کور / علمي / د [افغان شهزاده او زه…] تاریخي ناول ۱۵م څپرکی

د [افغان شهزاده او زه…] تاریخي ناول ۱۵م څپرکی

د [افغان شهزاده او زه “په افغانستان کې لومړنی امـریکایي “] نومي تاريخي ناول ۱۷ څپرکي لري، چي هر یو به يې په نږدې راتلونکې کي د لوستونکو لپاره د لراوبر له لوري پر لیکه کيږي.
افغان شهزاده او زه “په افغانستان کې لومړنی امـریکایي”
شهزاده اکبرخان ( ۱۸۱۶-۱۸۴۶)
لیکوال: پوهاند بشیر احمد زکریا، د کولمبیا د پوهنتون دايمي پروفیسر
ژباړن: رحمت آریا
مننه
لیکوال له دې لارې غواړي خپله مننه لاندنیو شخصیتونو ته وړاندې کړي چې ددغـﮥ تأریخي ناول په بـﯦـلابـﯦـلو برخو کې ﺌـې خپله مرسته نه ده سپمولې : له تأریخپوه ښاغلي کاندید اکاډیمیسین محمد اعظم سیستاني، له استاد محمد معصوم هوتک، لیکوال او ادیب ښاغلي ډاکټر حمید سیماب څخه ځانگړې مننه. له نوښتگر، هڅاند ژباړونکي او لیکوال ښاغلي رحمت آریا څخه د بې سارې ژباړې پـه پار او له ښاغلي ولي احمد نوري څخه مننه کوم چې د افغان جرمن آنلاین په پورتال کې ﺋـې ددغـﮥ کتاب د دري او پښتو متنونو په خپرولو کې مرسته کړې ده، او له ښاغلي عبدالحي پوپلزي څخه د جمرود په معرکې کې د سردار وزیر محمد اکبر خان د څـﯦـرې د انځورگرۍ او طرحې په اړوند منندوی یم چې ډېـره ښکلې او واقعیت ته نـﯦـږدې طرحه ﺋـې انځور کړې ده. د لروبر افغان د وبسایټ له مدیر ښاغلي عبدالله احسان څخه مننه چې ددغـﮥ تأریخي ناول د پښتو ژباړې په خپرولو کې ﺌـې مرسته کړې ده. له خپل نـﯦـږدې دوست ښاغلي حامد نوید څخه مننه چې پـه خپلو انځوریزو طرحو ﺌـې ددغـﮥ کتاب پاڼې پسوللي دي. 
همدا شان غواړم د خپل ژوندانه شریکې او گرانې مـﯦـرمنې ته خپله د زړﮤ له کومې مننه وړاندې کړم چې اړین وړاندیزونه او سمون ﺌـې په متن کې راوړی دی، او هم له خپلو لوڼو، زامنو، وروڼو او د زکریا د کورنۍ له نورو ښاغلو غړو څخه منندوی یم.  
د ژباړونکي یادونه : دا شعر دوني ښکلی ، په زړﮤ پورې او په آسانه د پوهـﯦـدا دی چې ژباړې ته ﺋـې اړتیا نـﮥ وینم. 

چند چهار بـیـتی ملی

تو ای افـغــان فـروغ مـشـرقـسـتـان        تـنـفر کن ازین تـهــذیـب افـرنج 
نفاق و کشت و خون است این تمدن        فریب و هــیله را آخر بود رنــج
تو ای افــغـان امـــیـد اهـــل دانــش      زعیم و هم نعـیم و هم سخن سنـج
اگـــر یک ملــت واحــد شـوی زود      بـدسـت آری کـلیـد قـفـل صد گنـج
بـــیــا افــغــان بیــا بـنگر جهان را      بــقــای ملــیت موضوع جنگ است
حــیــات انــفــرادی را بــقـا نیست      بـرای نفع شخـصی وقت تـنگ است 
بــیــا افــغــان بــیــا ای مـرد آزاد       حـیات انـفـرادی عـار و ننگ است
زيي و خیل را کی مــی شـناســــد       وطن ازخون افغان لاله رنگ است
هــمه مــفـتــون حســـن اتــفــاقــت       تـــو در فـکـر زيـي و خـیــل تا کی
خــراب دست خیل و فرقه جنگــی       نــشسـتــن در ره ایــن سیل تـا کـی
بــیـا افـغــان که با هم یار باشیـــم        بــرای ایـن وطــن غـمخـوار باشیـم
زيي و خـــیل اکنون مـــی نه بایــد       بــیک دل مـــلت هــوشـیار باشیـــم 
                                                                         فیضی کابلی


