوی ورته وایی هغه یې هم مني اوهم  په هره برخه کې ددوی په خوښه دعملي کیدو لاره چاره ورته برابرولای شي  ، دوی اوس ځان په دې باوري کړی و چې نور نوله عبدالرحمان  څخه وزیرمحمد اکبرخان نه شي جوړیدای. ځکه چې ده ته هم پرته  ددوی له پیسو اودملاتړله  یارانې نورڅه نه وو پاتې .همداوه چې دغه دواک تږي سردار چې دمهاجرت په ترڅ  کې یې د روسانواودهغوی دمنځنۍ آسیا دلاسپوڅوواکمنانوکړه  وړه په ښه توګه لیدلي وو  دداسې ملت په وړاندې چې تردغه مهاله یې څو ځلې له دوی سره منګولې ورکړې وې دعلامه حبیبې په وینا ( په تصادفي توګه )  ملاتړلی اوپه پوځې نومونه برچه پک  ودراوه. امیرپلوي تاریخ لیکونکي په دې باور دي چې عبدالرحمان خان پر دغه مهال پرته له دې چې په یوه داسې لاس پوڅي دریځ کې پاتې شی بله چاره هم نه درلوده ، انګریزانودی لومړی له ملت سره چې په ده پسې کله هم نه و ددښمنۍ په دریځ کې ودراوه ، دویم یې  روسیه ورته ببره کړه ، او په دریم ګام کې یې  امیرمحمدیعقوب خان اودمیوند فاتح په هند کې تیارورته کینول چې که یې ددوی له خبرې یوه وړه سرغړونه هم وکړه . له هغوی سره به په احتمالي توګه لاس او خوله یوکړي ، دهغوبیرته راتګ به دده د ورکې یوازنی او دملت په خوښه لامل وي . هغه څه چې دوی کله هم  نه ورته تیاروو اونه یی هم ترسره کړل .
انګریزان تر ۱۸۸۴ کال پورې دافغانستان او امیرپه وړاندې دملي مقاومت دکمزورتیا پر پروژه باندې بوخت پاتې شول ، په غزني ، شمالی ، وردګو، زرمت ،کټوازاوجلال آباد کې چې کوم حرکت دمحمدجان خان او ملامشک عالم  او میربچه خان او نورو په مشرۍ دسردارموسی جان دولیعهدۍ او په پای کې د امیرمحمدیعقوب خان دبیرته راتګ په خاطر رامنځ ته شوی و، هغه یې هم  ورو وروپه ماهرانه توګه د بیلابیلو پلمو اوبیلابیلوکسانو دتوطیوپه ترڅ کې دعبدالرحمان خان دټیګښت په خاطر له پښورا وغورځاوه ، محمدجان خان یې په کابل کې دامیرلاس کتوی او دنن سبا دغه اوهغه منصب په پلمه رامحاصره او له ملي غورځنګ څخه لرې وساته . ملامشک عالم چې لاهم د امیرګوتو نه و ورغلی ،لاهم  په خپل انګریزي ضد روحانی تبلیغ باندې په لوګر اوغزني کې بوخت و ، عصمت الله خان جبارخیل یې هم دغلجیودمشرۍ د تش په نامه ویاړپه پلمه تر خپل واک لاندې راووست اولکه محمدجان خان غوندې یې یوبې واکه درباري ترې جوړکړ امیربه هرچیرې روان و دی به یې هم له ځان سره یرغمل ګرځاوه . میربچه خان چې کله دجهاد د دوران دپیسو دحساب نه ورکولو په پلمه له پوښتنواو ګرویږنو سره مخامخ شو، له هوښیارۍ څخه کارواخیست اودامیرله اولکې څخه یې  لومړی هند اوبیا فارس  ته ځان سردار محمد ایوب خان ته ورساوه اوله هغه سره بیا دایران له لارې  هندوستا ن ته ولاړ.
امیرعبدالرحمان چې په پلازمینه کابل اوشاوخوا ولایتونو کې دیادو شویو ملي څیرو په وړاندې په خپلو کارواییو کې ځان بریمن ولید. بیایې دانګریزانو په مرسته اواشاره  دکندهار دنیولواودایوب خان د پوره ماتې په لور ورمخه کړه . په پیل کې خودده باور پردغه بري  په دې نه کیده چې انګریزانو غوښتل کندهار دخپلې واکمنۍ په قلمرو کې وساتی ، دخلکو اوپه تیره بیا دملي مجاهدینود وروستۍ مقاومت یولامل اوکلکه غوښتنه همدغه ټکی و چې انګریزان باید کندهار دخپلې واکمنۍ برخه نه کړي اونه یې باید له افغانستان څخه بیله خپله برخه وبولي .(۱)
که څه هم انګریزان دکندهار پريښودو ته په اسانۍ سره تیارنه وو، خو وروسته دغه عام پاریدونکي حرکت دې ته ناچارکړل چې باید دخپلو پوځونو لیکې پر کوژک اودهغه پرشاوخوا باندې ودروي ، امیرته یې زړه ورکړ چې باید پرکندهار باندې یرغل وکړي اوهغه ولایت باید نور دتل لپاره دسردارغازي ایوب خان د برلاسی له دایرې څخه وباسي .امیرعبدالرحمان خان  په (   ۱۸۸۱ ) کال کې  کندهار دیوې قیماری جګړې په ترڅ کې له سردارایوب خان څخه ونیو ( له قماري جګړې څخه مراد دادی چې دامیرباور نه کیده  چې  کندهار به  له ایوب خان څخه په اسانۍ سره ونیسي ، همداوه چې خپله ټوله خزانه یې په کابل کې په دوو برخو وویشله ،  یوه برخه یې ترکستان ته واستوله اوبله یې له ځان سره دکندهار دجګړې په نامه واخیسته چې زیاته برخه  یې له کابله ترکندهاره  په هره سیمه کې دخپل بري په موخه پرسیمه ییزوخانانو اوملایانو باندې وویشله ، یوه برخه یې ترکستان ته په دې خاطر واستوله چې که دکندهارپه جګړه کې ماته وکړي ، نو بیا به هلته ور وتښتي او هلته به کارترې واخلي  .
