کور / تازه خبرونه / د وسله والو د يوه قوماندان د وژلو ادعا وسوه

د وسله والو د يوه قوماندان د وژلو ادعا وسوه

د وسلوالو مخالفینو د مشهور قوماندان زاهد ۲ تنه د ایساف په هوايي برید کې وژل شوي.
د الینګار ولسوالۍ د سنګره درې په مسافر ولي زیارت سیمه کې د وسلوالو مخالفینو د مشهور قوماندان زاهد د ډلې ۲ تنه وسلوال چې ابراهیم او الماس نومیږي د ایساف ځواکونو د بې پیلوټه طیارې په راکټي برید کې وژل شوي دي.

قوماندان زاهد په سنګره دره کې د مخالفو وسلوالو یو له مشهورو قوماندانانو څخه وو.
په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.