کور / تازه خبرونه / دافغان محصلینو اتحادیې کلنۍ غونډه وکړه

دافغان محصلینو اتحادیې کلنۍ غونډه وکړه

پېښور:دافغان محصلینو اتحادیې کلنۍ يوه ورځنۍ غونډه د لوی خدای ج په فضل په ډیر ښکلي او شانداره ډول سره ٢٠١٤ د سه شنبی ورځ ۳۰سپتمبر سر ته ورسیده، دغه پرتمینه غونډه چې د ګډونوالو شمیر یی (د پیښور پوهنتون،زراعت پوهنتون،اسلامیه کالج،انجنیری پوهنتون،خیبر میډیکل کالج ،اسلام اباد نړیوال پوهنتون ، فیصل اباد پوهنتون ،هزاره پوهنتون ، باچاخان پوهنتون،عبدالولی خان پوهنتون،صوابی پوهنتون تر څنګ د نورو پوهنتونو محصلینو او میلمنو) ۵۰۰تنه وو، دقران کریم د ایاتونو په مبارک تلاوت او ملی سرود پيل د ګډونوالو ، مشرانو او محصلینو د ویناوو ،تقریرونو او شعرونو وروسته په دعا او دعمومي غرمنۍ ډوډۍ وروسته پای ته ورسیده. د ټولو ښاغلیو او اغلیو ګډونوالو راتګ په ریښتیا چې زموږ لپاره ویاړ دی او ټول هغه قدرمن او اغلي چې په څه سبب ونتوانیدل چې ګډون وکړی ځای یې خالي وو، د زړه د تله مننه کوو
ښاغلی سید محمد ابراهیم خیل (افغان قونصل پیښور)
ښاغلی عارف یوسف ( د خیبر پختونخوا وزیر قانون)
ښاغلي محمد عارف احمد زی( د لوړو زده کړو کمیټۍ مشر او د اسمبلی غړی)
ښاغلی عبدالغنی هدایت(د پوهنی د وزیر ستر سلاکار)
ښاغلی سردار حسین بابک (د پښتونخوا د زده کړو پخوانی وزیر)
ښاغلی اخوندزاده حسین احمد(د خیبر پښتونخوا د ځوانانو چارو سلا کار)
ښاغلی ډاکټر الوزی (د افغان مهاجرینو چارو ریيس)
ښاغلی وقار معروف ( مرستیال افغان کمیشنر)
ښاغلی ډاکټر حزب الله (د پیښور پوهنتون د داخلو ریيس)
ښاغلی ډاکټر دوست محمد (د شیخ زید سنټر پیښور پوهنتون ریيس)
ښاغلی قاضی محمد حسن (د افغانستان فرهنګی مرکز مشر)
ښاغلی اباسین یوسفزی (منلی ادیب او پروفیسر)
ښاغلی اسرار اتل (منلی ادیب او پروفیسر)
ډاکټر رحمت الله مومند (د افغان مهاجرینو مشورتی بورډ مشر)
اغلی مستوره ستانکزی(د ابو علی سینا دارالمعلمین ریسه)
ښاغلی محمد میرویس (د افغانی مدیرانو شورا غړی)
ښاغلی حضرت الله رحیمی ، محب هارون مومند ،جمال الدین کبیر ،داود محمدی، اسماعیل پاچا ، شریف نسیمی ،اعجاز درانی (د پاکستان په مختلفو پوهنتونو کې د افغان محصلینو مشران او استازي) او نور ټــــــــــــــولـو ګډونوالو څخه چې په دې .غونډه کې یې ګډون وکړ او د غونډی ښکلا یی یو په څو چنده کړه کړه مننه کوو
راپورهارون زاخيلوال