(محمدجان خان یادشوی اثر)
په هرډول دایوه مقدماتی یادونه وه چې دغه عصرته مو په لنډه توګه وکړه ، اوس راځو اوهغه سند په ګډه لولو چې دهغه په ترڅ کې ددغې تاریخی غمیزي یولړهغه جزیات لوستی شي چې دهغو له مخې انګریزانو په څومره مکاریوسره  دوزیرستان یوه برخه چې ترننه  دآسیا په تاریخ کې دغمیزو یوه لړۍ ورته ویلای شو  له افغانستانه دیوې توطیې په ترڅ کې بیله اودبی ثباتۍ په توپان لاهوکړه .
—————————–
(۱) محمدجان خان وردګ اوملامشک عالم  لومړني څوک ووچې دغه موضوع یې دخپل یوه شرط په توګه انګریزانو ته وړاندې کړې وه .
د دیورند دتړون له لاسلیکه دوې میاشتې وروسته
« آیادا رښتیا ده چې موږ امیر دکال په شپږلکه پلورلي یو؟ »
 
انګریزانو د ۱۸۹۳کال دنومبر په  (۱۲) له امیرسره دافغانستان دیوې پراخې برخې پرسرخپله معامله ترسره کړه ، د دیورند په مشرۍ چې کوم پلاوی په همدغه موخه ټاکل شوی و ، هغه  دغه معامله دیوه تړون په نامه چې امیرخپله هم منلي اوهم ېې لاسلیک کړی ترسره کړه ،  ښایي ډیرخلک دا پوښتنه وکړې چې انګریزانو داکار  په کوم مقصد ترسره کړ ؟  دوی غوښتل افغانستان تجزیه کړي اوددغه هیواد کلي اوکورونه په زور په دوو برخو باندې وویشې ؟ دوی یوازې غوښتل چې په هندکې دخپلې امپراطورۍ دخوندي ساتلو په موخه یوبسیا او باوري سنګر دخپلو سیالانو  ( روسانو ، فرانسویانو اونورو ) په مقابل کې له پښتنواوپښتونخوا څخه جوړکړي ؟  اوکه یی موخه داوه چې باید دهند پرلوردآسیا دبیلابیلو برخو ( لویدیزي اسیا ، جنوب آسیا ، منځۍ آسیا ، چین او چینی ترکستان ) تجارتي مالونه اوتجارتي کاروانونه له خطره پرته رامات شي ؟
دغه پوښتنې هغه  څه دي چې باید په دغه اړه ترهرڅه دمخه سړی ښه غوراوسوچ پرې وکړي اوپایله یې دیوه تحلیل اوپایلې په توګه وارزول شي . زه په دغو پوښتنوکې ترهرڅه دمخه په دویمې پوښتنې باندې دیولړاسنادو په رڼاکې ټینګارکوم اوترډیره حده دا د دیورند دبیلتانه یوازنۍ اومهم لامل ګڼم ، په دغه اړه یوه تاریخی حقیقت ته رجوع کوو:
یومهال علامه اقبال خپل یوه دوست محمود خان بنګلوري ته یولیک  دافغانانو اوپښتونخوا په اړه لیکلی و، په هغه کې یي ویلي وو چې افغانان دتاریخ په اوږدو کې دهندوستان لپاره ډال وو ،  دي اوپه راتلونکي کې هم کیداشي  دیوه لوی مدافع په توګه حسا ب پرې و شي ، ځکه نو باید تل  پردوی باور وشي ، له دوی سره باید مرسته وشي …
کله چي روسانو پرافغانستان یرغل وکړ په بیلابیلو خیالي اومیراثې موخوکې یې  یوه هم دهند تر تودو اوبو پورې ځان رسول وو دعلامه دغې وړاندوینې  د روسانو له راتګه وروسته خپل اهمیت وموند اودایي په ډاګه کړه چې پښتانه اوپښتونخوا په رښتیا هم د هند دنیمی وچې لپاره دیوه دفاعي ډال بڼه لري همداوه چې په شلمه پیړۍ کې هم روسانو ونه شوای کولای چې تردغه سیمه دی  دغې خواته خپل نفوذ اونفوس پراخ کړای شي، پښتونخوا یوځل بیا دیوه سنګرپه توګه وکاریده یوملیون افغانان له روسانو سره دجهاد په نامه دامریکایانو په اشاره دکمونیزم دماتې په لامل له منځه لاړل ، هرڅه سره ګډوډ شول ، خو ثبات تراوسه هم په دغه سیمه کې دخوب لیدل دي.
