کور / تازه خبرونه / چاودني پوليس او اولسي وګړى ټپي کړ

چاودني پوليس او اولسي وګړى ټپي کړ

چاودنه شاوخوا لس بجې په زابل کي د کندهار اډې په سیمه کي د پولیسو پر رېنجر موټر د ریکشې په واسطه رامنځ ته سوې

د زابل د امنیت امر غلام جیلاني فراهي وايې چاودنه هغه وخت رامنځ ته سوه،کله چی د پولیسو موټر د سیمي څخه د تېرېدو په حال کی وو ،چي په رېکشه کي چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکول سوه

هغه وايې په چاودنه کی د دو پولیسو او یوه ملکي کس د ټپي کېدو خبر تر دې مهاله ورکول سوی دئ.

په دې اړه تر اوسه کومي ډلي څه نه دي ويلي.