کور / تازه خبرونه / ښاروالۍ په ښار کي د لا پرمختيا له پاره غونډه وکړه

ښاروالۍ په ښار کي د لا پرمختيا له پاره غونډه وکړه

دکندهارښاروالۍ اووه نیزه ا داري غونډه نن سې شنبه دکندهارښاروال محمدعمر((عمر))ترمشرۍ لاندي جوړه سوه چي پکښي دښاریانو دغوښتنوترڅنګ نور مهیم موضوعات بحث سول .
اداري مجلس پرلاندي موضوعاتو فیصلې وکړې.

ا اول:ـ دښاروالۍ دپلان مدیریت دي یوان هبیتات موسیسې ته کوم چي ناحیو کي ساختماني کارونه ترسره کوي پلان ورکړي ترڅو دښارپه ناحیو کي دماسټرپلان مطابق کارونه ترسره کړي .
دوهم:ـ په ښارکي دهغه مارکیټونوکوم چي پخپله خوښه یي دښاري ښکلا په منظور پلسترکړي دي ورڅخه دکندهار ښاروالۍ داداري مجلس مننه کول او ورته د تقدیرنامو په اړه تصامیمم نیول .

دریم:ـ په ټولوناحیو کي باید موټرشویاني راجستر کړل سي .
څلورم:ـ دکندهارښاروالۍ ټولو موټرانوته به نارنجي رنګ ورکول کیږي او اسنا دې ژرترژره ترتیب کړل سي .
پینځم:ـ دناحیو مدیرانوته جدي سپارښتنه کول ترڅو خپل عواید پوره کړي اوټول جایدادونه راجستر کړي .
شپږم:ـ داخترلپاره پوره تیاري نیول سوي دی او ټولو اړوندو ناحیوته وظیفه وسپارل سول ترڅو تراختره پوري په خپلواړوندو ناحیو کي حشرونه وکړي ترڅوښار پاک سوی وي .
یاده دي وي چي غرمه مهال ددعایي په ویلو سره اداري غونډه پای ته ورسیدل