 انګریزانوهم له دیورند څخه له دغه هدفه پرته بله کومه اسره اوهیله  نه درلوده او نه یي په فکرکې وو. دوی له روسانوڅخه دسخت خطر احساس کاوه ، همداوجه وه چې له چترال اوګلکت څخه بیا ترکندهاراوهرات پورې  يې ځانونه له روسانو په امن کې نه ګڼل ځکه داخبره د تاریخ په اوږدو کې روښانه وه چې  دهندوستان شمال ( پښتونخوا اوسرحد ) تل ددغه هیواد دنیولولومړنۍ قراول و چی هرځواک کولای شول له دغې لارې هندوستان ته  په آسانۍ سره ننوزي اوهلته دننه بیا په آسانۍ سره دخپلو اهدافو دتحقق په لامل لاس په کارشي .داچې امریکایانواو نورو دشلمې پیړۍ په پای کې همدغه تګلاره وڅارله ، اوله دغې سیمې یې دکمونیزم په مقابل لویه مقابله ترسره کړه ، انګریزانو خوبه په نولسمه پیړۍ کې خامخا کټ مټ لوبه په همدغه مقصد ترسره  کوله ، دوی ته دامهمه نه وه چې دغه لوی تاریخی هیواد تجزیه کیږي ، بیسواده کیږی او د دوی ویشل به  یوه بشري فاجعه وي،  دوی یوازې دخپل خوندیتوب په لامل په دغه بشری ضد جنایت باندې لاس پورې کړاوپرامیرعبدالرحمان یی د دیورند نامنلي کرښه ومنله اوپرتړون یې له هغه څخه دهغه لاسلیک واخیست.  خبره  داده چې انګریزان باید په نړیواله کچه ددغه ناورین اوجنایت له امله دنړیوالو په مخکې له پښتنواوافغانانو ترهرڅه دمخه بښنه وغواړي ، دوی باید په دغه انساني جنایت باندې ونه ویاړي داځکه چې دوی  په دغه کارکې  له دوو وسیلو څخه کارواخیست چې یو زور و اوبل هم پیسې ، آیادا دمنلو وړوه چې دوی امیرعبدالرحمان خان ته دتړون له لاسلیک سره سم داتلسو لکو روپیو ژمنه  هم وکړه اوهم یې عملي کړه ، اوس پوښتنه داده چې موږ باید پوه شو چې دوی د افغانستان دغه برخه په اتلس لکه له امیره پیرودلې اوکه یې په زور نیولي ، که هرڅه وو ، که په اتلس لکه یی دغه ځمکه غصب کړه ، خودانه وایي چې دوی ددغې خاورې په معامله کې ددغې خاورې له اوسیدونکو هم پوښتنه وکړه  ؟ څرګنده ده چې دوی دغه پوښتنه ونه کړه  په دغه تاریخي سند کې هم  دخلکو همدغه پوښتنه  دوی درک کړی خوځان یې پرې ناګارکړی .
پښتونخوا په زور له لاسه لاړه ، اتلس لکه روپۍ هم له یاده ووتې ، هندوستان تجزیه شو داخبره په خپل ذات کې دامانا لري چې معاملې خپل ارزښت له لاسه ورکړ، باید هغه برخه چې داتلس لکو په مقابل کې له لوی افغانستان څخه بیله شوې وه بیرته  په افغانستان پورې تړل شوې وای . له بده مرغه چې په دغه برخه کې هم انګریزان اوهم دهغو لاسپوڅي پټه خوله پاتې شول اوترننه هم ددغه ناسور په وړاندې یوه نړیواله ټولنه او یوه بشري مرجع پیدانه شوه چې  ددغې سیمې دخلکود ارادې اوتاریخی شته والي په اړه یوبشری اواخلاقی فکروکړي اودغې سیمې ته یا خپلواک برخلیک ورکړي اویایی بیرته خپل اصلي پیکر افغانستان ته وسپاري . ځکه په دغه اړه ترټولو مهمه خبره  داده چې دیورند کرښه اوبیلتون دپښتنواوپښتونخوا دولسونو اراده نه وه اونه یې په دغه اړه خپل رضایت په جمعي توګه  ترننه ښودلي دی.  د دیورند کرښه یوه فرضي کرښه وه ، چې د وخت امیر هغه له  انګریزسره دیوې ځانګړې معاملې په توګه څو د دوی واک پرهند اوسیمه باندې خوندي و ساتل شي لاسلیک کړه چې  له دغه لاسلیکه بیا ترننه دغه کرښه دپښتنو دبربادۍ اوبدمرغۍ په موخه کارول کیږي  ، که پرون همدغه سیمه انګریزانو کاروله ، نن یې امریکایان کاروي ،لرې نه ده چې زر به داکرښه یوه ورځ چین هم له اوسنيوپنجابی واکمنانو سره دیوې معاملي اویا ماتې په پایله کې  دیوه بل اسیایی ناورین په توګه هم داسیا اوهم ددغو خلکو پرضد وکاروي .
 په هرډول راځو د تاریخی سند متن ته ،  په دغه متن کې زموږ لوستونکي په ډیره آسانۍ سره دلوی افغانستان په وړاندې دطرح شوې توطیې ټول اړخونه په خورا اسانۍ سره ارزولی شي. په دغه برخه کې  ترهرڅه دمخه  دوه ټکي زموږ په مخکې را پړکیږي ، یوداچې خلک څه کوي او دغه طرحه څنګه ارزوی ، زما مطلب په دغه برخه کې خلک هغه  عام ذهنیت دی چې په ټولیزه توګه دخلکواستازیتوب کوي ، نه یوڅوتنه چې یاد امیرله خوا هڅول شوي اویاهم دانګریزانوله خوا چې نه دملي منافعو په ارزښت اواهمیت پوهیږي اونه هم له هرډول معاملي  ځان پربله خوا تیرولای شي . دخلکو ذهنیت دادی چې :  « آیادا رښتیا ده چې موږ امیر دکال په شپږلکه پلورلي یو؟ »
داهم هغه پوښتنه ده چې ځواب یې په روښانه توګه تړون او دهغو پیسو زیاتی دی چې امیرددغه تړون په مقابل کې ترلاسه کړې ، خلک رښتیا وايي  آیا یوامیراویوواکمن داحق لري چې دملت شتمنۍ په تیره بیا هیواد یوبل هیواد ته دپیسو هغه هم  د اتلسو لکو په ارزښت باندې ور وپلوري ؟ فرضآ داامیریې ناروغ اویا لیونی لکه چې امیرمحمدیعقوب خان چې کلونه کلونه په زندان کې ولوید او چې کله راخلاص شو ، ټول په دې پوهیدل چې هغه مزاجی ستونزه لري ، خو یرغلګرو انګریزانو یوازې دخپل هدف په موخه هغه ناچارکړاودګندمک په لور دتړون دلاسلیک په موخه له ځان سره په لیوني مزاج سره روان اوهغه یې پرې دیوه بشری ضد عمل په توګه  پرې لاسلیک کړ. چې پایله یې دافغانستان دخلکو له خوا موږ ټولو ولیده چې په څه ډول ملت بیا خپل غچ  ددوی له استازي کیوناري په څه ډول واخیست. دوی له هغې ماتې عبرت وانه خیست اوبیایی د دیورند نامنلې طرح پرعبدالرحمان خان باندې ور وتپله. اوهغه دهندي فلم کیسه ترې جوړه شوه چې کوم لویدیزوال له لویدیزه ملاراتړلي اوغواړي په هندوستان کې تاج محل واخلي، هندوستان ته راځي اوخپله داهیله له یوه لابالی چا سره چې نه تاج محل پیژنی او نه هم چا واک ورکړی شریکوي ، هغه هم پرې پوهیږي چې والله دالویدیز وال ترده هم لوده اوبی عقل دی ، ورته وایی چې زه حاضریم چې تاج محل درباندې خرڅ کړم ، په څویی غواړې؟  بالاخره خبره دي ته رسیږي چې څه پیسې ورسره دي هغه تروړی اودتاج محل بی منطقه خریدار دفلمي صحنی په لنډو او اوږدو کې همداسې بی اسرې پریږدي ، ترڅوچې بیرته له هندوستان څخه د وتو لپاره هم څه په جیب کې نه ورپاتې کیږي…
دامیراو انګریزانو معامله هم دغه د تاج محل دخرڅلاودفلم معامله ده چې دماهیت له مخې تردې زیاتی اوبرتري چې یوازې سړی پرې وخاندي نه لري .