د کاندید اکادمیسین اعظم سیستاني تقریظ 
افغان شهزاده او زه ” په افغانستان کې لومړنی امریکائي ” د پوهاند زکریا اثر

افغان شهزاده او زه “په افغانستان کې لومړنی امریکاﺌـي”، یو تأریخي ناول دی چې لیکوال ﺋـې ښاغلی پوهاند بشیر زکریا دی او د هـﯦـواد یوه ډېـره مهمه تأریخي پـﯦـښـه ﺋـې په خورا خوندورو عالي ادبـیاتو، د داستان په اډانې کې په ۱۷ څپرکیو او یوې سریزې کې رانغاړلې ده. 
سره له دې چې پوهاند زکریا خپلې لوړې زده کړې په امریکا کې د کولمبیا په پوهنتون کې د طب په ډگر کې سر ته رسولي دي چې هم ډاکټر دی او هم استاد، او هم ﺋـې د طب په ډگر کې مهم طبي اختراعات کړي مگر د هـﯦـواد د تأریخ او ادبـیاتو په ډگر کې هم ژورې پلټنې لري چې بـﯦـلگه ﺋـې همدا تأریخي ناول (افغان شهزاده او زه، لومړنی امریکاﺌـي په افغانستان کې) ده؛ دا کتاب د لوستونکي پر مخ د بـﯦـلابـﯦـلو پـﯦـښـو کړکۍ پرانـيـزي او څرگندوي چې د افغانستان په دنگو غرنیو لمنو کې څومره درانده، ویاړمن، په زړﮤ پاک سپـﯦـڅـلي برمیالي خلک ژوند و ژواک کوي، او تر هغو چې له چا بد ونـﮥ ویني تاوان ﺌـې چا ته نـﮥ رسـﯦـږي، او د خپلې اقتصادي تنگسې په لرلو سره سره بیا هم مـﯦـلمنو ته په ورین تندي ښـﮥ راغلاست وايي. 
 
پوهاند زکریا ددغـﮥ تأریخي داستان اصلي متن په انگلیسي ژبې په ۱۷ څپرکیو کې لیکلی او وروسته نامتو افغان ژباړونکي او لیکوال ښاغلي رحمت آریا په دري او پښتو ژبو ژباړلی دی. ما د افغان جرمن آنلاین د پورتال له لارې خپور شوی دغه داستان چې په ښکلو او فصیحو ادبیاتو دواړو دري او پښتو ته ژباړل شوی، په دري ژبې ولوست. 
 
