کور / تازه خبرونه / سرنوشت: د اولسمشرلومړی ګام؛ خلک هیله من سوي

سرنوشت: د اولسمشرلومړی ګام؛ خلک هیله من سوي

کابل چاپ ورځپاڼو نن ترډيره په خپلو لیکنو او سرمقالو کې د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي او دفاعي سند او د لوړې د مراسمو په ورځ د نوي منتخب ولسمشراشرف غني احمدزي د څرګندونو په اړه لیکني او تبصرې کړي دي.

– ویسا غیردولتي ورځپاڼې په لومړي مخ کې د امنیتي سند په اړه یو مطلب لیکلي چې عنوان یې دی، په حکومتي مسولینو کې څوک له امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیکولو ته زړه نه ښه کوي.

د ورځپاڼې په مطلب کې د یوې باوري سرچیني په حواله چې نوم یې نه دی ذکر شوی راغلي چې، د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو بسم الله محمدي او ضراراحمد عثماني او د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین ارشاد احمدي د دغه تړون له لاسلیکولو انکار کړی.

– ویسا خپلواکې ورځپاڼه دغه راز د ولسمشراحمدزي له لوري د ملي امنیت د سلاکار په توګه د حنیف اتمر ګمارلو ته اشاره کوي او وایې، چې د هغه په تقرر کې ځکه بیړه وشوه چې له امریکا سره امنیتي او دفاعي تړون پرې لاسلیک کړي.

د ورځپاڼې په یو بل مطلب کې راغلي چې، د امنیتي تړون د لاسلیک کولو لپاره د امریکا د ولسمشربارک اوباما د سلاکارجان ډیويډ پوډيسټا په مشرۍ یو لس کسیزه پلاوی افغانستان ته راغلی دی.

– هېواد دولتي ورځپاڼې هم په دې اړه په یو مطلب کې لیکلي چې، سپينه ماڼۍ د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون ژرلاسلیک ته لارې څاري.

سرنوشت ازادې ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې د ولسمشراشرف غني احمدزي د پرونیو څرګندونو په اړه یو مطلب لیکلی چې عنوان یې دی، د ولسمشرلومړی ګام؛ خلک هیله من شوي.

د ورځپاڼې په مطلب کې راغلي چې، د ولسمشرغني خبرې یوازې خبرې نه وې بلکې هغه د اصلاحاتو او بدلون لپاره لارې چارې هم په ګوته کړې.

د ورځپاڼې سرمقاله د نوموړي پخوانیو دندو، ولایتي سفرونو او له خلکو سره ناستو ته په اشارې لیکي چې، دې ته په کتو له نوي ولسمشره د ریښتیني بدلون تمه کیدای شي.

– محور ورځپاڼې بیا په یوه مطلب کې د نوي ولسمشرد میرمنې رولا غني په اړه لیکنه کړې ده.

په دغه مطلب کې راغلي چې، د ولسمشرلبناني الاصلې میرمنې د بیروت په امریکایې پوهنتون کې زده کړې کړي او د افغانستان زیاتو ولایتونو ته یې سفرونه هم کړي دي.

د ورځپاڼې په لیکنه، نوموړې اوس د افغانستان تابعیت لري او د ولسمشر حامد کرزي د حکومت پر مهال د ښځو او ماشومانو د حقونو د یوې فعالي په توګه یې کار کړی دی.

– سرنوشت ورځپاڼې بیا د نوي منتخب ولسمشر د لوړي د مراسمو په ورځ د مخکیني ولسمشر حامد کرزي د خبرو په اړه لیکنه کړې ده.

په دغه مطلب کې د ښاغلي کرزي په حواله لیکل شوي چې وایې، که بهرني خنډونه نه وای افغانستان به ډير پرمختګ کړی و.

د ورځپاڼې په لیکنه نوموړي په خپلو خبرو کې له نوي حکومت څخه غوښتنه کړې چې د سولې ټینګښت ته ډيره پاملرنه وکړي ځکه چې له سولې پرته هیواد پرمختګ نشي کولای.