په دغه لیک کې یوشمیرټکي شته چې هغه باید په غورسره ولوستل شي اوپه غورسره باید وارزول شي. دبیلګي په توګه دغه لاندې ټکي :
دلیک په (۲) شمیره کې دپنجاب ګورنر په ډاګه لیکي : «   موږ باید دا انتظار ونه لرو کوم څه چې موږ له امیرسره ترسره کړي ، دهغو مانا به داوي چې ګواکي هغه څه  موږ په کټ مټ ډول له قبایلوسره هم  ترسره کړي دي. رښتیا دا ده چې دهغو یوشمیرکړنې  هغه څه هم دي چې هغه زموږ دډاډ او باورله کچې دباندې دي. موږ باید دا انتظار ونه لرو چې زموږ دغه چلند به ان د وزیرو لپاره هم دمنلو وړ وي ، دهغه لوی ځواک اوبرخې لپاره چې هغوی به ترامیرهم زیات له موږ سره خوښ او زموږ پرخوا باندې دي.  منی خان ماته وړم کال په ډاګه وویل چې  دوی کله هم په دي خوشاله نه دي چې باید زموږ تابع داراوزموږ رعیت وی…»
دلیک په  (۴) شمیره کې لوی انګریز مامور دیوه مسوول مقام په توګه لیکي  :
« کیدای شي داخبره له هرچاسره ونه ویله شي ،  زما په نظرد وزیرو یوه شورا باید له امیرسره دخبرو په موخه جوړه شوې وای .په دغه ترڅ کې به هرڅه په خپله پردوی پورې اړوند وو، هرتصمیم به  د دوی له  خوا نیول کیده اودابه ترټولو ښه اوهراړخیز تصمیم هم واي. څه چې په دغه اړه زما مطلب دي ،  هغه دادي چې هغه شمیر وزیری چې زموږ سره موافق نه دی ، دهغوی نظریات باید هم موږ او هم امیر په تړون کې په پا م کې نیولی وای ، اوس موږ باید داهم خلکوته په ډاګه نه کړو چې ګواکي د وزیرستان زیاته برخه دامیرپه انډول زموږ په واک کې ده.
خو رښتیا داده چې دوزیرستان زیاته برخه زموږ په اولکه کې ده  ځکه نودهغو په چارو کې زموږ ونډه زیاته ده…  »
 په  دغه شمیره کې ډیرې نورې خبرې هم راغلې دي چې په هغه مهال په رښتیاهم له چاسره د ویلو وړ نه وې ، حقایق هغه څه دي چې دوی سترګې ورباندې پټوي، اوکه نه دغه ټکي ته څه اړتیاده چې دوی یې وایی چې خلک باید په دې ونه پوهیږي چې د وزیرستان زیاته برخه  د دوی په اولکه کې ده …؟
برسیره پردې په دغه سند کې یوزیات شمیرنورې خبرې هم شته چې دیوې ښکاره توطیی نښې په ‌ډاګه کوي اوهغه ښکیلاکي طلسمونه سړی په ډیره ښه توګه لیدای شي هغه چې دیوه غیرانساني عمل په مقابل کې باید دیوه یرغلګرو ځواک له خوا په سیمه کې عملي اوپرخلکو ور وتپل شي.
داډول ډیرې نورې خبرې هم شته چي دنظراومسلک خاوندان پرې له بیلابیلو زاویوپوهیدای شي. ځکه نوزه غواړم چې اصل انګریزي سند ژباړه دیوه پراخ بحث  په موخه دګرانو لوستونکو په واک کې ورکړم .