له څون و څار پرته غواړم ددغـﮥ کتاب لیکوال (ښاغلي زکریا) ته د داستان د بیاني بڼې او د پـﯦـښـو د انځور له اړخه او ژباړونکي (ښاغلي آریا) ته چې له شک پرته ﺋـې ښکلې او روانه ژباړه وړاندې کړې، مبارکي ووایم.
لیکوال په خپلې سریزې کې لیکي : « په دغـﮥ تأریخي ناول کې زیاتره رانغاړل شوې پـﯦـښـې زما د شخصي کره کـتـنـو پر بنسټ شوي چې د څـﯦـړنې او پلـټـنې په ترڅ کې مې موندلي او هم د هغو کسانو عیني شهود او خاطرات په ځان کې رانغاړي چې نوموړې پـﯦـښـې ﺋـې په خپلو شخصي یادداشتونو کې ثبت کړي دي. ددې ناول نورې پـﯦـښـې په حقیقت کې د هغو پـﯦـښـو انځور دی چې تأریخ لیکونکو د خپلو ملي لـﯦـوالتیاوو او فرهنگي غوښتـنو پر بنسټ په خپلو تألیفاتو او ژباړو کې راغبرگ کړي دي.» په دې پسې لیکوال د یو شمیر کتابونو او آثارو نومونه را اخلي چې د افغان – انگلیس (لومړۍ – ژ) جگړه ﺋـې د عیني شاهدانو له اقوالو ثبته کړې او یا په خپله په دغو پـﯦـښـو کې ښـکـﯦـل ول چې په معجزوي ډول په پـﯦـښـې کې ژوندي پاتې شوي او بیا ﺋـې خپل د سترگو لیدلی حال د خپلو خاطراتو په کتابونو کې ثبت او له نورو سره ﺋـې شریک کړي دي. ددغو آثارو ډېـرۍ برخه تر اوسه هم موږ افغانانو ته ناڅرگنده او پټه ده او د گوتو په شمار څو تنو افغان لیکوالانو او پوهانو ژباړلي او د افغان پرگنو مخې ته ﺋـې ایـښي دي چې د هـﯦـواد د تأریخ پر تیارو څنډو باندې روڼا اچوي. د بـﯦـلگې په توگې : د الکزاندر برنس منشي، کشمیري موهن لال په ۱۸۴۶ز کال کې د 
(امیـــــر دوست محمد خان) د ژوندانـﮥ تر نامـﮥ لاندې د افغان – انگلیس په جگړې کې خپل د سترگو لیدلی حال په دوه وو ټوکونــو کې په لندن کې لیکلی او د انگلستان ملکې ته ﺋـې ډالۍ کړی دی. دا کتاب د خپل تألیف له نـﯦـټـې ۱۶۰ کاله وروسته د ډاکټر سید خلیل الله هاشمیان په قلم په امریکا کې په ۲۰۰۲ز کال کې وژباړل او خپور شو. د انگلیسي لښکر د سیـاسي چارو د افسر «الډرډ پاټـنجر» خاطرات په ځان کې په کابل کې د مکناتن له وژل کـﯦـدا وروسته د انگلیسي لښکر د وتلو لړۍ رانغاړي، دا د وتنگ هماغه لړۍ وه چې مکناتن له افغان لوري سره منلې وه. او هم د (جنرال سیل د مـﯦـرمنې) لیډي سیل ورځني خاطرات او هم د (فلشمن پـیـپـرز) تر نامـﮥ لاندې د یوﮤ بې باکه انگلیس سیلاني خاطرات دي چې په ۱۹۶۵ز کال کې د جیورج مکدونالد فریزر له پلوه د یوﮤ کتابگوټي په بڼې خپاره شول.    
