کور / تازه خبرونه / ٧ وسله والو ته د مرګ ژوبلي د اوښتو ادعا وسوه

٧ وسله والو ته د مرګ ژوبلي د اوښتو ادعا وسوه

د ننګرهار ولايت په هسكې مېنې او چپرهار ولسواليو كې د دوو جلا پېښو له كبله ٧ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او دوه سرحدي پوليس ټپيان شوي دي.
د چارواکو په وينا چي يادو کسانو ته هغه وخت مرګ ژوبله واوښته چي د سرحدي پوليسو او وسله والو ترمنځ نښته پيل سوه او د غرمې څخه تر ماځيګره ئې دوام وکړ.
چارواکي وايي چي په دې نښته کي د دوو پوليسو د ټپي کېدو ترڅنګ څلور وسله وال وژل سوي او درې نور ټپيان دي.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.