تلګرام 
نیټه ، ۱۳ جنوري ۱۸۹۳ 
استونکي : فارن سکرتري کلکته
اخیستونکی : چیف سکرتري ګورمنت اف پنجاب ، لاهور
دسند ځای  :  د هند ملي آرشیف شمیره (۶۵) د۱۸۹۴ جنوری 
  د جنوری په  (۱۰) تاسوته (۶۵) شمیره لیک دهغه تړون له کاپی سره چې هغه دیورند داندوـ افغان پولې په اړه پاینل کړی دراستول شوی دی، په هغه کې پرتاسو باندې ستاسې دڅرګندونو لپاره چې کوم ګامونه باید ددغه تړون دپایلي په اړه پورته شي غږ شوی دی. ویسرای په دي اند دی چې امیرته هم یولیک ولیکل شي اوله هغه باید وپوښتل شي چې دده لپاره کوم وخت یومناسب وخت دی چې باید دنښې لګولو لپاره یوګام پورته کړل شي. په عین حال کې داخبره هم باید ورسره وشي  چې ددغه کارلپاره دیوه کمیسون پرځای د زیاتوکمیسونو دعملي کیدو لاره چاره برابره شي . ویسرای داهم وايي چې سیمه ییز مامورین باید دتړون دمحتویاتو دعملي کیدو لپاره وهڅول شي اوهم قبایلو ته باید دا وویل شي چې نور به په راتلونکې کې د دوی یرغلونه او حملي بندې وي که چیرې دوی تردې وروسته په یرغلو اوتعرض باندې لاس پورې کړ، دوی په جدی توګه یا زموږ او یاهم دامیرله خوا چې له موږ سره په دغه برخه کې همکاردی سزا وویني . کیدای شي چې دیوه دربار تابیا وشي اوپه هغه کې باید وزیري ملکانو ته بلنه ورکړه شي اودغه موضوع باید دوی ته تشریح او په ډاګه شي. دمهربانۍ له مخې زموږ تلګرام او (۶۵) شمیرې لیک راځواب کړئ هیله ده چې دنوموړو ټکو په اړه موخپل نظرهم موږ ته راولیږئ .
دپورتني لیک په ځواب کې .
 د هند دحکومت د لفتنینټ ګورنرځوابي یاداشت
د فارن دیپارتمنت د (۶۵) اف  شمیرې لیک
( ۱۸۹۴کال دجنوری لسمه)
(محرم )
۱: زه  هغه جزیات چې د کرمې د درې دپولي دټاکلو اوپه نښه کولو لپاره په بیړني توګه په پام کې نیول شوي تاییدوم اوپه دې اند یم چې باید زر ترزره عملي بڼه ومومي. پردې برسیره زه داهم منم چې ددغه کاردعملی کیدو اوتطبیق پردنده باید ښاغلي میرک وټاکل شي.
په دغه اړه له موږ سره څه اندیښنې هم شته چې هغه باید د پښاور او دیره جاتو له کمشنرانو سره په لیکلي ډول شریکې کړم اومشورې باید سره وکړوڅوپه ډاګه شي  چې په دغه اړه څه باید وشي اوکوم ګامونه باید پورته کړل شي .
۲: موږ باید دا انتظارهم ونه لرو چې ، کوم تړون اومعامله چې موږ له امیرسره ترسره کړي ، دهغو مانا به داوي چې ګواکي هغه څه  موږ په کټ مټ ډول له قبایلوسره هم  ترسره کړي دي. رښتیا دا ده چې دهغوکړنویوشمیرپه خپل ذات کې   هغه څه هم دي چې هغه زموږ دډاډ او باورله کچې دباندې دي. په دغه اړه موږهم باید دا انتظار ونه لرو چې زموږ دغه چلند به ان د وزیرو لپاره هم دمنلو وړ وي ، دهغه لوی ځواک اوبرخې لپاره چې هغوی زیات ترامیرهم له موږ سره خوښ او زموږ پرخوا باندې دي.  منی خان ماته وړم کال په ډاګه وویل چې  دوی کله هم په دي خوشاله نه دي چې باید زموږ تابع داراوزموږ رعیت وی لکه چې کټ مټ خبره د مسودو او درویش خیلو ترمنځ دخپل منځي دښمنی اوجګړوپه ترڅ کې کلونه مخکې رامنځ ته شوه او بیا د سولمن (سلیمان )  دجوړې دتړون پربنسټ سره آرام شول ، دوی سره کیناستل اوخپله ستونزه یې داسې سره حل کړه چې نه له موږ سره په تماس کې شول او نه هم له امیرسره . له همدغې ستونزې وروسته  بیا ددوی یوشمیربی شکه دې ته لیوال شول چې زموږ پرخوا دی خپل تمایل پیل کړي. خوپه دې هم باید پوه وو چې داهغه وخت و چې ښکاریده دوی دامیرتراولکه لاندې خپله خپلواکی له لاسه ورکوي ، ځکه یې تیاری وښود چې زموږ په لور دې رامخه کړي. اوس هم که چیرې  زموږ له مامورینو څخه هم کټ مټ حالات وویني ، دوی به له موږ سره هم خپل شرایط  زموږ دکنترول په اړه په ‌‌ډاګه کړي .
برسیره پردې له اوږدې مودې راپه دیخوا دوی ته تل دا ویل شوې چې  دا ددوی خپله خوښه ده چې ووایي له موږ سره راځی اوکه له هغه سره ، په دغه اړه زه په زړه نازړه توګه داوایم چې له دوی سره باید اوږدې خبرې ، هغه هم دجرګو مرکوله لارې چې دوی باید خپله برخه په کې ولري ، پردوی باید پیسې او لونګی وویشل شي څو په پای کې  وکولای شي په یوډول نه یو ډول خپله پریکړه او شرطونه  دخپل ځان په باره کې په ډآګه کړي.داخو پخوانی دود و خو اوس  دوی په یو ناڅاپه توګه دا واوریده چې د دیورند  ماهرانه مذاکراتو اودقلم څو کرښو دغې مسالې ته دپای ټکي کیښود داسې چې  دهغو خبرو پربنسټ دبرمل وزیر د امیرترواک لاندې پاتې شول اودا نور بیا زموږ .