لیکوال زیاتوي :« تر ټولو په زړﮤ پورې دا ده چې د «جوسیا هرلان» په نامـﮥ د امریکا د پنسلوانیا د ایالت له یوۂ بې باکه امریکاﺋـي سیلاني څخه هم یو کتاب پاتې دی چې خپل عیني او ډاډمن مشاهدات وړاندې کوي، دغه یادداشتونه د «بن مکنـتایـر» په نامـﮥ د یوۂ لیکوال له پلوه سمبال او په یوﮤ کتابگوټي کي خپاره شوي دي. ددې تر څنگ په دې ناول کې نـﮥ یوازې د افغان، کشمیري، پاکستان او هندي لیکوالانو تأریخي لیکنې بلکه د همدغـﮥ شهزادگي په اړوند هغه شفاهي داستانونه او افسانې راټولې شوي چې د افغان کورنـﯦـو په منځ کې خپرې دي.»
 په دې توگې لیدل کـﯦـږي چې د « افغان شهزاده او زه، په افغانستان کې د لومړني امریکاﺋـي» داستان لیکوال د خپل کتاب محتویات د عیني شاهدانو د روایاتو او تأریخي سرچینو پر بنسټ راټول کړي او یوازې ﺋـې په داستاني ادب کې په داسې انځور کې رانغاړلي چې لوستنگ ﺋـې د نن ورځې ځوانانو ته چې د اوږدو مضمونو د لوستـنې زغم نه لري ښکلی او په زړﮤ پورې وي. او په رښتیا چې لیکوال د یوﮤ مسلکي او متخصص سړي په توگې دا کار په بریا سر ته رسولی دی.
د تأریخي رومان په ژبې زموږ په هـﯦـواد کې د تأریخي پـﯦـښـو انځورول دود نه دي او د هـﯦـواد په ادبي ډگر کې یوه نوې نـښرغانده «پدیده» گڼل کـﯦـږي؛ ما د ډاکټر اکرم عثمان د (کوچـﮥ ما) له داستان پرته چې یو ښکلی اثر او د هـﯦـواد د وروستۍ نیمې پـﯦـړۍ پـﯦـښـې، د ادبي داستان په ژبې انځوروي د اوسنۍ داستان په ښـﮥ والي بل تأریخي رومان نـﮥ دی لیدلی، له دې کبله کولی شم ووایم سره له دې چې د تأریخي داستان لیکلو په ډگر کې دا د پوهاند ډاکټر زکریا لومړنی اثر دی خو بیا هم په خپل کار کې ځکه په زښـتې ډېـرې ستایـنې بریالی راوتلی چې د داستان تومنه په خپله له کره تأریخي واقعیتونو سره همغږي لـري او ډېـر لـږ پـﯦـښـ‌ﯦـږي چې د کتاب لوستـنې د ډگر مینه وال دې له نا آشنا پـﯦـښو سره مخامخ شي؛ په ناول کې لږ شمیر نا آشنا نومونه یوازې ددې لپاره راغلي چې لوستونکی د لوستنې پر مهال ستړی نه شي او دې ته ﺌـې نـﮥ پـرېـږدي چې کتاب پر ځمکې باندې کښـﯦـنـږدي.        
