کور / تازه خبرونه / زابلي خبریالانو خپل منځي غونډه وکړل

زابلي خبریالانو خپل منځي غونډه وکړل

هغه غونډه چي نن دزابل درسنیو په خپلواک مرکز کي جوړه شوې وه، پکي درسنیو دخپلواک مرکز دمشر احمدولي سرحدي په ګډون داطلاعاتو او فرهنګ رئیس عبدالمقیم افغان ، پدې ولایت کي درسنیو څخه دملاتړ صندوق مسول بسم الله پښتونمل او یوشمېر خبریالانو پکي ګډون کړی وو.
پدې غونډه کي لمړی دزابل درسنیو دخپلواک مرکز مشراحمدولي سرحدي خپل یوه میاشتنی راپور وټولو ته واوریدی او دخپلو لاسته راوړنو په هکله يې هغوی ته معلومات ورکړل او دټولو زابلي خبریالانو څخه يې هیله څرګنده کړل چي نور باید په ږع دهمدې مرکز څخه دخلګو رښتنی ږغ پورته کړو.
نوموړي همداراز وویل چي باید دیوه رسمي له لاري څخه ټول خبریالانو ودولتي ادارو ته وروپیژندل شي او ورسره په څنګ کي ټولو خبریالانو ته درسنیو دخپلواک مرکز دپیژندګلوي کارتونه ورجوړ او درسنیو دخپلواک مرکز دپاره قوانین جوړکړي.
په ورته وخت کي دزابل درسنیو څخه دملاتړ صندوق مسول بسم الله پښتونمل درسنیو دمرکز دپاره په هره اونۍ کي دخبریالانو ترمنځ دهمږغي یوه غونډه اړینه وبلل او پرټولو خبریالانو يې ږغ وکړ چي باید په مسلکي ډول دافغانستان دټولو قوانینو په پام کي نیولو سره په سیمه کي واقعیتونه انعکاس کړي.
هغه همداراز غوښتنه وکړل چي یوکس باید درسنیو په خپلواک مرکز کي ټوله ورځ حاضر واسیږي ترڅو دچارواکو څخه دراپورونو په سپیناوي کي ګټه ورڅخه پورته شي.
دغونډي پرمهال دزابل داطلاعاتو او فرهنګ رئیس ښاغلي عبدالمقیم افغان درسنیو دخپلواک مرکز لاسته ته راوړنې یو مهم ګام وبلی او درسنیو دخپلواک مرکز سره يې دهرډول مرستي ژمنه وکړل.
ښاغلی افغان وايي چي دیوه لیک په مټ به ټولو دولتي ادارو ته درسنیو دخپلواک مرکز دفعالیت په اړوند خبرورکړي ترڅو اړوند مسولین ددې مرکز سره دراپور په جوړولو کي مرسته وکړي.
دغونډي په اخیر کي یوشمېر خبریالانو درسنیو دخپلواک مرکز دمشرتابه، داطلاعاتو او فرهنګ ریاست او درسنیو څخه دملاتړ دصندوق دلارښوونو څخه دملاتړ ترڅنګ دخبریالانو په منځ کي دیووالي پرراوستلو ټینګار وکړ.
هیره دي نه وي چي دغونډې په اخیر کي دملت نیوز خبریال محبوب حکیمي ددې مرکز داړیکو دمسول په توګه وټاکی او هغه ته يې دنده وسپارل ترڅو دټولو خبریالانو سره نیږدې پاته شي.
پدې غونډه کي دافغان ځواک سایټ خبریال عبدالقیم عاجز، درڼا پروډکشن مسول لعل جان افغان او دکندهار دملي راډیو تلویزون خبریال محمدیعقوب شرافت ګډون کړی وو.
په درناوي
دزابل درسنیو خپلواک مرکز