زه له اوږدې مودې راپه دیخوا په همدې سوچ کې وم چې دابه ددوی لپاره دمنلو وړنه وي چې دوی باید خپل قومي جوړښت دخپلو سترګوپه وړاندې مات وویني ، هغه چې په تلپاتې توګه ددوی ملي پیوستون او یوالي په ډاګه کوي. زه فکرکوم چي سرموتمردیورند په دغه اړه سم فکرکړي او دغه ټکي ته ځیرو چې داپه خپل ذات  کې زموږ لپاره دبیدارۍ یوه نښه هم ده . زه په دغه ټکي هم پوره باوري یم چې دا به د دوی لپاره ډیره ګرانه اوخواشینونکي وي چې امیراو یا موږ پرته له دی چې نور نو دوی ته ووایو چې « ستاسې په اجازه » اوپرته  د دوی له شرطونو  دوی په خپل کنترول اواولکه کې راونیسو. له بلې خوا داخبره هم شته چې نور نو د دوی لپاره داچانس هم دتل لپاره نشته چې په یوه او بله پلمه به وکولای شي زموږ او امیرترمنځ د دښمنی راپارولو په برخه کې څه رول ولوبولای شي.
۳: دازماخپل اټکل دی چې کیدای شي ډیربه دقیق نه وي ، باید چې ترهرڅه دمخه په دغه برخه کې دخلکو احساسات هغه چې له شکه خالي نه دي هم په جدي توګه په پام کې ونیسو ، ځکه چې په تیرو څو وروستیو اوونیوکې وزیریان  له هغه څه څخه چې دلته ترسره شوي راضي نه دي، موږ ته راپورونه رارسیدلي چې د دوی یوشمیرهغوی چې زموږ تراولکه لاندې دي داخبره کوي چې  : « آیادا رښتیا ده چې موږ امیر دکال په شپږلکه پلورلي یو؟  هغه ته داحق چا ورکړی چې باید زموږ په باره کې دامعامله وکړي ؟ موږ په عین حال کې دهغو وزیرو په اړه هم راپورونه ترلاسه کړی، چې د امیرترواک لاندې دي هغوی هم شکایت  کوي چې دوی ولی زموږ تراولکه لاندي رانه غلل . چې دغه دواړه ډوله شکایتونه او سرټکونې په خپل ذات کې له یوه بل سره په مغایرت کې ښکاري. اوداترې په ښه توګه پوهیدل کیدای شي چې دغه دواړه ډوله شکایتونه  د دوی نا خوښي څرګندوی او دواړه دا په ډاګه کوي  چې دوی نوره خپله آزادي چې تراوسه یې درلوده له لاسه ورکړې هغه  چې  د دوی خبرې ته به اهمیت ورکول کیده او د دوی شرطونه به په پام کې نیول کیدل.
۴ : کیدای شي داخبره له هرچاسره ونه ویله شي ،  زما په نظرد وزیرو یوه شورا باید له امیرسره دخبرو په موخه جوړه شوې وای ، په دغه ترڅ کې به هرڅه په خپله پردوی پورې اړوند وو، هرتصمیم به  د دوی له  خوا نیول کیده اودابه ترټولو ښه اوهراړخیز تصمیم هم واي. کوم څه چې په دغه اړه زما مطلب دي ،  دادي هغه شمیر وزیری چې زموږ سره موافق نه دی ، دهغوی نظریات باید هم موږ او هم امیر په تړون کې په پا م کې نیولی وای ، اوس موږ باید داهم خلکوته په ډاګه نه کړو چې ګواکي د وزیرستان زیاته برخه دامیرپه انډول زموږ په واک کې ده.
خو رښتیا داده چې دوزیرستان زیاته برخه زموږ په اولکه کې ده  ځکه نودهغو په چارو کې زموږ ونډه هم زیاته ده.
په دي کې شک نشته چې دنښه لګولوپه عملي کیدوسره به  طبعیي پایله  داروښانه کړي چې دوزیرو زیاته برخه به  دزمان په تیریدو سره زموږ په واک کې راشي .او دهغوي په نورو چاروکي به دلاسوهنې نوره موقع هم زموږ لپاره برابره شي اوموږ به ترتصورزیات په دغه برخه کې دبریو په لور وړاندې ولاړشو.خو داخبره هم شته چې موږ لا په دي باوري نه یو چې پردغه لاره تګ به زموږ لپاره څومره ګټوروي اوڅنګه به پردغه لاره پرمختګ وکړو،  دامساله تراوسه هم یوڅه بحث ته اړتیالري ، خوزه په خپل نمیګړي فکرسره په دي باوري یم چې، موږ په دغه برخه کې پرمختګ ته ملاتړلې، خو په دي لا سم باوري نه یو چې پرخپله دغه تګلاره به پرمخ ولاړشواوکه نه .
۵: زه دهغه څه په باب چې فارن سکرترې په تلګرام کې  په ۱۳ نیټه دیوې اعلامیې او یا دربار په اړه لیکلي جدي  شکمن یم ځکه هغه دا وړاندیزکړې چې کوم څه دلته ترسره کیږي باید ټول یوموټي اوحسابی وي څو دهغو په رڼاکې هغه څه ترسره شي څو وښيي چې موږ په بشپړه توګه په دغه باره کې  په یوه نوې  کرښه روانیږو اونوې تګلاره وړاندې کوو. دا به دوزیرو اونور قبایلو لپاره چې په دغه برخه کې ځانګړې اندیښنې لري ډیره مهمه وي ځکه نودوی ته باید په لیکنی او وینې توګه دغه ټول څه پرته له هرډول درغلی او غولونې په ډاګه اوبې پردې وویل شي. لکه : «  په راتلونکې کې به مو دیرغل لپاره ځای نه وي ، که تاسې داکارترسره کړ، زموږ اوامیر له خوا هغه چې له موږ سره دقانون دپلې کولو په کارکې مرسته کوي درنه سزا ووینۍ  » .