د تأریخي داستانونو د کتابونو په منځ کې همدغـﮥ کتاب ته ورته کولی شو د (جگدلک د غچ اخیستونکو – انتقام جویان جگدلک) نوم یاد کړو چې د پخواني شوروي اتحاد د یوۂ څـﯦـړونکي نفتولا خالفین اثر دی؛  نفتولا د ۱۸۴۱- ۱۸۴۲ز کلونو ترمنځ د افغان – انگلیس جگړې پـﯦـښو ته لـﯦـوالتیا وښودله او په دې اړوند ﺋـې پراخې هر اړخـیزې څـﯦـړنې تر لاس لاندې ونیولې؛ بیا ﺌـې د خپلو پـلـټـنو او څـﯦـړنو پایلو ته په همدغـﮥ نامـﮥ کتاب کې په زښت په زړﮤ پورې ډول غبرگون ورکړ، نفتولا خالفین خپل دا کتاب د ستاینې تر کچې لیکلی دی.  
 زما په اند که کله هم وغوښتل شي چې د افغان – انگلیس له لومړۍ جگړې څخه فلم جوړ شي د پوهاند ډاکټر زکریا له اثر (افغان شهزاده او زه «په افغانستان کې لومړني امریکاﺋـي») او هم د نفتولا خالفین (د جگلـدک د غچ اخیستونکو) له اثر پورته بل اثر نـﮥ موندل کـﯦـږي. کولی شم ووایم چې د همداسې یوۂ فلم سناریو مخکې له مخکې ددغو دوو پیاوړو لیکوالانو له پلوه چمتو ده یوازې یوﮤ ماهر ډایرکټر ته اړتیا ده چې له قوې څخه ﺌـې فعل ته راواړوي او د افغان – انگلیس د لومړۍ جگړې د ډگر د اتلانو بریاوو او ناکامیو ته یوه تانده ساه ورکاندي. 
ما دغه په زړﮤ پورې تأریخي داستان له سره تر پایه ولوست او په ځینو ځایونو کې چې ما ته د پوښتـنې وړ ول خپل وړاندیزونه مې د پوهاند صاحب حضور ته وړاندې کړل او هغوی هم په ورین تندي ومنل او د انگلیسي، پښتو او دري په متنونو کې ﺋـې اړین سمونونه راوستل.
 هغه څـﮥ چې د کتاب په سریـزې کې زما په انـد لږ ښکاري دا ده چې د داستان لیکوال نـﮥ دي ویلي چې د داستان له لیکلو څخه ﺋـې موخه څـﮥ وه؟ آیا غوښتـي ﺋـې دي له افغانستان سره د امریکا د دوستۍ او همکارۍ د ټینگښت په موخې یو شمیر سوابق وپلټي او څرگنده کړي چې گڼې افغانان له پخوا هم د امریکا له مرستو برخمن ول او د امریکا د پرگنو مخې ته ﺋـې کښـﯦـږدي، او د امریکا مرستو ته د افغانستان د پرگنو پاملرنه راواړوي او یا ﺋـې کومه بله موخه درلودله؟ هر گوره، که لیکوال خپلـه موخه لیکلې وای نو ښـﮥ کار کـﯦـدۂ.
ښاغلي پوهاند بشیر زکریا ته په ژوندانـﮥ کې لا بریاوې غواړم.
پای
کاندید اکادمیسین سیستاني
گوتـنبرگ سویدن ۲۲/ ۲/۲۰۱۴

