کور / تازه خبرونه / زابل :دپوهني ریاست غړو ته نهه ورځی ورکشاپ جوړسو

زابل :دپوهني ریاست غړو ته نهه ورځی ورکشاپ جوړسو

زابل :دپوهني ریاست غړو ته نهه ورځی ورکشاپ جوړسو

نن دزابل ولایت پوهني ریاست دمرکز قلات او ولسوالیو په کچه دښوونیز څار پنځوس تنو غړو ته دښه څار په مو خه نهه ورځنی ورکشا پیل سو

هغه مراسم چي نن ددې ولایت دعالي درالعلوم دغونډو تالارکي جوړ سوې وه دپوهني ریاست تدریسي مرستیال دپوهني ریاست دښوونیز څار امر ، دپوهني ریاست دښاري امریت امر، او دپوهني ریاست دښوونیز څار ټولو غړو او له پلازمنې کابل څخه راغلو میلمنو برخه لرله

مراسم دقرانکریم په تلاوت باندي پیل سوه ،چي ورپسي دپوهني ریاست تدریسي مرستیال خبري وکړي . او زیاته يي کړه چي اوس مهال په ښوونځیو کي . باید له درسي برخي څخه لیدنه وسي او ښوونکي باید ښه درس ویلو ته متوجي سي تدریسي مرستیا زیاته کړه چي داسي ورکشاپونه کو لاي سې چي دپوهني په او تدریس په برخه کي شته خنډونه له منځه یوسې او دڅار کاروکونکي دي ته متو جي کړي ترڅو په ښه شان دښوونځیو له تدریسي برخي څخه څار وکړي

ورپسي دپلازمیني کابل څخه راغلو دورکشاپ مسولینو هم ټولو ګډون کوونکو ته دښه راغلاست ترڅنګ ، وویل چي په ښوونځیو او ښوونیز بهیر کي ترټولو مهمه برخه څار دي چي باید ترټولو ډير ه پاملرنه ورته وکړي

ددي ورشکاپ یو تن ښوونکي همایون صافي برخه والو ته وویل چي ښوونیز څار له پخواني حالت څخه بدلون کړی او اوس په نوي ډول موږ کو لای سو چي ښوونیز څارمخ ته بوزو نو موړي زیاته کړه چي په تیرو دیارلسو کلونو کي دپوهني په برخه کي ښه يرمختګونه سوې دي

دویادوني ده چي ، په مرکز او ولسوالیو کي ټولي دنظارت یا ښوونیز څانګي فعاله دي او ټولو کارونکي پرخپل وخت باندي دخپلو دندو دترسره کو لو په موخه دښوونځیو نه لیدنه کوي