زه فکرکوم چې که دغه پیام دغوخلکو(قام )  ته په ډاګه ورسول شي هغوی به په ټولیږه توګه په خپل جوړښت کې دغه بدلون وستایی ، په تیره بیا هغه مهال چې دپولې دنښه کولو  سمه تګلاره زموږ اوامیردښواړیکو په پایله کې رامنځ ته اوعملي کیږي . زه   تردې زیات نورڅه په دغه باره کې نه شم ویلای ، اوکه چیرې نورڅه په دغه اړه وایم فکرکوم چې هغه زیاتې جوړونکی نه بلکه نیمګړې او ترموضوع ورهغه خواڅه وي. خو څه چې  باید وویل شي هغه باید له زمان او حالاتو سره برابرڅه وي . تراوسه کوم څه چې زما له خوا د تیروتنې اوشک سبب شوي هغه دادي لکه چې ما یوه  کمشنرته داځواک  او صلاحیت ورکړ او ورته ومې ویل کوم څه چې په یوه برخه کې ضروري وي باید وویل شي  لکه هغه بله ورځ چې  کټ مټ موضوع رامنځ شوه اوهلته یوشمیروزیرو دامیر پرعلاقه اوقلمرو باندې دیرغل خبره راجګه کړه ، ما کمشنر ته داخبره وکړه چې که دا خبره ستا په نظر ډیره مهمه وي ، باید هغوی ته وویل شي چې داکارپه هغه حال کې شونی دی چې که امیرپردغه برخه باندې دخپل قلمرو ادعا وکړه په هغه حال کی به موږ دوی ته دا اجازه ورکړو چې دهغه په وړاندې هغه ته دسزاورکولو اجازه ولري.
۶: پرپوله  دنښه لګولو دکارد جزیاتو په اړه دادپاملرنې وړ ده چې دا داسې څه دي چې موږ باید دهغې په اړه  په اړینه توګه په تړون کې یوڅه یادکړي وای ، اوس دایوه اړتیا ده چې باید هغه یوشمیرځایونوکې لکه چې ما لاپخوا هم اشاره ورته کړی چې هغه کرمه ده ،خو دتړون له مخې بیا دا وړاند وینه شوې چې باید یوازې په هغو برخو کې « چیرې چې یی دعملي کیدو اولیوالتیا » شونتیا وي باید ترسره شي. په عین حال کی داخبره هم ده چې موږ داهیله لرو او دا مو پتیلې چې دنښې لګولو خبره باید دیوې تګلارې اویوې پالیسۍ په توګه ترلاس لاندې ونیول شي ، په داسې حال کې چې زموږ دغه دریځ  دهغو قبایلو د دریځ خلاف دی هغوی چې زه  فکرنه کوم  دغه کارته ترهغه پورې چې په دغه اړه یولامل اودلیل ونه وینی دلیوالتیا اوعلاقې غاړه کیږدي .
۷: کیدای شي له  (کومدور دماندی ؟ )څخه په یوڅه واټن دشمال په لوردپولې ټاکل اودهغې جزیات یوه اړتیا وي ، خوداهم باید په پام کې وی چې دهغې دعملي کولو لپاره  هم بشپړ لاملونه په لاس کې وي  چې دهغو هسکو اوټیټو له لیدو اوهلته دنه تګ  په حال کې له موږ سره یو لامل شي . همداسې دغه ټکي به د وزیرو لپاره څنګه د احتمال له مخې دمنلووړشي، موږ باید له دغو ټکو سره یوځای زموږ د ځایي مامورینو نظریات هم له پامه ونه غورځوو. کیدای شي وزیر  په رښتیا هم دي ته لیوال وي چې دغه پوله باید په دغه برخه کې په نښه کړه شي. البته داهم شوني ده  چې دوي په طبعیی توګه داغږ وکړي چې که دا کاریوځل اوزرعملي شي دوي په دغه اړه هیڅ اعتراض نه لري.
دوزیرو له سیمی د تیریدنګ اودکرمې ترپولې پورې رسیدل ، لکه چې ما مخکې دهغه په باب خپله کتنه په ډاګه کړه ، موږ باید دپیواړغاښي په پام  کې ونیسو او باید ووایم چې دابه له منطقه لري وي چې دهغه ځای او لندي کوتل ترمنځ پولې دنښه لګیدو هڅه دي دم ګړۍ په عملي توګه ترلاس لاندۍ ونیول شي ، ځکه زه باوري یم چې له  لندي کوتله بیا دکابل ترسینده دغه پوله تراوسه پورې لا شکمنه ده .په دغه سیمه باندې نښه لګیدنه کومه ستونزه نه ده خوترهرڅه دمخه باید دغه سیمه په روښانه توګه په نښه کړه شي.
۸:  دکابل ترسیند هغه خوا پوله دپنجاب له پولې ور په هغه خوا ده ، چې موږ دهغې په اړه زیاته اندیښنه نه کوو. اونه له هغې سره دځانګړو معیارونو په پام کې نیولو سره کوم چلنداومعامله په پام کې لرو، که چیرې دهند حکومت لیوال وي چې د پیښاور کمشنراو یا هم دهغه دمرستیال سره دمعاملي څه ترسره کړي ، نو په هغه حالت کې به داسمه وي چې باجوړ دچارو دمامورینو دندو ته پاملرنه وشي  چي کیدای شی دهغوی یوشمیر له دندو باید لرې کړل شي.