یو څو خبري

دا اثر چي د ښاغلي پوهاند ډاکټر بشیراحمد زکریا په لاس په انگرېزي ژبه لیکل سوی او د ښاغلي رحمت آریا په پیاوړي قلم په دري او پښتو ژباړل سوی دئ، یو تاریخي داستان دئ چي مرکزي کرکټر ئې د افغان ــ انگلیس د لومړۍ جگړې اتل وزیرمحمد اکبرخان (۱۸۱۶ ــ ۱۸۴۷ع) دئ. غازي وزیر محمد اکبرخان د امیر دوست محمد خان دوهم زوی وو. مـور ئــې بي بي خدیجه نومېدله چي پخپله کورنۍ کي ئې (بي بي خجو) بلله او د خپل توریالي زوی غازي وزیرمحمد اکبرخان له اسیته په اولس کي د ( مادرِ وزیر) په نامه مشهوره وه. بي بي خدیجه د حاجي رحمت الله خان بامیزي لور او د حاجي دریا خان لمسۍ وه.
د بارکزو د واکمنۍ په ټوله دوره کي د نورو ملي افغاني شخصیتو په لړ کي د وزیرمحمد اکبر خان او د هغه د وراره غازي محمد ایوب خان نومونه د ملي اتلانو په توگه ثبت دي. وزیر محمد اکبرخان هغه ویاړلی اتل دئ چي پخپل ژوند کي لاهم خلکو ورته دهیواد د ناجي په سترگه کتل او تر شهادت وروسته خو ئې نوم سمدستي اولسي ادبیاتو ته لاهم لار وموندله. ښځمنو ئې په یاد لنډۍ وویلې :
د اکبرخان غازي په توره
 وطن رڼاسو دښمنان په ماتي ځینه
د اولسونو دغه درناوی هسي یوعاطفي او احساساتي عمل نـﮥ وو، بلکي د وزیر اکبرخان دهغو قهرمانیو نتیجه وه چي په ۱۸۳۴ع کال ئې د کندهار په جگړه کي د سدوزي شاه شجاع د بدرگه انگرېزي لښکر په مقابل کي، په ۱۸۳۷ ع کال د جمرود په تاریخي غزا کي د هري سنگهـ سره د تن په تن جگړې پر مهال او په ۱۸۴۱ع کال په کابل کي د مکناټن د وژلو پروخت ښوولي وې.
ختیځوال د خپلواتلانو قهرمانۍ د جنگنامو په ویلو سره ستایي.  جنگنامې او ښادنامې هغه مډالونه او جوغې دي چي اولسونه ئې خپلو اتلانو ته ډالۍ کوي. غازي اکبرخان هم په دغو ډالیو نازول سوی وو او د نورو پراخو منظومو ښادنامو پرڅنگ ئې د کشمیري حمید ضخیمه اکبرنامه زموږ د هـﯦـواد په تاریخي آثارو کي یومعتبر اثر دئ چي په نظم کښل سوی دئ (۱۲۶۰ هـ ق = ۱۸۴۳ع). د خوشالۍ خبره ده چي د دغي اکبرنامې منظومه پښتو ژباړه د غازي اکبر خان تر شهادت (۱۰۵) کاله وروسته د کندهار د یوه حقدار ښوونکي او شاعر ملا جانان کاکړ (۱۸۹۶ ــ ۱۹۸۵ع) په قلم بشپړه سوه او تر اوږده انتظار وروسته درې کاله پخوا د ډاکټر عبدالرؤف رفیقي په همت چاپ سوه.
د لاخوشالۍ خبره بیا داده چي دافغانستان دملي ویاړونو یو بل مدافع پوهاند ډاکټر بشیر احمد زکریا له خپل پلرني هیواد څخه په زرو کیلومتره لیري د دغه ملي اتل کارنامې په یوﮤ تأریخي داستان کي په انگرېزي، دري او پښتو ژبو خپروي. ددې داستان محتوا ترزیاتي اندازې پرهغو یاداښتو ولاړه ده چي امریکایي جوسیاهرلان (۱۷۹۹ ــ ۱۸۷۱ع) راته پرې ایښي دي. البته پوهاند صاحب په دې داستان کي دهرلان پر یاداښتوسربېره د ځینو نورو معتبرو کورنیو اوبهرنیو آثارو حوالې هم لري.
زه په داسي حال کي ددې داستان د لیکلو مبارکي پوهاند بشیرزکریا ته ورکوم چي نوموړی د یوې سختي ناروغۍ له اسیته په روغتون کي بستردئ. پاک خدای دې عاجله شفاپه برخه کړي. دغه راز د داستان دري او پښتو ژباړونکي ښاغلي رحمت آریا ته هم ددغـﮥ درانـﮥ کار د بشپړولو له بابته د زړه له کومي مبارکي وایم .له خدایه غواړم چي قلم ئې د نورو درنوآثارو په لیکلو اوژباړلو کي د تل په شان پیاوړی واوسي.  
محمد معصوم هوتک
آشاواــ انټاریوــ کاناډا
۱۷ مه داکتوبر ۲۰۱۴ع

