کور / تازه خبرونه / دفاعي تړون د کابل چاپ په ورځپاڼو کي

دفاعي تړون د کابل چاپ په ورځپاڼو کي

د امنیتي او دفاعي تړون په اړه د کاب چاپ ورځپاڼو تبصرې
کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼو نن ترډيره له امریکا سره د امنیتي او دفاعي تړون د لاسلیک په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.

محورخپلواکې ورځپاڼې د ولسمشراحمدزي له قوله لیکلي، امنیتي او دفاعي تړون مفاهمه ده او هر وخت تغیر ورکولای شو.

همدې ورځپاڼې لیکلي چې؛ دغه تړون هغه بهانې ختمولای شي، چې نړېوالو ورسره خپلې مرستې ځنډولې وې او دا یو فرصت دی، ترڅو نوی حکومت یې باید ښه مدیریت کړي.

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې بیا لیکلي چې؛ د ملي وحدت په نوم حکومت یوازې د دې لپاره جوړشوی چې له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړي.

د مقالې لیکوال لیکي چې؛ د دغه تړون له لاسلیک وروسته به حکومت دوام ونه کړي او د خپلمنځي لانجو له امله به ونړیږي او د حکومت د نړیدو پر مهال که د مرستې غوښتنه وشي نو امریکا به وايې چې؛ دا د افغانستان داخلي مساله ده.

د ویسا خپلواکې ورځپاڼي د مقالې لیکوال لیکي چې؛ له امریکا او ناټو سره امنیتي تړونونه له حقوقي پلوه د هغو تړونونو په کتارکې راځي چې نا انډواله یا نا برابره تړونونه بلل کېږي.

ورځپاڼه زیاتوي، دغه تړون به د سولې بهیرچې ولسمشراشرف غني احمدزي یوه ستراتیژیکه اړتیا وبلله لاپسې ستونزمن کړي ځکه چې د افغانستان وسله وال مخالفین په یوه خوله د دغه تړون د لاسلیک مخالفت کوي.

خو هېواد دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي چې؛ د افغانستان نوي حکومت پرون له امریکا او ناټو سره د دوو امنیتي تړونونو په لاسلیکولو سره مهم ګام پورته کړ.

د ورځپاڼې په وینا دغه تړون ته هم افغان لوري او هم امریکا ډيره موده انتظار وایست چې له مخې به یې د نړېوالې ټولنې مرستې د افغانستان سره دوامداره وي او افغانستان ته به ثبات راولي.

انیس دولتي ورځپاڼې د افغان ولسمشراشرف غني احمدزي له قوله لیکلي چې؛ له دې تړونه زموږ ګاونډیانو ته هېڅ خطرنه شته، باید دوی د هېڅ خطراحساس ونه کړي، ځکه دا تړون یوازې او یوازې د افغانستان د ثبات او ښېګڼې لپاره دی، نړېوال به د هغه څه په دفع کې له موږسره همکاري کوي، چې موږ او نړۍ ته ګواښ وي