۹ :لنډه داچې ، زه فکرکوم چې په اوس مهال کې  به زموږ لپاره ترټولو ښه خبره داوي چې په دغه برخه هیڅ هم ونه کړو اوهرڅه ته ډیرجدي ونه ګورو ، ځان باید آرام ونیسو اوهغه وخت باید په څه باندې لاس پورې کړو چې کلک دلیل ورته ولرو.  هغه بری چې سر دیورند موږ ته راپه برخه کړی دهغه په اړه باید زیاته خوشالي ونه ښیو.  که موږ دغه دریځ دځان لپاره غوره کړو ، دابه د وزیرستان په اړه دحیرانۍ خبره نه وي چې ددې کارپه پایله کې به ترلنډې مودې وروسته درویش خیل اومسود هم  زموږ دچوپتیا په ترڅ کې له موږ څخه دپیسو ترلاسه کولو لپاره خپل غږ پورته کړي. که موږ په داسې یو دریځ کې وو چې دوی موږ ته اړ وي ، په دغه حال کې موږ کولای شو دوی ته پیسې ورکړو  چې په هغو سره به زموږ لپاره شونې وي چې ددغې سیمې په باره کې هرڅه  وغواړو هغه  به دځان کړو. په عین حال کې ما تل داخبره کړې اویوځل بیایی وایم چې په دغه برخه کې موږ باید له پوځي مشرتابه سره هم خپلو مشورو ته دوام ورکړو اوله هغوی سره چې دوزیرستان په چاروکې بوخت دی باید تل په تماس کې وو،  دهغوی له مشورو وروسته موږکولای شو  پر دغه سیمه باندې دخپل برلاسي په باب تصمیم ونیسو. خو زما داخبره دامانا نه لري چې کوم دریځ چې موږ به یې په دغه سیمه کې ترلاسه کوو هغه به خامخا بریالی او زموږ له خوښې سره سم ، په زړه پورې دریځ وي.
په عین حال کې داهم باید په پام کې ولرو ،هغه حالت او دریځ چی موږ فکرکوو هغه به زموږ لپاره ترټولوښه اوپه زړه پورې وي ، کیدای شی  په دغه برخه کې یوبل داسې دریځ اوپوزشن هم رامنځ ته شي چې تردغه به هغه ښه اوکامل وي ، خو موږ باید دځان لپاره په هغه حالت کې مهم اومطلق هدفونه ولرو او یوازې په هغو نظریو باندې چې موږ فکرکوو هغه به زموږ په ګته وي خپل پلانونه عیارنه کړو.
۱۰: هیله من چې ددغه یادښت کاپي به کمشنرانو ، فارن سکرتری اونورو مقاماتو ته هم ور واستوي .
 ډي .فیتزپتریک »
پایله  
سږکال دادی د دریورند پرنامنلې کرښه  (۱۲۱) کاله پوره کیږي ، خو دافغان واحد ملت په دغه یوه پیړۍ کې هم دخپلې خاورې ددغې پراخې او سمسورې برخې پرسردغې خبرې ته غاړه کي نه ښوده  اونه یې کله هم په زړه کې ورتیره شوه  چې ګواکي دغه برخه یې له لاسه وتلې اوهغې په خاطر اوږده مبارزه باید  دپاي پرټکي باندې ودروي ، نه ، په تیره اوږده موده کې ددغې خاورې دبیا پیوستون او یوځای کیدوپه خاطراوږده مبارزه وشوه اوباور دي ترهغو چې ددغو خلکو دخودارادیت بیرغ دآسیا په زړه کې نه وي اوچت شوی ، دغه مبارزه به بیاهم دوام لري . ځکه چې دافغانانو ځوان نسلونه هم  ددغه تاریخي ویاړاو داعیې په خاطر اوس هم تر کرښه آخوا او دا خوا خپلو پرله پسې مبارزو ته دوام ورکوي  او په دې د یوه رسالت په توګه باوري دي چې :  دادهرافغان په مخ کې له خاورې اوخپلواکۍ سره دمینې او مسوولیت داعیه او دپراخو آزادی غوښتونکوولسونو او آزادپالو واکمنانو لکه غازي امان الله خان ،فخرافغان پاچاخان ، وزیرصاحب محمد ګل خان  ارواښاد سردار محمد داود خان، خان شهید  او ارواښا ډاکترنجیب الله اونورو دهیواد پالنې ، سرښندنې نه هیرودونکي میراث دي .  موږ په دي هم باوري یو او هم هیله من چې که نړۍ له افغانانو سره مرسته کوي ، دوی  دي دخپل انساني کرامت اودملتونو غوښتنو ته د درناوي په نامه  له افغانانو سره دا مرسته وکړي لکه چې له جرمني سره یې دبرلین  ددیوال په نړولو کې لاسونه یوکړل  ، همداسې دي له افغانانوسره د تاریخ په دغه دموکراتیک دورکې دامرسته وکړي څو د دیورند نامنلي او بې دیواله کرښه هم نوره د ابدلپاره  دافغانانو له مخې لرې کړي .
 زموږ مبارزه به  زموږ دخاورې ددغې برخې دخپلواکۍ تر پولې پورې پرهمدغه ژمنه روانه وي چې  :   موږ د دیورند منحوسه کرښه نه منلې اونه به ېې په راتلونکې کې ومنو!
اخځونه :  
——————-
(۱)  د هند ملي آرشیف شمیره (۶۵) خارجي څانګه ( سکریت  )  ،  د۱۸۹۴ جنوری
(۲)  دهند ملي آرشیف ، خارجی څانګه ، ( سکریت )  شمیره  ( ۱-۵۷  ) ۱۸۹۴ کال
(۳) رشید ، دیورند توره کرښه یوه غیرانساني هڅه  (ناچاپ )
(۴)  دعلا مه اقبال ، لیکونه ، په اردو ژبه ، د دهلی  چاپ .
(۵) رشید ، غازي محمد جان خان وردګ ، کابل  ۱۳۹۰ .
(۶) سیدعبدالاحد میربچه ، قهرمان ملی غازی میربچه خان کوهدامنی  کابل ۱۳۸۹
7: William Kaye ,  HISTORY OF THE AFGHAN WAR IN AFGHANISTAN , volume (1)  Delhi 1999.
8:Ludwig W. Adamec ,  AFGHANISTAN’S  FOREIGN AFFAIRS to the mid- 20th century, ARIZONA, 1974.
غلام حیدرخان چرخی  (به منځ کې ) دسروی له ډلی سره  حی له دیورند سره دمرستی په موخه ټاکل شوی وه
ع
پای