د لیکوال سریزه

په دغـﮥ ناول کې ډېـري رانغاړل شوې پـﯦـښې زما د شخصي کره کـتـنو انځور دی چې د خپلو څـﯦـړنو او پلـټـنـو په ترڅ کې مې موندلي دي او هم د هغو عیني شهودو او هغو کسانو د خاطراتو او یادداشتونو انځور دی چې نوموړې پـﯦـښـې ﺋـې په خپلو یادداشت لیکنو کې ثبت کړي دي. ددې ناول پاتې نورې پـﯦـښـې په حقیقت کې د هغو پـﯦـښـو بیا پنځونه ده چې تأریخ لیکونکو د خپلو فرهنگي غوښـتـنو او ملي لـﯦـوالتیاوو پر بنسټ له تألیف او ژباړې وروسته پنځولې دي. ددې تر څنگ باید وویل شي چې د ختیځې نړۍ د معرفت لمنه له هغو روایاتو ډکه ده چې سینه په سینه او نسل په نسل یو بل ته لـﯦـږدېدلي دي.
 
تاسو پوهـﯦـږئ چې پـﯦـرنگیو لیکوالانو د افغان – انگلیس د لومړۍ جگړې ډېـرۍ پـﯦـښـې په خپلو خاطراتو کې ثبت کړي دي لکه نامتو پـﯦـرنگۍ، مـﯦـرمن فلورنشا سیل  چې د «لـیـډي سیل » په نامـﮥ په لنډون پـﯦـژندل شوې او د تورن جنرال سر رابرت هینري سیل  ماندینه وه؛ لـیـډي سیل د خپلو خاطراتو ډېـرۍ برخه د خپلو ورځنیو خاطراتو په کتابچې کې لیکلي دي. او یا موهن لال  هغه لومړنی نامتو هندی وو چې خپلې زده کړې ﺌـې په انگلیسي ژبې بشپړې کړې او د پـﯦـرنگي استخباراتو د مأمور سر الکسندر برنس  منشي وو، نوموړی هماغه په خټه هندی پـﯦـرنگی ځری «جاسوس» دی چې د خپلو خاطراتو ټولگه ﺋـې په یوۂ کتاب کې ولیکله او کتاب ﺋـې د انگلستان ملکې علیا حضرتې  ته په ویاړ ډالۍ کړ. ډگرمن الدرِډ پاټـنـجـر  یو بل پـﯦـرنگی دی چې د افغان – انگلیس په لومړۍ جگړې کې د ونډې په لوبولو، د خپلو سترگو لیدلی حال، کتنې او خاطرات ولیکل. د پاټـنـجر خاطرات د « پتریک او مکروري » او د هغـﮥ د وروڼو له پلوه په بې پَرې ډول چاپ شول، دا دواړه د ډگرمن الډر‌‌ډ پاټـنجر د ورور کړوسیان دي. په ۱۹۶۵ز کال کې جیورج مکدونالډ فریزر  د ۱۸۳۹- ۱۸۴۴ ز کلونو د جگړو د پـﯦـښـو شرحه په لیسترشایر  کې وموندله چې د یوۂ انگلیس سیلاني د خاطراتو په دفتر کې ثبت او د «فلشمن پـيـپرز » په نامـﮥ پــﯦـژندل کـﯦـږي. خو په ټولو کې په زړﮤ پورې دا ده چې د امریکا د پنسلوانیا له ایالته د «جوسیا هرلان » په نامـﮥ یوۂ امریکايي هم له ځانه یو کتاب پرې ایښی دی چې له پـﯦـښـو څخه د خپلو سترگو د لیدلي حال شرحه، په یوه ډاډمنه ژبه وړاندې کوي؛ دغه یادداشتونه د «بن مکنتایر » په نامـﮥ یوۂ لیکوال سمبال او د یوۂ کتابگوټي په بڼې ﺋـې خپاره کړل. له دې سره جوخت په دغـﮥ ناول کې نـﮥ یوازې د افغان، کشمیري، پاکستاني او هندي لیکوالانو تأریخي لیکنې رانغاړل شوي بلکه په دغـﮥ شهزادگي پورې اړوند هغه شفاهي افسانې او داستانونه هم راټول شوي چې د افغان کورنـﯦـو په منځ کې خولـﮥ په خولـﮥ گرځي.    
په پای کې د یادونې وړ بولم چې د همدغـﮥ تأریخي ناول په لړ کې هڅه شوې چې د ۱۸۳۹- ۱۸۴۲ ز کلونو د پـﯦـښـو د لـړۍ غټې برخې تر شوني کچې په داستاني ژبې په ځـيـر وپنځول شي. یو شمیر کرکترونو ته داستاني نومونه غوره شوي خو پاتې نور تأریخي نومونه دقیقاً په خپل هماغـﮥ تأریخي اصلیت ساتل شوي دي. د اشخاصو نومونه تر شوني کچې له خپل رښتوني تأریخ سره په همغږۍ کې له کمښت و زیادښت پرته ساتل شوي او یو شمیر نومونو ته لنډیز غوره شوی دی؛ په دې توگې یوازې څو نومونه دي چې ځانته داستاني بڼه راخپلوي. لیکوال د کتاب په پای کې خپلې سرچـینې او اخځونه یاد کړي دي. لیکوال د هغو نومونو، سیمو او یا ځانگړو کسانو د نومونو د سموالي – کره والي مدعی نـﮥ دی چې په وړوکو پـﯦـښـو کې ښکیل ول.
——————————————————-
[1] – افرنج د فرنگ او فرانگ معربه بڼه ده – ژ
[2] – Florentia Sale
[3] – Lady Sale
[4] – Major General Sir Robert Henry Sale
[5] – Mohan Lal
[6] – Sir Alexander Burnes
[7] – Her Majesty Queen of England
[8] – Brigadier Eldred Pottinger
[9] – Patrick Macrory
[10] – George MacDonald Fraser
[11] – Leicestershire : پـﮥ وچې کې راگیر د انگلستان یو ښارگوټی دی – ژ 
[12] – Flashman Papers
[13] – Josiah Harlan
[14] – Ben Macintyre