کور / تازه خبرونه / طالبان : په يوه بريد کي مو ١٤ باندنيانو ته مرګ ژوبله اړولې

طالبان : په يوه بريد کي مو ١٤ باندنيانو ته مرګ ژوبله اړولې

وسله والو طالبانو په خپله يوه انټرنيټي رسنۍ کي خبر ورکړى چي د يوه بريد په پايله کي ئې ١٤ باندنيو ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې.
طالبان ليکي چي دا بريد ئې پرون ماځيګر شاوخوا څلور بجې په بګرام اولسوالۍ کي پر امريکايي ځواکونو کړى او شپږ باندني ځواکونه ئې وژلي او آته نور ئې ټپيان کړى دي.
طالبان ليکي چي ياد بريد ئې د يادي اولسوالۍ د قعله نصرو په سيمه کي هغه وخت پر امريکايانو کړى چي دوى پلي روان ول.
طالبان ليکي چي دا بريد د دوى يوه ملګري ځان ته د اغوستي واسکټ په وسيله ورکړى او ياد شمېر باندنيانو تې پکښي مرګ ژوبله اړولې.
په دې اړه خپله باندنيانو تر اوسه څه نه دي ويلي.