کور / تازه خبرونه / د وردګو پوهنتون له پاره به محصلين جذب سي

د وردګو پوهنتون له پاره به محصلين جذب سي

د لوړو زدکړو وزارت له لورې به د روان کال په ترڅ کې د کانکور ازموینې له لارې ۲۰۰ تنه د میدان وردګو ولایت پوهنتون لپاره جذب او په ۱۳۹۴ کال کې په زدکړو پیل وکړي .
د میدان وردګو ولایت مقام هڅه وکړه،چې په ۹۳ کال کې د میدان وردګو پوهنتون لپاره ودانۍ جوړه او جذب کیدونکې کسان په راتلوونکې کې په همدغه ودانۍ کې زدکړي ترسره کړي خو د مرکزي ادارو د نه همکارۍ او کمزوې پاملرنې له امله په دې ستر کار بریالي نشو.
خو د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي،د ولسي جرګې غړو ډاکټر کلیمزي، مجیدخان، شیرولي وردګ،لوړو زدکړو وزیر او یو شمېر نورو مخورو په هلو به د کانکور له لارې د میدان وردګو پوهنتون ته په ۱۳۹۴ کال کې ۲۰۰ تنه په زراعت پوهنځي کې جذب شي .
د میدان وردګو د زراعت پوهنځي لپاره به جذب شوي محصلين د سیداباد ولسوالۍ په دشتې ټوپ کې د پولیسو په روزنیز مرکز کې زدکړې تر سره کړي .
د کورنیو چارو او لوړو زدکړو وزارت ترمنځ هوکړه شوې،چې د یاد روزنیز مرکز څخه به د لیلیې،تدریس او اداري چارو لپاره درې ودانۍ د میدان وردګو ولایت پوهنتون په واک کې د یوه کال لپاره ورکړي.
په همدې موخه د کورنیو چارو او لوړو زدکړو وزارت له لورې،چې د ولسي جرګې غړو ډاکټرعبیدالله کلیمزي او مجیدخان وردګ یې ملیتا کوله،د یادو ودانیو تر لیدو وروسته د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي سره لیده کاته وکړل .
د لوړو زدکړو وزارت د علمي برنامو رئیس،د دغه وزارت د پلان ریاست او اداري غړو د خپلو خبرو پرمهال وویل د لوړو زدکړو وزارت په پلان کې لري،چې په راتلوونکې کال کې د دغه ولایت پوهنتون لپاره ودانۍ جوړه کړي .
دوی زیاته کړه، دا چې د پوهنتون ودانۍ به د تدریس لپاره په ۹۵ کال کې چمتو شوي،د زدکړو د ځنډ د مخنیوي په موخه به سږ کال هم د دغه پوهنتون لپاره محصلین جذب شي .
د دوی په وینا کورنیو چارو وزارت ورسره هوکړه کړې،چې د یوه کال په ترڅ کې به د دشتې ټوپ روزنیز مرکز درې ودانۍ،چې بشپړ سهولتونه به ولري،د میدان وردګو پوهنتون په واک کې ورکړي .
د ولسي جرګې غړي ډاکټرعبیدالله کلیمزي بیا د لوړو زدکړو وزارت څخه راتلوونکې کال کې د دوو پوهنځیو لپاره د محصلینو د جذب غوښتنه وکړه.
هغه زیاته کړه، باید په دغه ولایت کې د زراعت ترڅنګ د ښوونې او روزنې پوهنځې هم تشکیل او محصلین ورته جذب شي .
په ولسي جرګه کې د میدان وردګو استازي مجید خان وردګ وایي په پلان کې لري،چې د دغه ولایت د بېلابېلو ملي سوداګرو سره ژر ناسته ترسره کړي .
ده زیاته کړه،هڅه به وکړي،چې د دغه ناستې په ترڅ کې یوه اندازه پیسې له دغه سوداګرو راټولې او د پوهنتون د احاطې د جوړولو چارې پرې پیل کړي .
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجیدخوږیاڼی د کورنیو چارو وزارت څخه مننه وکړه،چې د یوه کال لپاره یې د پولیسو په روزنیز مرکز کې د پوهنتون لپاره د درې ودانیو د ورکړې هوکړه کړې .
هغه همدا راز د لوړو زدکړو وزارت څخه هم مننه وکړه،چې د دغه ولایت پوهنتون لپاره یې د مشرتابه په ګډون ۱۶ کسیز اداري او تدریسي تشکیل ورکړی .
ده د ولسي جرګې غړو،د دغه ولایت د مخورو او نورو د هڅو ستاینه وکړه،چې د میدان وردګو ولایت د پوهنتون په چارو کې ترسره کړي .